کور / تازه خبرونه / زابل:دبوديجې جوړولو په غونډه کي سلګونو کسانو برخه واخيسته

زابل:دبوديجې جوړولو په غونډه کي سلګونو کسانو برخه واخيسته

زابل ښاروالي دبودیجي دجوړولوپه موخه غونډه وکړه په دغه غونډه کی دیوشمیر چارواکو ترڅنګ سلګونو قومي مشرانو برخه اخیستي وه.دزابل ښاروالي دبودیجي په جوړولوسره دچهارشنبي په ورځ دښاوالي په تالار کی دخلکو دنظریاتو دراغونډولوپه موخه غونډه وکړه .


دزابل دښاروالي ددهمي ناحیی مسؤل عصمت الله دغونډي پرمهال وویل چی دقلات نفوس زیات شوی اوورسره په څنګ یی دسیمي پراختیا هم زیاته شوی ده ده زیاته کړه چی ښاروالي باید خپل خدمات زیات کړی ترڅوخلک له ستونزوڅخه خلاص شی .نوموړي دیوشمیر نړیوالوموسیسورمپپ اوسی ای ډی جی څخه مننه وکړه چی پدغه ولایت کی یی خلکو ته دبیا رغوني په برخه کی کار کړي دي.




 
.په ورته وخت کی قومی مشر محمد رسول کوچي وویل چی دښاروالي کارونه دستایني وړدي ولي عام خلک هم باید ورسره مرسته وکړي نوموړي ښاروالي دخلکو کوروبلي اوزیاته یی کړه چی نړیوالي موسیسی باید خپلي مرستي زیاتي کړی ځکه دده په خبره چی دغه ولایت یوکوچني ماحول لري 
 
دغونډي په یوه بله برخه کی درمپپ موسیسي ولایتي مسؤل عصمت الله لطیفي دښاروالي اورمپپ موسیسی مسؤلیتونه تشرح ګړل اودخلکوڅخه یی وغوښتل چی خپل نظریات ورسره شریک کړي ترڅو دهغه پربنسټ دوي په سیمه کی پروژی پلی کړي  .