کور / سياسي / ولي بې اتفاقه يو؟ او دحل لاري ئې کومي دي؟ (4)

ولي بې اتفاقه يو؟ او دحل لاري ئې کومي دي؟ (4)

د اسانۍ په خاطر ددې لړۍ ټولي برخي په دې مخ کي خپريږي .

لومړۍ برخه :
دپيل خبري:

له بده مرغه بې اتفاقي هغه ناوړه پديده ده، چي اوس دافغانانو په دويم هويت بدله سوېده او دغه مهلکه ناروغي دپېړيو په اوږدو کي افغانانو ته نه جبران کېدونکي اوويجاړونکي زيانونه رسولي دي .

که تېر تاريخ ته ځير سونونوپرهند دلودي پښتنودرې نيم سوه کلنه واکمني هم دواکمني کورنۍ دخپل مېنځي بې اتفاقيوپه پايله کي ختمه سوه .

پر هند دسوري پښتنوواکمني هم دسوري شېرشاه له مرګه وروسته دهغه دزوی لخوادسوري شېرشاه دستر سپاه سالار ……له وژلو وروسته ختمه سوه .

دهوتکيانو واکمني هم دواکمني کورنۍ او دنوروقومونو دمشرانو ترمېنځ دبې اتفاقيو په پايله کي دايراني افشارنادر لخوا له مېنځه ولاړه .

دسدوزيو، محمد زيو او نوروقومي مشرانودبې اتفاقيو په پايله کي دستر احمد شاه بابا په پاته امپراتوري کي کورنۍ جګړې پيل سوې او خبره دې ته ورسېده، چي دافغانستان دوجودنه په شمال، جنوب، ختيځ او لوېديخ کي ټوټې پرې سوې اواوس په وچه کي ايسارافغانستان راپاته دی، چي ګاونډيان ئې هرکله زموږ دخوږګوتي په توګه زموږ پرخلاف کاروي .

له هغه نه وروسته بيا هم له کوم وخت نه چي پاچا امان الله خان دافغانستان خپلواکي اعلان وکړ اودنړۍ لخوا په رسميت وپېژندل سوه، بيا هم دافغانانو دبې اتفاقيو له امله وه. چي دافغانستان ترقي غوښتونکي پاچا دخپل هيواد پرېښودلوته مجبور سو .

تر هغه وروسته دظاهر شاه او داود خان رژيمونو دنسکورېدو تر ټولو غوره علتونه هم دنظامونو په دننه کي دکورنيو او لوړپوړيوچارواکو تر مېنځ بې اتفاقي وه .

دنورمحمد ترکي او حفيظ الله امين رژيمونه هم دخپل مېنځي بې اتفاقيو له کبله چپه سول او همداراز د ډاکټر نجيب الله حکومت هم دنظام په دننه کي دبې اتفاقيو او دسيسو له امله له مېنځه ولاړ .

دجهادي تنظيمونو واکمني هم ددغو تنظيمونو ترمېنځ دبې اتفاقي، جګړو او انارشی له امله دطالبانو لخوا چپه سوه .

داوسني نظام يو ترټولو لويوستونزو نه هم داده، چي په لوړپوړيوچارواکو کي اتفاق او واکمني ته وفاداري نسته .

ددې ټولو ديادولو نه زما مطلب دادی چي دتاريخ په اوږدو کي په بېلابېلو وختونو او جغرافيوکي، دبېلابېلوايډيالوژی لرونکو واکمنيو او کسانو لخوا دټولو بدمرغيو عامل يو شی او هغه عبارت دبې اتفاقۍ نه دی .

شېرشاه سوري په خپلو ټولو جګړوکي يوځل هم ماته نه وه خوړلې . دا ځکه چي ده د خواص خان په ملګرتيا ټول پښتانه سره يوموټي کړي وه او په پايله کي ئې ډهلی هم ونيوی . خو دده ترمرګ وروسته دده زوی د نورو په لمسون خپل ډېر زړوراو تدبيرلرونکی سپاه سالار خواص خان پر لمانځه وواژه اوددې بې اتفاقی له امله نوره ددوی واکمني هم په هند کي ختمه سوه . نژدې پرټول هند ئې واک ټينګ کړی وه او مغلي واکمنان ئې دهند نه تېښتي ته اړ کړي وه . خو بې اتفاقۍ ددوی نه ټولي برياوي دګوتو وايستلې او په هند کي ئې دپښتنو واکمنۍ ته دپای ټکی کېښودی .

دتيمورشاه دمرګ نه وروسته شاه زمان هم په سر کي دخپل نيکه ستر احمدشاه بابا خوبونه ليدل او دخپلي امپراطوری دپراخولو په فکر کي وه . خو په هند کي انګرېزانو دفارس دواکمنانو سره په يوه دسيسه کي دپښتنو شهزاده ګانو تر مېنځ دبې اتفاقۍ اورته داسي لمن ووهل، چي په پايله کي ئې نه يوازي داحمدشاه بابا دامپراطوری دپراخېدو مخه ونيول سوه، بلکي دهغه نه دپاتي خاوري يوه لويه برخه ئې هم دافغاناستان د بدن نه پرې کړه .

مغلو هم دخوشحال خان خټک په وړاندي دخپل ټول وس نه کارواخست خو وئې نه سوای کړای، هغه ته ماته ورکړي . تر څو چي په وړاندي ئې پښتانه او آن دهغه زوی ولمساوه او په دې بريالي هم سول، چي دخوشحال خټک او زوی تر مېنځ ئې دښمني رامېنځ ته کړي . ځکه نو خوشحال بابا هرکله په خپلو شعرونو کي دپښتنو دبې اتفاقۍ نه سرټکولی دی او وايي :

چي مغلو ته مي وتړله توره درست پښتون مي وعالم وته ښکاره کړ

اتفاق په پښتانه کي پيدا نه شو که نه ما به دمغول ګرېوان پاره کړ

دغه راز وروسته هم ډېرو نامتو افغانانو ددوی دبې اتفاقی نه ګيلې او شکايتونه کړي دي . دبېلګي په توګه علامه سيد جماالدين افغان د افغانانو دبې اتفاقی ديادوني په ترځ کي وايي چي افغانانو يوازي او يوازي پردې اتفاق وکی، چي« هيڅ کله به په خپل مېنځ کي اتفاق نه کوؤ» . نورو نامتو افغانانو او ملي شخصيتونو هم دافغانانو دبې اتفاقی نه ګيلې کړي دي، چي دستر افغان باچا خان نامتو نقل قول ئې ديوې بېلګي په توګه يادولای سو، چي وايي« يا به يوکېږو ګني ورکېږو» .

يعني که په لنډ ډول دافغانستان تاريخ ته کتنه وکړو، نودې پايلي ته رسېږو، چي هيڅ غليم افغانانو ته دجګړې په ډګر کي ماته نه ده ورکړې، بلکي تر هرڅه نه لومړی ئې دافغانانو ( په ځانګړې توګه دسياستوالو او واکمنانو ) تر مېنځ دخپلو لاسپوڅو په واسطه دبې اتفاقۍ اورته لمن وهلې ده اووروسته ئې دافغانانو په لاس افغانانوته ماته ورکړېده . فارسيانو او انګرېزانو هرکله دافغانانو دخودخواهۍ نه دهغوی په بې اتفاقه کولو کي ګټه اخستې ده .

داهر څه چي پورته وويل سول، کورنيو او بهرنيو تاريخ پوهانو ډېري څېړني او ليکني پرې کړيدي . خوما چي به هرکله آن دهغه لومړي زلميتوب نه دافغانانو دبې اتفاقۍ او دهغوپه پايله کي ددومره سترو ناکاميو په هکله اورېدل او لوستل، نو دې خبرو به له يوه پلوه سخت خواشيني کولم دبله پلوه به مي له همهغه وخت نه ددې بې اتفاقيو دعواملو او علتونو دموندلو په هکله فکر کاوه ترڅو دحل لپاره ئې لاره وموندل سي . زه هر کله په دې عقيده وم اويم چي هر څه علت او يا علتونه او هره ستونزه دحل لاره لري ، آن که داستونزه دومره لويه هم وي لکه دافغانانو تر مېنځ بې اتفاقي .

زه هرکله دې خبري ځورولم، چي هر څوک وايي چي افغانان بې اتفاقه دي، خو هيڅ څوک هم په دې هکله فکر نه کوي، چي دابې اتفاقي له کومه سوېده او څنګه کېدای سي دغه بې اتفاقي ليري کړو . له هم هغه وخت نه ماپه دې هکله ډېره هڅه وکړه، چي دغي پوښتني او په ټوليز ډول ددغي ستونزي لپاره دحل کومه لاره وموندل سي . او ډېر حساب مي هم پر دې کاوه چي ددغي ستونزي دحل لپاره دنوموړو نامتو شخصيتونو او يا نورو افغانو پوهانو لخوا څېړني او يا وړانديزونه پيدا کړم او يا ئې طرحي مطالعه کړم . خو له بده مرغه زه تر اوسه هم په دې نه يم بريالی سوی، چي داسي يوه څېړنه او ارزونه پيداکړم، چي د افغانانو ترمېنځ دبې اتفاقيو علتونه او دحل لاري پکي شنل سوي وي . کېدای سي چي دا زما بدمرغي وي، چي داسي څه مي نه دي ترلاسه کړي او يا به تر هغه لا لويه بدمرغي داوي، چي په دې هکله هيڅ ډول څېړنه نه وي سوې، ځکه ئې نو دحل لاره نده موندل سوې او موږ پېړۍ پېړۍ دبې اتفاقي په اور کي سوځو . خو داسي راته ښکاري، چي داسي څه نه دي سوي، چي هغه دي په بنسټيز ډول زموږ دغي ” نه حلېدونکي ستونزي” ته دحل لاري چاري ومومي . زه حيران دې ته وم، چي موږ ولي ددومره حياتي موضوع په هکله فکر نه کوؤ . دغه بې اتفاقي خوزموږ فزيکي ژوند ګواښي، دهند په نيمه وچه کي ئې زموږ واک له مېنځه يووړ، دستر احمدشاه بابا امپراطوري موله لاسه ورکړه او نن مو پاکستيانيان، ايرانيان او نورغليمان دپاتي خاوري دلاندي کولو پلانونه لري، خوموږ لا بيا هم په دې هکله فکر نه کوؤچي دابې اتفاقي له کومه سوېده او څنګه کېدای سي له مېنځه ولاړه سي . اکثراً مو په دې بسنه کړېده چي ووايو افغانان بې اتفاقه دي او يا يوازي مو يو شعار ورکړی دی، چي راځی اتفاق وکړو . دبې اتفاقۍ ستونزه ډېره ستره ده او يوازي په شعارورکولو او نصيحت کولوهغه نسي حل کېدلای . که چېري په دغه شعار سره داستونزه حل کېدای سوای، نو په داڅو پېړيو کي خو داشعارونه بېخي ډېر ورکړل سوېدي، خو هيڅ نتېجه ئې هم نده ورکړې .

ځکه نوما دخپل همېشني عادت له مخي، چي هرکله داپوښتنه دځان نه کوم چي “تا څه کړيدي؟” دې ته ملاوتړله، چي دخپل وس او امکاناتو په اندازه او توان دغه لويه ستونزه وڅېړم او که شونې وي دحل لپاره ئې کومه لاره هم په ګوته کړم . حساب مي هم پر دې دی، چي لږترلږه ددغي يوې برخليک ټاکونکي ستونزي دحل لپاره خو به مو بحثونه پيل کړي او دروښانفکروافغانانو پام خوبه مودې خواته رااړولی وي .

زما داوږدوکلنو څېړنوداښودلې ده، چي دبې اتفاقۍ لويه ستونزه په نصيحتونو او شعارونو له مېنځه نسي تللای، بلکي په دې هکله منظموعلمي ژورو څېړنو او فکرکولو ته اړتيا ده . که موږ ځان ته زحمت نه ورکوؤ، چي ددومره ارزښتناکه حياتي ستونزي په هکله فکر وکړو، بيا دابل څه شی سته، چي فکر ورباندي وکړو .

ځکه نو موږ له هرڅه نه لومړی دې ته اړتيا لرو چي ددغي ستري ستونزي د ليري کولوپه هکله فکر وکړو . زه په دې باور يم، چي دايوازی دڅوکسانواو يا يوې ډلي، يوې موسسې او يا هم يوازي ددولت کار نه دی، بلکي ددغي ستونزي دحل لپاره بايد ټول ملت او دولت، دمدني ټولني په همکاري، ګډکار وکړي، تر څودغه ستونزه حل سي . زه په دې باوريم، تر څو چي دغه ستونزه حل سوې نه وي موږبه هيڅکله هم دخوښۍ مخ ونه وينو . موږ به هرکله دغليمانو لخوا يودبل په وړاندي لمسول کېږو، يوه ډله به دلي ډلي، يوګوند به دبل، يوقوم به دبل قوم، يوولايت دبل ولايت، يوقشر دبل قشر په وړاندي جنګول کېږو او دابد مرغي به راتلونکي پېړۍ هم دوام مومي . که موږ بې اتفاقي له مېنځه يونسو نو بې اتفاقي به موږ له مېنځه يوسي . زمو دتېرو پنځو پېړيو تاريخ ددې خبري ښه شاهد دی .

ځکه نو زه په دې ليکنه کي غواړم ددغي ويجاړونکي ستونزي يعني بې اتفاقی په هلکه خپل آندونه ددرونو لوستونکو او افغان روښانفکرانو سره شريک کړم او پر دې حساب کوم، چي نور به هم په دې هکله خپل آندونه، ارزوني او شنني دنورو سره شريک کړي . ددې کار نه زما موخه داده، چي لومړی به دروښانفکرو افغانانو لخوادغه ستونزه (بې اتفاقي) په هر اړخيز ډول وارزول سي يعني داچي تر هر څه لومړی داپه ګوته سي. چي موږ ولي بې اتفاقه يو، علتونه او ريښې ئې کومي دي ؟ آيا کېدای سي داستونزه له مېنځه ولاړه سي؟ که داشوني وي نو کوم تدابير بايد ورته ونيول سي، چي زموږ تر مېنځ اتفاق راسي؟ آيا کېدای سي داستونزه په لنډوخت کي حل سي او که نه دهغه لپاره بايدلنډ مهاله، مېنځ مهاله او اوږد مهاله پاليسی جوړه سي ؟ آيا دايوازي دافغان حکومت دنده او مکلفيت دی، چي داستونزه حل کړي او که نه ټول افغانان په ځانګړي ډول لوستي او روښانفکره افغانان ددغي ستونزي په حل کي اغېزمن ګامونه پورته کولای سي ؟

هر پرابلم دحل دوې لاري لري، چي يوه يې سمه وي او بله يې اسانه . غلطه حل لاره هرکله ډېره اسانه، ساده او ژر وي . خو سمه حل لاره هرکله ډېره پېچلې، دکړاونو ډکه او ډېر وخت ته اړتيا لري . خو اسانه حل لاره يوازي کولای سي په ظاهره او دغه ګړی پرابلم ليري کړي، اما سمه حل لاره دابد لپاره په بنسټيزه توګه ستونزي له مېنځه وړي، خو دقيق او ژور فکر، ډېر وخت او امکاناتو ته اړتيا لري . نوزماهيله دټولو هغو کسانو نه، چي غواړي دغه ستونزه وڅېړي او وشني، داده، چي دستونزي ريښې وپلټي او دستونزي لپاره اسانه حل په ګوته نه کړي . داداسي ستونزه نده، چي اسانه حل لاره دي ولري . دادپېړيو پېړيو ستونزه ده او ځيني لا آن داسي ګڼي چي دااوس زموږ دمينټاليټېټ يوه برخه ګرځېدلې ده . ځيني لا دومره مخ ته ځي، چي وايي دابې اتفاقي زموږ په جنين کي ده . ځيني بيا زموږ بې اتفاقي دګاونډيانو کار بولي .

خوزما له نظره زموږ په بې اتفاقی کي دجنين اغېز او يا دګاونډيانو ګرم بلل دستونزي داصلي حل اوريښې دموندلو نه اوږي خالي کول او يا په اصطلاح دستونزي لپاره داسانه حل موندل دي . زما منظور دانه دی، چي ګاونډيان زموږ په بې اتفاقيو کي لاس نه لري، بلکي زه داسي ګڼم چي اصلي ستونزه پخپله په موږ کي ده او ګاونډيانو ددې کار نه دځان په ګټه کار اخستی دی.

کله هم دافغانستان بهرنيو دښمنانو،ددې لپاره چي موږ ددغي ستونزي دسم حل لپاره دلاري موندلو نه منحرف کړي، نو موږ ته داسي يو څه هم په خوله کي راکړي دي، چي ګواکي زموږ دبې اتفاقی عامل دغه خاوره ده، چي موږ ژوند پکي کوؤ، يعني زموږ دبې اتفاقيو او نورو ټولو بدمرغيو ټوله پړه دافغانستان په جغرافيه کي ده . او داډول زهرجني افسانې ئې زموږپه غوږونو کي راپوکړي دي، چي دغه خاوره داسي قابليت لري، چي دهر چاتر سر ئې لاندي کړې، نو هغوی په بې اتفاقی اخته کېږي . زما منظور دهغي افسانې نه دی، چي وايي مقدوني سکندر په افغانستان کي دخپلو لښکرو دستونزو په هکله خپلي مور ته شکايت وکړ او دهغې نه ئې سلا مشوره وغوښته . نو هغې دده نه وغوښتل چي دافغانستان خاوره دې ته ورولېږي . کله چي دې داخاوره تر لاسه کړه، نو هغه ئې دشپې له خوا دخپلو نژدې سلاکارانو تر سرونو لاندي وپاشل . کله چي سهار دخبر اخستلو لپاره ورغله، ګوري چي هغوی ټولو يو بل سره وژلي دي . له دې نه وروسته هغې خپل زوی مقدوني سکندر ته وليکل، چي ټول علت په خاوره کي دی .

ددې افسانې نه دافغانستان ددښمنانو موخه داوه چي دافغانستان سره دافغانانو مينه په کرکه بدله کړي يعني اخر به افغانانو ته دامفکوره پيداسي، چي ياره داټوله بدمرغي او فساد په دې خاوره کي دی، نو ورکه دي سي داخاوره .

له بده مرغه ما دغه افسانه دداسي کسانونه هم اورېدلې ده، چي زه ئې دافغانستان سره په مينه لرلو او پوهه کي هيڅ شک نه لرم، خو دافغانستان دښمنانو داتبليغات دومره زموږ په غوږو کي را پو کړيدي، چي آن په دغه ډول ملي او نخبه کسانو ئې هم اغېز کړيدی . اوس نو لومړی پوښتنه داده، چي داڅنګه ممکنه ده، چي خاوره دي داسي قابليت ولري، چي دانسانانو ترمېنځ دي بې اتفاقي راولي ؟ ماتراوسه هيڅ ډول داسي څېړنه نه ده ليدلې، چي دا ثابته کړي، چي خاوره دانسانانو پر ذهن داډول اغېز کوي، چي هغوی دي بې اتفاقی ته ولمسوي او يانورډول ذهني بدلونونه دي ئې په مغزو کي راولي . هغه کسان چي دغه افسانه خپروي هم ددې لپاره هيڅ ډول علمي او څېړنيز ثبوت نه وړاندي کوي .دوی داډول تبليغات ځکه کوي، چي له يوې خوا دستونزي يوډول «حل؟؟؟» په ګوته کړي اوڅوک ئې دسم حل دموندلو لپاره فکر ونه کړي او داسي ښکاري چي تر يوې اندازې دې موخي ته رسېدلي هم وي . ځکه چي په داڅو پېړيو کي چا حتي ددغي ستري ستونزي دعلتونو دموندلو لپاره فکر هم ونه کړ.

اقليم، اوبه او هوا کولای سي دانسان پر اروايي قابليتونو اغېز وکړي، خو خاوره په هيڅ ډول نسي کولای دانسان پر ذهن او روح داډول ناوړه اغېزه وکړي .دافغانستان دښمنان ځکه داقليم، اوبو او هوا خبره نه کوي، چي دوی هم عيني اقليم، اوبه او هوا لري . بيانو پوښتنه پيداکېږي، چي پر دوی ولي دا اغېز نه لري؟ اوله بلي خوا که ووايي، چي دغه اقليم، اوبه او هوا دغه ډول اغېز لري، نو بيا خو به ددوی دهيواد دخلګو هم دخپل وطن سره مينه لږ سي اودوی داکارنه غواړي، ځکه نو يوازي دخاوري خبره کوي او داخاوره هم يوازی دافغانستان او دپښتونخوا په جغرافيه کي محدوده ګڼي . حيرانونکې خبره داده، چي څنګه کېدای سي ددغو جغرافيايي کرښو لږ ها خواته بيا بل ډول خاوره وي ؟ او تر ټولو خو حيرانونکې لاداده، چي موږ زياتره دناپوهی له مخي دخپلو دښمنانو تبليغات په خپله کوؤ . هغوی مو کله په ملي اتلانو پسې ناوړه پروپاګنډې په خوله کي راکي موږ هغه خورا په شرنګ تبليغوؤ او کله هم دوطن په هکله . بايد مسئله داسي مطرح سې، چي دبې اتفاقيو ريښې په څه کي دي؟ ولي يوازي موږ بې اتفاقه يو او ولي په نورو کي په دې کچه ورانونکې بې اتفاقي نسته ؟ آيا ددې بې اتفاقی علت په بې سوادی کي دی ؟ که داسی وي نو دنړۍ نور ډېر هيوادونه هم سته، چي تر موږ لا ډېر نالوستي دي، خو دبې اتفاقی کچه پکي دومره نده . ولي په نورو هيوادونو کي ګاونډيان په دغه کچه لاسوهني نسي کولای اونفوذ ئې تر دې بريده نه دی، چي دهغوی دموافقې نه پرته دسولي راتګ ناشونی دی .

دنړۍ نژدې ټول ملتونه دبهرني يرغل په وخت کي او ياهم دبهرنيانوسره دجګړې په وخت کي او دغه راز دخپل هيواد دغښتل کېدو او پراخېدوپه وخت کي سره يو موټی کېږي، خپل ټول اختلافونه يوې خواته اېږدي او دبهرني غليم په وړاندي په ګډه ديو واحد وجود په ډول درېږي . خو له بده مرغه موږ هم په عادي حالتونو کي، هم دبهرني يرغل په وخت کي او هم دخپل هيواد دپراخېدو او غښتلي کېدوپه وخت کي نه يوازي دخپلو مشرانو ملا نده تړلې، بلکي دهغه په وړاندي مو دهيواد په دننه کي ستونزي هم جوړي کړي دي، اوکله کله هغوی مجبوره سوي دي، خپل کار نيمګړی پرېږدي او خپله ټوله پاملرنه دکورنيو ستونزو حل ته وکړي .

هرکله چي به احمدشاه بابا دکوم بل هيواد دفتح کول په عزم حرکت وکړ، نو هدف ته درسېدو سره به دافغانستان په دننه کي په يوه اوبل ځای او هم په څو ښارونو کي بغاوتونه پيل سول او هغه به اړسو خپل کارونه نيمګړي پرېږدي او بيرته افغانستان ته راستون سي .

زه په دې باور يم، چي زموږ دټولو بدمرغيو، وروسته پاتي والي او تباهيو اصلي علت زموږ ترمېنځ بې اتفاقي ده . دا چي موږ ولي بې اتفاقه يو او زموږ دبې اتفاقی رېښې په څه کي دي او داڅه ډول له مېنځه وړل کېدای سي، پر دې به په راتلونکو برخوکي خبري وسي . خو زه دلته په لنډ ډول يوازي دبې افاقيو دځينو لاملونو يادونه کوم :

دبې اتفاقی تر ټولو لومړی عامل بې عدالتی بې انصافي او دنورو حقونه پايمالول دي . يعني کله چي حق،انصاف او عدالت تر پښولاندي سي نو دهغه چاچي حق ئې خوړل سوی او بې عدالتي ورسره سوې وي هغه دخپل حق داعادې لپاره راولاړېږي او مقابل لوری ئې دزور، ټګی برګی او دسيسو توطئو له لاري نه غواړي دهغه حقونه ورکړي نوداکار ددې لامل کېږي چي، ترمېنځ ئې ناندری، شخړي او بې اتفاقي رامېنځ ته سي .

کله چي يو څوک خپلي ګټي دنورو تر ګټو لوړي بولي او خپل ځان تر نورو لوړ او ښه ګڼي او نورو ته په سپکه سترګه ګوري نودا هم بې اتفاقي رامېنځ ته کوي .

کله چي يو څوک ګرم وي خو ځان نه ملامتوي، دا هم دبې اتفاقی سبب کېږي .

شک، بې باوري او بدګماني هم دبې اتفاقی يو دلويو علتونو څخه دی .

درواغ ويل او بې اعتمادي هم دبې اتفاقی يو بل لامل دی .

کله ځيني کسان دخپلو شخصي ګټوپه خاطر دخپل ملت او هيواد دغليمانو په لمسون او هڅونه داسي کارونه ترسره کوي، چي هغه په قصدي ډول دبې اتفاقی سبب ګرځي .

دبې اتفاقی په رامېنځ ته کولوکي په پورته ياد سوؤ علتونو کي يوشی مشترک دی او هغه خوخواهي ده، چي په راتلونکې برخه کي به ئې په اړه بحث وسي .

زه ډېر هيله من يم چي افغان روښانفکران ددې حياتي ستونزي دحل په هکله خپل نظريات دنورو افغانانو سره شريک کړي . کېدای سي دوی خپل نظريات ددغي ليکني دکره کتني، مخالفت يا تائيد او ښه کولو په موخه دبرېښنايي ويبپاڼو له لاري خپرې کړي او يا هم کولای سي زماسره ئې په شخصي ډول زما دايمېل له لاري او يا هم دټيلفون له لاري شريکي کړي اوزه ژمنه کوم، چي زه به هغه په راتلونکوليکنو کي په پام کي نيسم او که دکوم څه دسمېدو اړتيا وه، هغه به سموم . نوپه همدې موخي زه ددغه کار لپاره يو نوی ايمېل ادرس او زما دټيلفون نمره ددغي ليکني دهري برخي په وروستی کي ليکم، تر څو ددرنو لوستونکو غبرګونونه دايمېل اويا هم دټيلفون له لاري تر لاسه کړم .

دغه راز هغه دوستان چي زما پخوانی دايمېل ادرس لري،نو هغوی کولای سي دهغه ايمېل له لاري هم زما سره اړيکي ونيسي.

خو که چېري افغان روښانفکران ددغي حياتي ستونزي دحل په خاطر بې توپيره پاته سي، نو دا به ددې مانا ولري، چي موږ په دغه اوسني حالت خوښ يواو دهغه دسمولو لپاره نه يوازي کوښښ نه کوؤ، بلکي په هکله ئې فکر کول هم نه غواړو نو په دې صورت کي بيا موږ هيڅ کله دګيلې او شکايت حق هم نه لرو .
———————————————————————————————
دوهمه برخه

خودخواهي اودخودخواه انسان کرکټرونه:

ددغي ليکني په لومړی برخه کي دبې اتفاقی او دهغو فکټورنو په هکله په لنډ ډول خبري وسوې، چي بې اتفاقي رامېنځ ته کوي . خو ددې يادونه هم وسوه، چي دبې اتفاقی درامېنځ ته کولو په فکټورنو کي يو ګډ ټکی موجود وه او هغه عبارت دی دخودخواهی نه .

زه په دې برخه کی غواړم دبې اتفاقی په رامېنځ ته کولو کي دخودخواهی او دخودخواه انسان دکرکټرونودرول په هکله خبری وکړم ترڅودبې اتفاقی اصلي لامل په ښه ډول وپېژندل سي .

زه په دې باوريم، چي دبې اتفاقی اصلي لامل په ځان ځانۍ ( خودخواهۍ ) کي دی . ځان ځاني ددې سبب کېږي، چي حق او عدالت تلف سي او هغه بيا ددې سبب کېږي، چي اختلافونه ، لانجې او شخړي رامېنځ ته سي او دهغه چا چي حق ئې تلف سوی دی، که کمزوری وي او ونه سي کړای خپل حق ترلاسه کړي، نو ځي ديوبل چانه مرسته لټوي . او زياتره دامرسته دداسي چانه تر لاسه کوي، چي نه يوازي دده ددښمن سره دښمني لري، بلکي دده دخلګو او هيواد سره هم دښمني لري . خو دغه سړی چي بې عدالتي ورسره سوېده دغچ اخستلو ( خودخواهۍ ) په اور کي داسي سوځي، چي دده دهيواد او خلګو ددښمنانو خصمانه پلانونه ته هيڅ پام نسي کولای .

زه به دلته دخودخواه انسانانو ځيني هغه خواص ، چي دبې اتفاقی سبب کېږي، بيان کړم :

خودخواه انسان هر څه ته دشخصي ګټي دزاويې نه ګوري او هيڅکله نه دنورو ګټي په نظر کي نيسي او نه هم دنورو ګټو ته احترام لري .دی دخپلو ډېرو وړو ګټوپه خاطر دنوروډېري ستري ګټي په خطر کي اچوي يعني دنوروستري او ملي ګټي تر خپلو وړو ګټو قربانوي . دخودخواه انسان لپاره دده شخصي ګټي ( آن که ناروا هم وي ) دنورو له روا او مشروع ګټو ډېري لوړي او محترمي دي .

– ټول خودخواه کسان ډېر درواغ وايي او په درواغ ويلو هيڅ شرمېږي هم نه . خودخواه انسان خپلو نامشروعو او آن کله هم خپلو مشروعو هدفونو ته درسېدو لپاره له درواغو نه ديوې وسيلې په توګه کار اخلي . درواغ ويل دانسان وجدان بيده کوي نو لکه څنګه چي خودخواه انسان ډېر درواغ وايي، ځکه ئې نووجدان بيده وي . دوجدان بيده انسانانو سره هيڅکله هم دهيواد،خلګو، يووالي او پرمختګ فکر نه وي .

– خودخواه انسان هيڅکله ځان نه ملامتوي . له همدې امله دی، چي دافغانستان په تېر څه باندي ديرش کلن ناورين کي، چي نژدې ۲،۵ مليونه افغانان ووژل سول، تراوسه يو ګرم هم ندی پېژندل سوی .

– خودخواه سړی ډېري باټي ولي او غواړي ځان د هغه څه نه لوړوښيي، کوم چي دی په اصل کي دی .

– خودخواه انسان دکمزوروخلګو په وړاندي بې اعتنا او ظالم وي، خو دزور ورو په وړاندي بيا دډېر پوستوالي او غوړه مالی نه کار اخلي او ددرناوي ډک چلند ورسره کوي .

– خودخواه انسان ډېر ډارن وي اودشرافت او انسانيت هيڅ پروانه لري خو دزور نه ډارېږي .

– خودخواه انسان صبر او حوصله نه لري . داسي يو څه ورته دمنلو وړنه وي ، چي په لېري راتلونکي کي حاصل ورکړي . هغه هر څه آني او همدا اوس غواړي او تر ټولو مهمه دا چي ګټه ئې شخصاً ده ته ورسېږي . که داسي ونه سي دی ورسره مخالف دی .

– خودخواه انسان دانتقاد او مخالفت په وړاندي زغم نه لري او هر هغه څوک چي پرده انتقاد کوي او يا ئې دنظر سره مخالفت کوي، نو هغه ته دده دشخصي مخالف او آن دښمن په سترګه ګوري .

-خودخواه خلګ ډېر په اسانی سره استعمالېدای سي .

– خودخواه انسان ډېر ژرلمسول کېږي . فقط يو څه دده خودخواهي ورخړوبه که او داپه غوږ کي ورکه، چي پلاني ستا« عزت؟ » ( خودخواهي ) ته ګواښ دی، نور ورته کښېنه او سيل ئې کوه . آن ته به ورته ووايې چي بس ئې دی، خو دی ئې نه پرېږدي .

– خودخواه انسان ډېر بدګمانه وي او هرڅه ته دشک په سترګه ګوري .

– که دخودخواه سړي خودخواهي ته ( چي دوی ئې غرور اويا غيرت بولي ) ضرر ورسېږي، نو چمتو دی چي هر څه وران کړي . کله کله په دې برخه کي دومره مخ ته ځي، چي آن خپل زوی، مور، پلار، ورور، ملګري، دوستان، ولس او هيواد هم دخپلي خودخواهۍ دتسکين لپاره قرباني کوي .

– خودخواه انسان ددې پر ځای چي دخپل حالت دښه کولو لپاره فکر وکړي ، ددې نه ډېر ځورېږي، چي ولي دده حريفانو، سيالانو او يادوستانو برياوي تر لاسه کړي دي او که ئې دوسه پوره سي دهغودپرمختګ په وړاندي دخنډ جوړولو لپاره کوښښ کوي او دهغونه دمخکي کېدو په خاطر حاضر وي دهر چا سره دهر څه په سرمعامله وکړي . که دا ئې هيواد وي، يائې خلګ وي، دوستان او ملګري او آن خپله کورنۍ ئې وي . دغه کار هم دبې اتفاقيو يو دلويو لاملونو او په ټوليز ډول دهيواد او هيوادوالو دپرمختګ دمخنيوي او سترو ويجاړيوسبب کېږي .

– خودخواه انسان کستناکی وي او ( کست ) دډېرو بدمرغيو مور ده .

– په کلنو به دخودخواه سړي پر رايه ولاړ سې، خوکه يو ځل هم دده په رايه ولاړ نسې نو هغه ټول څه چي دي کړې وه، هغه ټول په هيڅ کي حساب او ټول حساب دوروستي مخالفت له مخي درسره کېږي .

-دخودخواه سړي سره، چي مرسته او ښېګڼي وکړي، نو هغه ددې مرستي او ښېګڼي په مقابل کي نه يوازي منندوی نه وي، بلکي هغه دادځان حق او ستا مکلفيت ګڼي، چي بايد دده سره مرسته او ښېکڼي وکړې . که ئې کوم وخت دکوم دليل له مخي ودروې، نو هغه بيا سخت په قهر وي او آن خبره خوابد تيا او دښمنی ته رسوي .

– خودخواه سړی اُصولو، قوانينو او مقراراتو ته پابند نه وي . هرکله چي ئې هر څه دګټو اودخودخواهی سره په ټکر کي سي نو په ډېره اسانی پر هغو پښه ايږدي . خودخواه انسان دخپلو غوښتنو دپوره کولو ( خودخواهی دتسکين ) په خاطر حاضر دی هر ډول اُصول او ارزښتونه ترپښولاندي کړي .

– خواه انسان بې مسئوليته وي او هيڅ کله دخپلو کړونوپه اړوندځواب ويلو ته تيار نه وي .

– خوخواه انسان دوه مخی او آن څومخی وي .

– خودخواه انسان پر وعده وفا نه کوي او کله چي ئې خودخواهي وغواړي نوخپلي ټولي کړي ژمني تر پښولاندي کوي .

– خوخواه انسان داسي ګڼی، چي دی ډېرپوه اونور ټول ناپوهان دي او ورته دمنلو وړنه وي، چي دی په کوم شي نه پوهېږي او يا کوم بل څوک تر ده ښه پوهېږي . همدا علت به وي چي په ټلويزيونو کي زموږځيني «کارپوهان ؟؟؟» د هر څه په هکله تبصرې؟؟؟ او تحليلونه؟؟؟ کوي .

– خودخواه انسانان دغلطيو، تېروتنو، ګناهونو او آن دخيانت په خاطر هم بخښنه نه غواړي او داسي ګڼي چي دبخښني غوښتنه دده ګرمتيا ثابتوي، خو دی هيڅ کله دانسي منلای چي دی دي ګرم وي . ځکه نو په تېر ۳۵ کلن ناورين کي يو ګرم هم نه لرو.

– خودخواه انسان جوړونکی کرکټر نه بلکي ورانونکی کرکټر لري، يوازي نيوکي او تخريب کولای سي، خو دجوړېدولپاره هيڅ طرحه هم نه لري .

– خودخواه انسان پسميسټ ( بدبينه ) وي او هر څه ته دبدبينی دزاويې نه ګوري .

– خودخواه انسان دبل دتوهين، ټيټولو او سپکولونه خوند اخلي او خپله لوړتيا دبل په ټيټ تيا کي ويني .

– خودخواه انسان احساساتي وي او پر تعقل ئې هرکله احساسات غلبه کوي .

– خوخواه سړی لټ او ناکاره وي او غواړي هر څه په اسانی او وړيا تر لاسه کړي او بې له زحمت ګاللو نه شتمن سي . هرکله غواړي نور دده لپاره هرڅه وکړي .

– خودخواه انسان هرکله دخپلو ناکاميو او مصيبتونو پړه پرنورو وراچوي او هيڅکله په دغو ناکاميواو مصيبتونو کي خپله پړه نه مني ځکه نو موږ زياتره دخپلو بدمرغيو او ناخوالو په خاطر دملامتی ګوته زموږ ګاونډيانو او نورو لېري او نژدې هيوادونو ته نيسو او ټوله پړه پر هغوی وراچوؤ .

دلته زما منظور دانه دی، چي نژدې او لېري غليمانو زموږ دبدمرغی لپاره هڅي ندي کړي . زه هم دامنم چي هغوی دخپله ټوله وس نه کار اخستی دی ، چي موږ برباد کړي او آن ټوټه ټوټه موکړي او دنړی دجغرافيې نه دافغانستان په نوم هيواد، ليري کړي . خو غليم ، غليم دی . هرغليم دبل په مقابل کي دهر هغه څه نه کار اخلي، چي وس ئې وي . خو خبره داده، چي مقابل لوری بايد ددې موقع په لاس ورنه کړي، چي غليم ئې دغه ناولو موخو ته ورسېږي . زموږ غليمانو چي هرکله پرموږ مخامخ يرغل کړی دی، موږ خوله ماتونکی ځواب ورکړی، خوکله چي هغوی خپله دافغانانو پر لاس زموږ دبربادی پلان جوړکړی دی، نو بريالي سوي هم دي . بناً ستونزه په موږ کی ده، چي دشخصي ګټي په خاطر دهيواد د دښمنانو شوم پلانونه پلي کوؤ .

دحيرانتيا خبره داده، چي يوشمېر جاهل کسان دپاکستان داستخباراتو په ايشاروزموږ ښونځۍ تړي، روغتيايي مرکزونه مو له مېنځه وړي، شاګردان، ښونکي، ډاکټران، انجنران او نور متخصصين موپه بېلابېلو نومونوراوژني، دپارلماني او ولسمشری انتخاباتو په وخت کي مو خلګ رايي ورکولو ته نه پرېږدي، ياني دخپلو خلګو سره داسي دښمني کوي ، چي بېخ او ريښه ئې ورباسي، خو ځيني کسان چي لوړي زده کړي هم لري او ځانونه دپښتنو دحقونومدافعين هم ګڼي اود ډاکټر، استاد، انجنر او نوري علمي او تخصصي رتبې هم لري،خو دافغانانو ددغه ډول بربنډو دښمنانوڅخه دملي مقانومت او پښتنو په نوم دفاع کوي، آن دپخوانيو کيڼ لاسو سازمانونوځيني استازي هم دغه ډول افراطي مذهبي ډلو ته دملي مقاومت خطاب کوي . په دې کي دخودخواهی نه پرته بل هيڅ شی نه دی .

لکه څنګه چي مخکي يادونه وسوه، خودخواه انسان ته دده شخصي ګټي ( په دولت کي مقام ، چوکۍ او يا هم پيسې ) ډېري مهمي وي . نو کله چي دغو موخو ته ونه رسېږي نو هر هغه څوک او هر هغه څه چي په دغه لار کي ئې خنډ ګرځېدلي وي، دهغوی په وړاندي دهيڅ روا او ناروا کار نه مخ نه اړوي . آن که دداسي يو چا نه ملاتړ هم وي، چي هغه په څرګنده دافغانانو ددښمنانو لخوا کرايه سوي وي او دافغانانو دبربادی لپاره ئې مټی رانغښتي وي .

دپورته څرګندونو نه داجوته سوه، چي دبې اتفاقی اصلي ريښې په خودخواهي اودخودخواه انسان په کرکټر کي دي . نوتر څو چی مو خودخواهي له مېنځه نه وي وړې، دافغانانو تر مېنځ داتفاق راوستل ناشونې خبره ده .

په راتلونکو برخو کي به دې ته کنته وسي، چي څنګه کولای سو دخودخواهی مخه ونيسو؟ هيڅکله يو څوک دمور نه خود خواه نه پيداکېږي، بلکي دخودخواهۍ ريښه دماشوم توب نه دانسان په روزنه کي ده يعني که يوڅوک دماشومتوب نه سم ونه روزل سي نو ددې ډېرامکان سته، چي هغه دي خودخواه رالوی سي .

په راتلونکو برخو کي به دبې اتفاقی داصلي لامل ( خودخواهی ) پر علتونو او په ريښه کي دخودخواهی دله مېنځه وړلو په لارو چارواو ددغو چارو په وړاندي دپرتو ننګونو او ستونزو په هکله خبري وکړو .

زه په دې هم پوهېږم، چي کېدای سي ځيني کسان زما نه په شخصي ډول خپه هم سي . زما داليکنه هيڅ چا ته متوجې نه ده، بلکي زما اصلي هدف ددغي خطرناکه ټولنيزي ناروغی له مېنځه وړل دي . که خودخواهي دبې اتفاقی داصلي لامل په توګه له مېنځه يو نه سو، نوخودخواهي به موږ له مېنځه يوسي .

کېدای سي ځيني کسانو ته داپوښتنه پيداسي چي څنګه کولای سوپوه سو، چي زه او يا پلانۍ سړی خودخواه دی که نه ؟ نوددې لپاره کولای سو دوؤ اساسي ټکو ته پاملرنه وکړو. که چېري دغه کارونه مو کول نو ويلای سو، چي موږ خودخواه نه يو:

۱-کله چي موږ ديوکار دکولو په وخت کي دنورو ګټي په نظر کي نيسو او داپوښتنه دځان نه کوؤ، چي زما دغه کار خو به بل چا يا نورو خلګو او يا هم زماهيواد ته زيان نه رسوي ؟ او دمثبت ځواب په صورت کي، که څه هم موږ ته ئې ګټه رسېږي، دهغه کار نه تېرسو. نو پدې صورت کي موږ په جرئت سره ويلای سو، چي موږ خودخواه نه يو .

۲-که چېري کوم وخت په کوم چا ګرم واوسو او خپل وجدان قاضي کړو، او ورسو هغه سړي ته ووايوچي زه ملامت يم او ما وبخښه . نو په دې صورت کي هم موږ په بشپړ ډاډ سره ويلای سو، چي زه خودخواه نه يم ځکه خودخواه سړی هيڅکله دچا نه بخښنه نه غواړي . خو دلته ددې خبري يادونه اړينه ګڼم، چي دغه دملامتی منل او دبخښني غوښتل بايد دزړه له کومي وي او دبل کوم هدف په خاطر نه وي .

دغه راز که دخودخواهی دپورته يادو سوؤ نوروکرکټرونو څخه هم په بشپړه توګه ځانونه خلاص کړو، نو ويلای سو، چي دخودخواهی نه موځانونه په بشپړه توګه خلاص کړي دي .

خو ددې لپاره چي داسي ټولنه رامېنځ ته کړو، چي خلګ ئې دخودخواهی دپورته يادو سوؤ کرکټرونو نه خلاص وي، ديو شمېر جدي اقداماتو تر سره کول پکار دي، چي په راتلونکو برخو کي به وڅېړل سي .

—————————————————————————————-دريمه برخه :

دخودخواهی عوامل او دماشومانو روزنه:

په تېرو برخو کي پر بې اتفاقی ، دنفاق پر فکټورونو، خودخوهی او دخواه کسانو پر کرکټرونو خبري وسوې، چي په پايله کي ئې داجوته سوه، چي دبې اتفاقی تر ټولو اساسي عامل خودخواهي ده . نوکله چي دټولني په روښانفکرقشر او نخبه ګانو کي خودخواهي خپل اوج ته رسېدلي وي،داناشونې ده،چي په دغه ټولنه او هيواد کي اتفاق او يووالی رامېنځ ته سي . ځکه نو ددې لپاره چي دټولني دخلګو ترمېنځ اتفاق او يووالی راسي، نو اړينه ده، چي تر هرڅه نه لومړی خودخواهي له ځانه ليري کړو . لکه څنګه چي مخکي يادونه وسوه، چي بې اتفاقي په نصيحت کولو او شعار ورکولو دمېنځه نه ځي ، همداسي خودخواهي هم نسي کېدای په نصيحت کولو او شعاروورکولو له مېنځه ولاړه سي . خودخواهي اروايي بنسټ لري اوتر څوچي دماشومتوب نه پاملرنه ورته ونسي، په لوی والي کي ئې سمونه ناشونی کار دی .

له علمي څېړنو نه ښکاري، چي انسانان هيڅکله دمور نه خودخواه، جګړه مار او خشن نه پيداکېږي، بلکي دا هغه چاپېريال دی چي کولای سي يوانسان سم او سالم وروزي اويا ئې هم خودخواه، خشن او جګړه مار کړي . لکه څنګه چي مخکي ئې هم يادونه وسوه، ځيني کسان زموږ دبې اتفاقی او خشونت عامل په جنټيک فکټور کي ويني، خو زه تر ډېره ددې نظر سره موافق نه يم . که څه هم زه دانسان دشخصيت جنټيک اړخ تر يوه بريده منم خو دانسان جنټيک رول کېدای سي په سلو کي يو وبولو او ۹۹ سلنه رول ديوه ماشوم دچاپېريال دخلګو دی او څه ډول چي وروزل سي همهغه ډول به لويېږي . ددې خبري دساده ثبوت لپاره زه غواړم ددې خبري يادونه وکړم، چي دهمدې افغانانو بچيان په لوېديځو هيوادونو کي جګړه مار او خشن نه رالويېږي . نو که دادجنټيک خبره وای، بياخونو په لويديځو هيوادونو کي هم ددوی جنين نه دی بدل سوی، بلکي يوازنی شی چي بدل سوی دی، هغه چاپېريال دی، چي دی ئې دخشونت اوجګړه ماری نه راګرځولی دی . ځکه نوديوچاپه شخصيت کي جنين ډېر کوچنی اودروزني او لوييدو محيط ډېر ستر او ټاکونکی رول لري .

ماشومان دلومړي ماشومتوب نه دښونځۍ تر تللو پوري له هرچانه زياتي اړيکي دمور سره لري، ځکه نو دماشوم په روزنه کي دمور رول تر پلار ډېر دی .

دماشومانو دسمي روزني لپاره تر هرڅه لومړی دا اړينه ده، چی مېرمني پوهي او دهرډول ذهني ناروغی نه خلاصي واو سي . کله چي مېندي پوهي نه وي او پر هغوی باندي دخشونت او فشارونو په پايله کي هغوی په بېلابېلوذهني او اروايي ناروغيو اخته وي، داشونې نده، چي هغوی دي وکړای سي خپل ماشومان سم وروزي .ځکه نو که غواړو، چي ماشومان مو سم وروزل سي، تر هر څه نه مخکي اړينه ده، چي دښځوپه وړاندي هرډول خشونت او تاوتريخوالی ودرول سي . تر خشونت او اروايي فشار لاندي مور نسي کولای خپل ماشومان سم وروزي .

اوس به راسو هغو عواملو ته چي ماشومان خودخواه، جګړه مار، بې جرئته، ډارن او پرځان بې باوره لويوي او وروسته به بيا دسمي روزني پر لارچارو په لنډ ډول خبري وکړو .خوزه ددې خبری يادول اړين ګڼم چي دغه ليکنه دماشوم دسمي روزني په هکله نه، بلکي دماشوم ناسمه روزنه دخودخواهی، جګړه ماری اوپه نهايي تحليل کي دبې اتفاقی داصلي لامل په توګه څېړل کېږي . يعني اصلي هدف دافغانانو تر مېنځ داتفاق رامېنځ ته کول دي او دغه هدف ته، دماشومانو دسمي روزني په وسيله دخودخواهی دله مېنځه وړلو له لاري، رسېدلای سو .

زمادڅېړنو له مخي دخودخواهی ريښې دماشومانو په ناسمه روزنه کي دی . له بده مرغه زموږ ډېری مېندي او پلرونه دماشومانو په سمه روزنه نه پوهېږي او دماشومانو سره ددوی چلند ددې سبب کېږي، چي هغه خود خواه، خشن او جګړه مار اويا هم بې جرئته اوډارن رالوی سي .

دخودخواهی تر ټولو لوی عامل له حده زياد افراطي ناز دی . زياتره مېندي او پلرونه داسي انګېري چي دوی دخپلو اولادونو سره ډېره مينه لري، ځکه نو ډېرناز ورکوي، روا او ناروا غوښتني ئې مني او هيڅ ډول مقرارتو ته ئې نه پابندوي . دوی داسي ګڼي، چي خير دی کوچنی دی، چي لوی سي بيا سمېږي . خوداډېر ناسم پوهاوی دی . هغه عادتونه چي په ماشومتوب کي ئې يوڅوک واخلي نو هغه به په ټول عمر کي ورسره ملګري وي . زما څېړنو او شننو دا ښودلې ده، چي زياتره خودخواه کسان په خپلو نيمګړتياوؤ او غلطيو پوهېږي، خو نسي کولای ځان اصلاح کړي . داځکه چي په کوچني والي کي ئې په روزنه کی سهوه سوېده . دماشومانو ارواپوهان ووايي چي ديوکس شخصيت په دوه-درې کلنی کي جوړېږي او وروسته بيا وده کوي او بشپړېږي . ځيني کسان په لوی والي کي دخپلو عادتونو اوکرکټر په ناسموالي پوهېږي، خو نسي کولای چي سم ئې کړي . ځکه نو ډېره پاملرنه بايددې ته وسي، چي په ماشومتوب کي يو کوچني ته داسي عادتونه ورزده او داسي روزنه ورکړل سي، چي په ټوله ژوند کي ورته خنډ نه بلکي مرستندويه واوسي .

کله چي يو کوچنی يو شی وغواړي او يا يوه بله غوښتنه ولري، نو دمور او پلارلخوا د رد ځواب ترلاسه کړي . خوکله چي کوچنی ژړا او خشونت پيل کړي، نو مېندي او پلرونه بيا سمدلاسه د کوچني غوښتنه ومني او هغه څه وکړي، چي کوچنی ئې غواړي . دادماشوم په روزنه کي يو د ډېرو ناوړه کارونو نه دی . دغه ډول چلند ماشوم ته داپيغام ورکوي، چي که ته يوه غوښتنه په سمه توګه مطرح کړې،نو ته هيڅ نه ترلاسه کوې او که خشونت وکړې نو هرڅه به تر لاسه کړې . دغه ډول چلند خپل ماشوم ته دزهرو ورکول دي، چي ټول عمر به ئې حلق په تريخ وي .

مېندي او پلرونه دي دماشوم دغوښتني په وخت کي دافکر وکړي، چي دده غوښتنه سمه ده او که نه؟ که چېري غوښتنه ئې سمه وي او کېدای سي مثبت ځواب ورته وويل سي، نو هغه بايد سمدلاسه ومنل سي . خوکه چېري غوښتنه ئې سمه نه وي او نسي عملي کېدای، نو ماشوم ته دي دخبرو له لاري توضېح سي، چي دا غوښتنه سمه نده او يا ئې موږ دعملي کولو وس نه لرو . خو که دپوره توضيحاتو سره سره بيا هم ماشوم غوښتل دژړا او خشونت له لاري، هغه ترلاسه کړي، نو په مقابل کي ئې بايد مقاومت وسي او په هيڅ ډول بايد هغه ونه منل سي . په لومړي سرکي کېدای سي داکار ستونزمن وي او ډېرو هڅو اوزيار ته اړتيا ولري، خو په راتلونکي کي به بيا ډېري استانتياوي رامېنځ ته کړي .

ډېر ناز دخپل ماشوم سره دښمني ده . هيڅ يو ډېر نازولی شخص نسئ موندلای، چي هغه دي سترکارونه ترسره کړي وي، بلکي ټولو هغوکسانو، چي سترکارونه ئې ترسره کړيدي، ډېر زيار او زحمت ئې ګاللی دی . نو که موږ غواړو، چي ماشومان مو په راتلونکي کي دخپل ځان او هيوادلپاره ستر کارونه تر سره کړي، بايدهغوی زحمت کښ وروزو .

دغه رازدماشومانو وهل ټکول، پرماشومانو چيغي وهل او سترګې راايستل دماشوم پر شخصيت ډېره ناوړه اغېزه کوي . له بده مرغه زموږ په ټولنه کي ماشوم ته په هېڅ حيثيت ندي قايله او نه هم څوک کله په دې هکله فکر کوي، چي دماشوم سره بايدڅه ډول چلند وکړو، چي په راتلونکي کي دده شخصيت ته زيان ونه رسېږي . تقريباً هيڅ څوک دماشومانو دحقونو ددفاع خبره نه کوي او نه هم ما تر اوسه اورېدلي دي، چي دماشومانو دحقونو د دفاع په اړوند دي کوم قانون تصويب سوی وي . لنډه داچي دماشومانو حقونه هرځای تر پښولاندي کېږي .

زموږ دماشومانو سره په کوچني والي کي په کورکي دمور، پلاراو نورو مشرانو لخوا، خشونت کېږي وروسته چي بيا مسجد ته ولاړ سي نو هلته بيا دملا لخواوهل ټکول کېږي او کله چي ښونځۍ ته ولاړسي نو دښونکي، سر ښونکي او آن دچپراسي او دټولګۍ دکپتان لخوا خشونت ورسره کېږي او توهينېږي .

کله چي يوماشوم په دغه ډول محيط کي رالوی سي، چي دهري خوا، هر چا او په هرځای کي خشونت ورسره سوی وي،نو آيا داشونې ده، چي دهغه څخه دخشونت نه پرته دبل څه تمه او توقع وسي ؟ هيڅکله نه . هغه چا چي دده سره خشونت کړی دی، دهغه سره هم په ماشوم توب کي خشونت سوی دی او دغه لړی داڅو پېړی همدا سي روانه ده .

دغه متل چي وايي «چي ډب نه وي ادب نه وي» ما په بل هيڅ هيواد کي نه دی اورېدلی . ددې مانا داده، چي موږ خشونت ته رسميت ورکړی دی اودامتل ډېر غلط دی، چي په راتلونکي کي ئې دکارولو مخه ونيول سي . په پرمخ تللو هيوادونو کي آن حيواناتو ته هم څوک ډب نه ورکوي او داهم جرم ګڼل کېږي .

يوه بله ستونزه، چي د افغانستان په کورنيوکي شتون لري، هغه دماشومانو سره دمېندو لخوايوډول او دپلرونو لخوا بل ډول چلند کېږي .

زياتره پلرونه دکوچنيانو سره په افراطي ډول دزور زياتي او خشونت نه ډک چلند کوي . خوزموږ دټولني دناوړه دودونو له مخي مور نسي کولای پلار ته ووايي چي دامه کوه اويا داښه ندی، بلکي يوازي يو څه چي کولای سي هغه داده، چي دپلار په نه موجوديت کي دپلار دظلم اوخشونت په جبران کي دغه ماشوم ته دومره ډېر افراطي نازورکوي، چي هغه بالکل خودخواه کړي . وګوری دغه ډول د افراطي خشونت اود افراطي ناز بد ترکيب دماشوم نه له يوې خوا دوه ګونی شخصيت ( مهربانه او ظالم ) جوړوي او له بلي خوادغه کوچنی خودخواه او عقده يي کوي .

تاسي وګوری آيا دانسان لپاره دشخصيت بله بده بڼه وجود لرلای سي، چي يو څوک دي په عين وخت کي دوه ګونی شخصيت ولري اوله بلي خواخودخواه او عقده يي واوسي ؟ آياددغه ډول انسان نه اصلاً دمنفي کارونو پرته دبل څه توقع کېدای سي او ياددغه ډول انسان نه داتفاق دلرلو غوښتنه کېدای سي ؟ هيڅکله نه !

دکوچني په روزنه کي داډېره مهمه ده، چي ماشوم بايد فکرکونکی، باجرئته، زړه ور، او مؤدبه لوی سي . ددې لپاره اړينه ده، چي دماشوم سره هيڅ ډول خشونت ونه سي . يعني هر هغه څه چي ماشوم بې جرئته اوډارن کوي، هغه کار بايد ونه سي . هر مور اوپلار کله چي پر خپل ماشوم لاس پورته کوي او يا چغي پر وهي بايد له ځانه سره داووايي، چي دی او يا دا دافغانستان پر راتلونکي ولسمشر، وزير، سياسي مشر اويا هم بل لوی شخصيت لاس پورته کوي او چيغي پر وهي . خو دده او يا ددې وهل او اوازباندي پورته کول په دغه ماشوم کي دغه قابليتونه وژني . نو له دې نه وروسته زه هيله من يم چي قهر به يې سړېږي او دخپل ماشوم سره به ددرناوي او مهربانۍ له مخي چلند کوي .

کوچني ته بايد يوازي هغه وخت جزا ورکړل سي، چي دخبرو او زغم ټول ميټودونه نور کار ورنه کړي . خوماشوم ته سزاورکول دوهلو ټکولو، چيغي وهلواو يا هم سترګو راايستلو له لاري نبايد وسي، بلکي په يوه کونج کي درول او يا هم دبل کوم امتياز نه په مؤقتي توګه بې برخي کول، وي .

ماشوم بايدباډسپلينه وروزل سي . کوچنی بايد په دې پوه وي، چي په کورنۍ، ښونځۍ، کوڅه ، بازار او ټولنه کي قوانين او مقررات سته، چي بايددده، دکورنۍ او ټولني دنورو غړولخوا مراعت سي . خوددې کارلپاره اړينه داده، چي دکورنۍ مشران اونور غړي هم دکورنۍ اوټولني مقررات او قوانين مراعت کړي . که دکورنۍ مشران اونورغړي موجود مقررات اوقوانين نه مراعتوي، نودکوچني څخه هم دهغو دمراعتولو تمه او غوښتنه نسي کېدای . زموږ دهيواد والو يو دلويو ستونزو نه داده ، چي موږ افغانان قانون منونکي نه يو او څومره چي مو زړه غواړي هغومره قانون ماتوؤ . ځکه نو ماشومانوته بايدله همهغه کوچنيوالي نه داورزده سي، چي دقانون نه پيروي وکړي، تر څو وروسته په ټولنه کي هم يو قانون منونکی او قانون پلی کونکی انسان واوسي .

ماشوم بايد بامسؤليته رالوی سي . کوچنی بايد په دې پوه سي، چي دی دخپلوکړووړو ځواب ويونکی دی . که ئې تېروتنه وکړه نو تاوان به ئې ورکوي اوکه ئې ښه کاروکړ نو ګټه به ورته رسېږي . دتېروتني په صورت کي بايد تاوان په ورين تندي ومني او په راتلونکي کي دهغه نه عبرت واخلي .

يعني ماشوم ته بايد مينه ورکړل سي خو ناز نه . دماشوم سره بايد جدي چلند وسي خو خشونت نه . ماشوم که مينه نه وي لېدلې نو چي لوی سي ډېر خشن، عقده يي، بې رحمه او په نورو اروايي ناروغيو اخته انسان وي . که دماشوم سره دجديت نه کار وانه خستل سي نو بې ډسپلينه، بې بندوباره، بې مسئوليته، داُصولو او مقرراتو بې پروا رالوييږي، چي دادواړه حالته ډېر بد دي .

دماشوم سره بايددهغه دروحيې مطابق دلويانو په شان په درناوي خبري وسي . داکار په کوچني کي پر ځان ويسا زياتوي .

دماشوم سره دي په ډېر زغم او حوصلې ډېري خبري وسي او هغه ته دي ديوه کار دګټو او زيانونو په اړوند ډېر مالومات ورکړل سي .

دکوچني سره ډېري خبري کول ماشوم فکر کولو ته هڅوي او برعکس قوماندې او پر کوچني چيغي وهل او سترګي رايستل، هغه په داسي يو انسان بدلوي، چي بايد هرکله له کومي خوانه امر ورته وسي او دی ئې عملي کړي . خشونت او چيغي وهل دکوچني څخه د مستقل فکرکولو قابليت اخلي او هغه دګاډۍ دآس غوندي په يوموجودبدلوي، چي قيضه ئې بايد هرکله دبل په لاس کي وي .

کوچنی پرېښودل سي، چي خپلي ستونزي خپله حل کړي . موراو پلار او يانورلويان دي دکوچني سره هغه وخت مرسته وکړي، چي په دې پوه سي چي ماشوم په پوره اندازه کوښښ اوفکرکړی دی، نوپه دې صورت کي دي يوازي دستونزي دهواری د لارو چارو په موندلو کي مشوره او مرسته وکړي، خو ستونزه بايدماشوم پخپله هواره کړي . موږبايد ډېر کوښښ وکړو، چي دماشوم دپوښتني په مقابل کي داپوښتنه دهغه نه وکړو، چي ته څه فکر کوې په دې هکله ؟ ولي داسي ګڼې ؟ که داسي وي نو به څنګه وي ؟ او دې ته ورته نوري پوښتني . يعني منظور دادی، چي موږبايد ماشومانو ته په خوله کي تياره ګوله ورنکړو، بلکي هغه دې ته وهڅوؤ چي خپله ئې دتر لاسه کولو په هکله فکر وکړي .

ماشوم لومړی خشونت دحيوانانو او مارغانو دځورلو نه پيل کوي او خپلي لومړنۍ تجربې دهمدې ځای نه ترلاسه کوي . وروسته ئې بيانو انسانانو ته راوړي . لويان بايدماشوم ته دمارغانو او حيوانانو سره مينه اوزړسوی ورزده کړي او دا وروښودل سي، چي مارغان او حيوانان خو بې وسه دي او موږ نبايد دبې وسانو په وړاندي دزور او خشونت نه کارواخلو، بلکي دهغوی سره بايدمينه وکړو .

ماشوم بايد داسي وروزل سي، چي هروخت په مستقل ډول دځان او دخپلو حقونو نه دفاع وکړای سي او هيڅکله پر نورو دتېري کولو نيت ونه لري .

کوچنيان بايدد ماشومتوب نه دعدالت او حق غوښتني او دنورو حقونو ته د درناوي په روحيه و روزل سي .

ماشوم ته بايد دا ورزده سي چي خپل هدف ته درسېدو لپاره څه ډول پرله پسې سوله ايزي هلي ځلي وکړي تر څو چي خپل هدف ئې تر لاسه کړی نه وي ، خپلي هلي ځلي بايد ونه دروي .

پرکوچني بايد باور وسي او هغه بايد هيڅکله داسي احساس ونه کړي چي دده پر خبرواو يا کړو ئې مور، پلار او نور خپلوان باورنه لري . داله يوې خواپرځان دماشوم ويسا زياتوي اوله بله خواخپله ماشوم هم چي لوی سي پرنورودبدګمانيو نه راګرځوي .

ماشوم ته بايد داورزده سي، چي دغلطی ، خطا او تېروتني په صورت کي بايد بخښنه وغواړي او که نورتېروتنه او غلطي وکړي او بخښنه وغواړي هم بايد وبخښل سي . دبخښني غوښتلو کلتور بايد رامېنځ ته سي .

مېندي او پلرونه بايد ماشومانو ته داورزده کړي، چي اختلافونه، ستونزي او لانجې څه ډول دخشونت نه پرته هواري کړي يعني دوی وپوهول سي چي سوله ايز حل تر ټولو ښه لار ده .

ماشوم ته بايد داورزده سي،چي ددې وړتيا پيداکړي، چي خپل احساسات په لاس کي واخلي اومعقول تصميم ونيولای سي .

لويان بايد اجازه ورکړي چي ماشومان پر هغوی انتقاد وکړي .

-ماشومانو ته بايددرواغ ونه ويل سي، دماشومانو مخ ته بايددرواغ ونه ويل سي او په ماشومانو بايددرواغ ونه ويل سي .

کېدای سي ځيني کسان دا واويي، چي داناشونې ده ، چي ټول افغانان دي خپل ماشومان سم وروزي، ځکه چي تر اوسه دټولني ډېره برخه خلګ نالوستي دي، نوهغوی به څنګه وکړای سي چي خپل کوچنيان پر معاصرو معيارونو سم وروزي . زما منظور هم دانه دی، چي په سلو کي سل افغانان داډول وروزل سي، بلکي زما منظور دادی، چي په هيواد کي سالم نخبه ګان ( ايليټ ) ولرو . دنړی نژدې په ټولو هيوادونو کي دهيوادسياسي، اقتصادي، کلتوري او نوري مهمي چاري داړوند هيواد دسياسي، اقتصادي، کلتوري او نوروبرخو د نخبه ګانو لخوا پرمخ وړل کېږي، چي شمېر ئې دڅولسوزرو کسانو په شااوخوا کي وي . په لومړي ګام کي که موږ وکړای سو څو لس زره سم روزل سوي کسان (نخبه ګان )، چي دهيواد چاري په سمه پرمخ بوزي، وروزو، دا به لويه لاسته رواړنه وي . وروسته به بياورو ورو ددې شمېرې پر ډېرېدو فکر کوؤ .

کوچنيان بايد دماشوم توب نه دوطنپالني په روحيه و روزل سي او ددې کارلپاره په زړه پوري کيسې او نکلونه چاپ او هم د الکترونيکي رسنيو له لاري ورته خپرې سي .

زما په آند که د عبدالعزيز لخوا دميرويس نيکه دوژلو کيسه په هر کور، جومات او ښونځۍ کي ټولو ماشومانو ته کېدلای او دماشوم توب نه داروحيه ورکول کېدای، چي دداسي خاين سړي، چي خپل ورور ئې دپرديو په لمسون وواژه او ټولو پښتنو ته ئې نه بخښونکی خيانت وکړ، پای ئې داوي چي خپله هم دخاين په توګه وژل کېږي او په تاريخ کي ئې نوم ديوه خاين په توګه ثبتېږي . نو دې کار به دماشومانو پر سمه او دوطنپالني په روحيه روزنه ډېره ښه اغېزه کړې وای .

خو زه پوهېږم، چي نه يوازي ماشومانو ته دهغوی دسمي روزني په موخه داکيسې نه کېږي، بلکي اکثريت لويان هم ندي په خبر . په تأسف سره بايد ووايم، چي اصلاً دميرويس نيکه غوندي د نابغه شخصيت دژوند او کارنامو په هکله دافغان څېړونکو لخوا فقط دوه درې واړه کتابونه ليکل سويدي .

موږدغه ډول ډېري نوري دخدمتونو او خيانتونو کيسې لرو، چي لومړی بايد ټول لويان پرې وپوهول او خبر سي او بيا ماشومانو ته دښه روزني او وطنپالني په موخه دزړه راکښونکو کيسو، کارتوني فلمونو، ډرامو او نورو وسايلو په بڼه وړاندي سي . دنړی ټول ملتونه دغه ډول کيسې، اتلان او خاينين لري او هر يو ئې دماشومتوب نه په خبر وي اوپه دې پوهېږي، چي وطن ته خدمت کول څومره لوی وياړ او خيانت کول څومره لوی عار دی . ځکه نو ماشومان ئې ډېر وطنپال لوييږي او هيڅکله تر هيڅ ډول شرايطو لاندي وطن او ملي ګټو ته خيانت نه کوي .

دا چي زموږ اکثريت خلګ بې سواده دي، نو ددغه ډول ملي ارزښتونو نه دخلګو ( لويانو او ماشومانو ) دخبرولو په موخه بايد ډېري زړه را کښونکي راډيويي او ټلويوزيوني خپروني جوړي سي، ترڅو ټول ملت خپل ملي اتلان ، نه بخښونکي خاينين او ملي ارزښتونه او ملي ګټی وپېژني .

دافغانانو يوه دډېرو لويه کمزورتياوؤ نه داده، چي په موږ کی د کتاب پېرلو اوکتاب لوستلوعادت نسته او داددې سبب سوی دی، چي دکتاب ليکلو او کتاب ژباړلوچاري هم زيانمني سي . ځکه نو دکوچنيانوسره بايددهمهغه لومړي ماشومتوب نه کتاب ولوستل سي او ماشوم دکتاب لوستلو په ارزښت پوه سي، تر څو دکتاب لوستلو سره عادت سي . خوددې لپاره چي ماشومان کتاب لوستلو ته وهڅوؤ اړينه ده، چي لويان ( مور، پلار او نور ) هم کتاب ولولو . ځکه ماشومان هغه کار ته ډېره لوالتيا ښيي، چي مور او پلار ئې کوي .

دماشومانو دشمېر زياتوالی هم دماشومانو سمه روزنه دستونزو سره مخامخ کړېده . داځکه چي دډېروماشومانو په موجوديت کي دهغوټولو سمي روزني ته پوره پاملرنه ستونزمه اوآن ناشونې ده . ډېری کسان داسي ګڼي، چي هرڅومره ډېرماشومان چي پيداکولای سې، نو پيداکوه ئې . ځکه چي زور ئې مځکه وړي او روزي خدای ورکوي . ددخبري مانا داده، چي مور او پلار دخپلوماشومانو په اړوند هيڅ مسؤليت نه لري . ددوی کاريوازي دادی، چي پيدا ئې کړي . سمه روزنه او پالنه خو څه کوي ، آن دهغوی دمړولو نه ئې هم ځانونه خلاص کړي دي . آيا په دغه روحيه شوني ده، چي ماشومان دي سم وروزل سي ؟

تر هرڅه نه مهمه داده، چي هرمور اوپلار نه يوازي دخپلو کوچنيانو په وړاندي دامسئوليت اودنده لري، چي روزي اوکالي ورته برابر کړي، بلکي دامکلفيت هم لري، چي خپل ماشوم داسي سم وروزي، چي ټولني ته پرابلم نه بلکي دچوپړکولو وړتيا، هيله او اراده ئې ولري .

زه غواړم دا هم ووايم، چي خودخواهي ديو چا ګناه نه بلکي دهغه کس بدمرغي ده او مسؤليت ئې دخودخواه کس دمور او پلار او نوروهغوکسانو دی، چي په ماشومتوب کي ئې دده په روزنه کي لوی يا کوچنی رول لرلی دی . او نه هم بايد هيڅکله خودخواه ته دمجرم په سترګه وکتل سي . خودخواهي دناسمي روزني پايله ده او خودخواه انسان ئې قرباني دی . خو ددې خبري مانا داهم نده، چي موږ بايد خودخواه انسان ډېر ونازوؤ او ډېر زړه سوی پرې وکړو، چي دناسمي تربيې قرباني دی ، بلکي هم خودخواه انسان او هم ئې چاپېريال بايد تر ممکنه بريده دهغه په سمولو او ښه کولو کي هڅي او کوښښ وکړي . خوتر ټولو ډېره پاملرنه بايد دې ته سي، چي ددغه ډول کسانو ماشومان خود خواه را لوی نسي . ددې خطر بېخي ډېر ( ۹۹ سلنه ) دی، چي دخودخواه انسان اولادونه هم خودخواه رالوی سي . ټوله هڅه بايد ددې لپاره وسي، چي راتلونکي نسلونه سم وروزل سي او خودخواهي زموږ له ټولني نه ورکه سي .

اوس چي موداوڅېړل چي زموږ دټولو بدمرغيواصلي لامل بې اتفاقي ده او بې اتفاقي موهم دخودخواهی له امله ده . خودخواه ځکه يو چي په ماشوم توب کی مو دکوچنيانو سمي روزني ته سمه پاملرنه نده کړې . په راتلونکې برخه کي به پردې خبري وکړو، چي دماشومانو دسمي روزني لپاره بايد څه وسي او ددغي ستونزي دحل کومي لاري او سټراټېژی ته اړتيا ده .

خوبايد وويل سي چي دماشومانو دروزني په اړوند دافغانانو د ذهنيت بدلول اسانه کار نه دی . دماشومانوپه سمه روزنه دخلګو پوهونه او هغوی په دې معتقدول چي بايد ماشومان سم و روزي، يعني دماشومانوسره خشونت ونه کړي، افراطي ناز ورنه کړي، ماشوم دخپل حق ترلاسه کونکی وروزي ، درواغ ونه وايي اونور هغه نيمګړتيا وي، چي مخکي ئې يادونه وسوه .

ځيني کسان کېدای سي په دې پوه سي، چي دماشوم سره بايد خشونت ونه سي او يا ډېر ناز ورنه کړل سي، خو دا ئې په واک کي نه وي،چي خشونت ودروي او يا ډېر نازورکول بند کړي . ددې کار لپاره ډېر کار او هڅوته اړتياده، چي يو څوک په ځان کي دغه وس او واک پيداکړي، چي نورخشونت ونه کړي او ياماشوم ته افراطي ناز ورنکړي .

دا ډېره سخته او آن ناشونې ده، چي موږ داوسني نسل ( خصوصاً دپاخه او ډېرعمر خلګو ) په کرکټر کي ډېرلوی بدلون راولو. ددغه عمر کسان زياتره په خپلو نيمګړتياوؤ پوهېږي، خودسمولو وس او واک ئې نه لري . ددې ليکني نه زما اصلي موخه داده، چي ځوانان دماشومانو په سمه روزنه وپوهول سي، تر څو هغوی وکړای سي راتلونکي نسلونه سم وروزي . خو دپاخه عمر لرونکو او سپين ږيرو خلګو ته قناعت ورکړل سي، چي دماشومانو سمه روزنه نه يوازي دماشومانو دراتلونکي لپاره ډېره ګټوره ده، بلکي مېندي، پلرونه، نيکه ګان او اناګاني به هم دسم روزل سوؤ ماشومانو نه ډېر په ارامه وی او هيواد به ئې ارام، سوکاله او پرمخ تللي وي .

څلرمه برخه:

دحل لاري :

په تېرو برخو کي په لنډ ډول زموږ دډېري ستري ستونزي په هکله او دناکاميو پر اصلي عامل يعني بې اتفاقي خبري وسوې، خودخواهي ته دبې اتفاقی داصلي عامل په توګه ايشاره وسوه او ددې يادونه هم وسوه، چي دخودخواهی ريښې دماشومتوب نه دکوچنيانو په نامه سمه روزنه کي دي او دناسمي روزني دځينو بېلګو يادونه هم په مختصر ډول وسوه .

کله چي اوس داخبره څرګنده سوه، چي زموږ دبې اتفاقی اصلي ريښه دماشومانو په ناسمه روزنه کي ده،نو په دې برخه کي زه غواړم ددغي ستونزي ( دماشومانو ناسمه روزنه )، چي دبې اتفاقی اصله ريښه هم دلته ده، دحل دلارو چارو او تدابيرو په هکله، په لنډ ډول رڼا واچوم .

ديوه هيوادرښتينې شتمني، دهغه هيواد تر مځکي لاندي طبعي زېرمي، ښکلی طبعت، ارزښتناکه جيو- سټراټېژيک موقعيت نه، بلکي دهغه هيواد خلګ دي . که يو هيواد هيڅ طبعي زېرمي، ښکلی طبعت او ډېر مهم جيوسټراټېژيک موقعيت هم ونه لري، خوپوه، هوښيار او سم روزل سوي اويوموټي خلګ ولري، نو هيواد به ئې په اقتصادي، کلتوري، سياسي اوټولنيز لحاظ ډېر غښتلی وي . لکه جاپان، المان، هالنډ، ډبۍ او نور ډېر هيوادونه . خو که ډېري طبعي زېرمي، ښکلی طبعت او ارزښتناکه جيوسټراټېژيک موقعيت هم ولري، خو خلګ ئې ناپوه، ناسم روزل سوي او بې اتفاقه وي، نو داطبعي زېرمي، ښکلی طبعت او مهم جيوسټراټېژيک موقعيت نه يوازي هيڅ ګټه نسي ورته رسولای،بلکي هغه دوی ته دډېرو ستونزو، جګړواو ورانيو لامل هم کېږي . چي تر ټول ښه بېلګه ئې افغانستان، نايجريا اويوشمېر نور هيوادونه دي .

ځکه نو ديو هيواد ترټولو ستره شتمني دهغه هيواد سم روزل سوي، پوه او يو موټي خلګ دي او بايد تر بل هرڅه ډېره پانګونه دسمو انسانانو په روزنه کي وسي . سمه روزنه تر معارف هم ډېره مهمه ده .

پر انسانانو پانګه اچونه تر ټولو اغېزمنه او ګټوره پانګه اچونه ده، چي دبلي هيڅ برخي سره دپرتلې وړنه ده . چين، هند او جنوبي کوريا ۳۰— ۴۰ کاله مخکي په جدي ډول دښوني اوروزني برخي ته پاملرنه وکړه او اوس ئې موږ او تاسو وينو، چي دغه درې واړه هيوادونه په سيمه ايز او نړی وال زبرځواکونو بدل سوي دي .

که زموږ لپاره انتخاب داوي، چي پيسې په سړکونو، کلينيکونو، کورونو، ښونځيو اونورو تاسيساتو ولګوؤ که دماشومانو په سمه روزنه، نو زما لپاره ځواب دادی، چي تر هرڅه لومړی بايد سم روزل سوي اوپوه انسانان ولرو . که سم روزل سوي اوپوه انسانان ونه لرو، نو داهرڅه چي جوړهم کړو،خودغه ناپوه او ناسالم روزل سوي کسان به هغه په راکټونو، موټر بم، خربم او يا هم انتحاري بم له مېنځه يوسي اوټولي خواری به مو دخاوري سره خاوري کړي . تېري څلور لسيزي ئې ښه ثبوت دی، چي دافغانستان په لسګونه او سلګونه مليارډه دالره شتمني دهمدغو ناسم روزل سوؤ افغانانو لخوا له مېنځه ولاړه، نژدې دوه نيم مليون افغانان دهمدې ناسم روزل سوؤ افغانانو اويا هم دناسم روزل سوؤ افغانانو په ملتيا ووژل سول او دومره هم معيوب او معلول سول .

که ۴۰ کاله مخکي ددغو مليارډونو ډالرو يوه ډېره لږ برخه دماشوماني سمي روزني ته وقف سوي وای، نو اوس به مو نه يوازي دومره ورانی ويجاړی نه لرلای، بلکي کولای مو سوای د نړی دپرمخ تللو او غښتلو هيوادونو په ډله کي راسو .

ولي هيڅ څوک په المان، هالنډ، انګلستان او يا هم يوبل دغه ډول هيواد کي لاس وهنه نه کوي ؟ داځکه چي ددوی خلګ پوه، سم روزل سوي اوخودخواه نه دي ځکه نو په کورنيو چارو کي ئې لاسوهنه ناشونې سوېده .

که موږغواړو چي ددغو ستونزو( ياني بې اتفاقي ) نه، چي دپېړيو راهيسي ورسره لاس او ګرېوان يو، ځانونه خلاص کړو، نو تر هرڅه لومړی بايد موږ ځانونه دخودخواهی نه خلاص کړو او دخودخواهی نه هغه وخت خلاصېدای سو، چي ماشومان موسم وروزل سي او ډېره پاملرنه دې ته وسي چي مېندي او پلرونه په دې پوه کړل سي، چي خپل ماشومان څنګه داسي و روزي، چي خود خواه، خشن، جګړه مار، بې جرئته او ډارن رالوی نه سي . کله مو چي په ټولنه کي خودخواهي له مېنځه يوړه، نو سمدلاسه ملي وحدت رامېنځ ته کېږي او ددغو ټولوبدمرغيو نه به خلاص سو، چي دپېړيو په اوږدو کي ورسره مخامخ وؤ . دميرويس نيکه، احمدشاه بابا، خوشحال بابا، باچاخان اوزموږ دنورو مشرانو اروا به ډېره خوشحاله وي چي دادی بچيان مي بالاخره پوه سول او دبې اتفاقی دستري بدمرغۍ نه ئې ځانونه خلاص کړل .

زه ټينګ په دې باور يم، ترڅو چي موږ خپل ماشومان سم نه وي روزلي، موږبه هيڅکله هم دبې اتفاقی، خودخواهی، جګړو او دپرديو دلاسوهنو نه خلاص نه سو . که نن وي که سبا دا کار به کوؤ، خو که هر څومره ژر ددغو بدمرغيو نه ځان خلاص کړو، هغومره ډېره او ژر ګټه به مو کړې وي . ځکه نو ښه به داوي، چي همدا اوس دې کار ته ملا وتړو .

که چېري موږ په دې بريالي سوو، چي ماشومان دسمي روزني دمعاصرو اُصولو سره سم و روزو، نو په دې ډول سره به مو نه يوازي بې اتفاقي دريښې نه له مېنځه وړې وي، بلکي دقومونو، قبيلو، ولايتونو او سيمو تر مېنځ به مو توپيرونه هم له مېنځه وړي وي اوپه دې توګه به بريالي سوي يو، چي ديوه واحدملت په توګه راڅرګند سو .

په نوره نړۍ کي کله چي ديو چاماشوم پيدا کېږي، نو نوي ماشوم ته دتياريو لړی لومړی له دې پيلوي، چي دراتلونکي ماشومادپيدا کېدونه مخکي اوپيداکېدونه وروسته دماشوم په هکله کتابونه لولي، ترڅو په دې پوه سي، چي داُميدواری په وخت کي بايد دمېرمني سره څه ډول چلندوسي او اُميد واري مېرمني دماشوم دپيداکېدونه مخکي او دماشوم دپيداکېدو نه وروسته په لومړيو وختونو کي څه ډول معنوي ملاتړ ته اړتيا لري، مېندي بايد داُميدواری په وخت کي څه ډول خواړه وخوري، څه ډول کړه وړه وکړي، څه ډول اروايي حالت ولري اودې ته نوري ورتي خبري . په دغوکتابونو کي دغه راز دوی دماشوم دزېږېدونه بياتر دوه کلن کېدوپوري او بيا تر هغه وروسته دماشومانو دکړه وړو او دماشوم سره دچلند او سمي روزني په هکله هم مالومات پيدا کوي .

دماشوم دسمي روزني دسټراټېژی دترتيبولو په وخت کي ښايي چي لاندي کارونو ته ځانګړې پاملرنه وسي :

په ټوليز ډول ددغي سټراټېژی تر ټولو لومړی هدف بايد دماشومانانو په سمه روزنه دمېندو او پلرونو پوهاوی او دماشوم دروزني لپاره مېندو او پلرونو ته دماشوم دسالمي روزني په هکله بشپړه مالومات ورکول وي .

ددې لپاره چي په کورنيو، ښونځيو او دښونځيو نه مخکي ځايونو کي ماشومان څه ډول وروزل سي، بايد دماشومانو دروزني او دماشومانو دارواپوهني دبرخي کورني او بهرني کارپوهانو ته دنده وسپارل سي، چي په دې هکله څېړني وکړي چي اوس دافغانستان په کورنيو، ښونځيونه مخکي ځايونو او ښونځيو کي دماشومانو سره څه ډول چلند کېږي او دهغو پر بنسټ په کورنيو، دښونځيو نه مخکي ځايونو او ښونځيو کي دماشومانو دښې روزني په برخه کي لارښوني وکړي .

دماشومانو دسمي روزني اودماشومانو دسيکالوژی په برخه کي دي ډېر شمېر افغان ځوانان بهرنيوهيوادونو ته دلوړو زده کړو لپاره ولېږل سي . دغه راز دافغانستان په دننه کي دي هم دماشومانو دروزني او ماشومانو دسيکالوژی په برخه کي دلوړو او منځنيو زده کړو شرايط برابرسي .

لکه څنګه چي په افغانستان کي زياتره مېندي او پلرونه نالوستي دي نو دټلويزيونونو او په ځانګړې توګه دراډيو ګانو له لاري دداسي خپرونو تنظيمول، چي په هغه کي مېندي او پلرونو ته لومړی داوروپوهول سي چي خودخواهي په راتلونکي کي ديوه ماشوم او دهغه دکورنۍ لپاره څومره ډېر زيانونه لري او بيا دا ورزده سي، چي ماشومان څه ډول وروزي، تر څوخودخواه ،خشن، جګړه مار، بې جرئته او ډارن رالوی نسي .

خو دماشومانو په سمه روزنه اوپالنه دمېندو او پلرونو پوهول اسانه کار نه دی . داکار ډېرو منظمو پروګرامونو ته اړتيا لري او يوازي حکومت ددغي دندي تر عهدې نسي وتلای . ددې کار لپاره بايد نخبه ګان، ټول روښانفکران، مدني ټولني او سياسي ګوندونه په ګډه کار او هڅي وکړي .

خو حکومت دادنده لري ،چي ددغو هڅودتنظيمولو او همږغي کولو لپاره ډېر کار وکړي او يا ددغي چاري لپاره يوه اداره جوړه کړي، چي هغه بيا دماشومانودسمي روزني په هدف هراړخيزه سټراټېژي او دقيق پروګرامونه جوړ کړي او دبله پلوه ددغه کارلپاره مالي سرچينې تامين کړي .

ټول ښونکي، په ځانګړي ډول هغه ښونکي چي په وړکتونونو او يا هم ابتدائيه ښونځيو کي ماشومانو ته درس ورکوي، بايد هرومرو ئې دماشومانو دارواپوهني زده کړي کړي وي او ددغو زده کړو سند هم ولري . که چېري دکوم چا په سې وي VC کي دماشومانو دارواپوهني دزده کړو تصديق نه وي، نو هغه نه ښايي دښونکي په توګه وګمارل سي . خوزما منظور دا نه دی، چي همدا نن دي داکار وسي، بلکي ښونکو ته دي دماشومانو دارواپوهني زده کړي ورکړه سي او وروسته له هغه دي دجديت نه کارواخستل سي .

ښونکو ته بايددماشومانو دسمي روزني په موخه ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ سي .

دغه راز دارواپوهني دزده کړو او په عمل کي دهغو نه دکار اخستلو په خاطر دي په معاش کي يو ټاکلی مبلغ پيسې زياتي سي . هرهغه څوک چي دماشومانو دارواپوهني دزده کړوسند ونه لري او يا هم په عمل کي هغه سم پلی نه کړي، نو دغه مبلغ پيسې دي نه ورکول کېږي .

حکومت ته ښايي چي په کورنۍ اوټولنه کي دماشومانوپه وړاندي دخشونت دله مېنځه وړلو او منع کولوپه خاطر يوشمېر قانوني، عدلي او قضايي تدابير ونيسي اودهغوی دپلي کولو لپاره اړين ګامونه پورته کړي .

خوځيني کسان، چي دخپلو ماشومانو سره خشونت کوي کېدای سي ووايي چي دازما خپل ماشوم دی، چي څنګه مي زړه غواړي هغه سي ورسره کوم . خو داخبره سمه نه ده . ځکه چي که يو انسان په خشونت کي رالوی سي نو هغه دخشونت نه پرته بل څه نه وي زده او دنورو خلګو سره هم دخشونت نه پرته بل څه نسي کولای اوبلاخره دغه خشونت ټولني ته هم راوړي او ټول هيواد ترې زيانمن کېږي . ځکه نو دماشوم سره خشونت يوازي دمور او پلار شخصي کار نه دی، بلکي ټولنه او حکومت کولای سي دهغوی (مېندو اوپلرونو ) نه او دغه راز د مسجد دملا او دښونځۍ دښونکونه وغواړي چي د ماشوم په وړاندي خشونت ودروي او ددې کار لپاره ښونيزـ روزنيز او جزايي او مکافاتي ګامونه هم پورته کړي .

لکه څنګه چي مور دماشوم په روزنه کي تر ټولوزيات رول لوبوي، نو بايد ډېره هڅه ددې لپاره وسي، چي مېرمني دماشومانو دسالمي روزني په لارو چارو وپوهول اوډېره زياته پاملرنه دې ته وسي، چي ټولو لوستو او نالوستو مېرمنو ته داورزده کړل سي، چي دکومو لارو چارو نه کار واخلي، چي ماشومان ئې خودخواه نه، بلکي سالم او هوښيار وروزل سي .

که دميرويس نيکه مور نازو انا ډېره پوهه، هوښياره او باتدبيره ميرمن نه وای، نوزوی به ئې هيڅکله هم هغه ميرويس خان سوی نه وای، کوم چي زموږ دتاريخ وياړ دی .

که داحمد شاه بابا مور د زرغوني انا په شان يوه پوهه او باتدبيره ښځه نه وای، نو موږ به نه يوازي داحمد شاه بابا غوندي ستر مدبر پاچا او دنوي افغانستان بنسټ ايښودونکی نه وای لرلای، بلکي اوسنی افغانستان به هم نه وای . دا دزرغوني انا هغه سمه روزنه وه، چي داحمد شاه بابا نه ئې ستر شخصيت جوړ کړ .نو که موږ غواړو په راتلونکي کي نور ډېر ميرويس خانه او احمد خانه ولرو، بايد دې ته پاملرنه وکړو، چي نوري نازو انا ګاني او زرغونه اناګاني وروزو . دمېرمنو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړو او دمېرمنو په وړاندي نه يوازي هر ډول تاوتريخوالی له مېنځه يوسوبلکي دښځو سره دمثبت توپير نه هم کار واخلو، تر څو دهغوی دښه ودي او پوهي لپاره ښه شرايط مساعد سي اوپه دې ډول به مودراتلونکو نسلونو دښه روزلو لپاره ښه بنسټ اېښی وي .

دغه راز که موږ غواړو دهيواد نه دخشونت ټغر ټول کړو، نو دکورنه دباندي هم دهيواد په سياسي او ټولنيز ژوندکي دښځولا زيات ګډون ددې باعث کېږي، چي دشخړو او خشونت کچه تر ډېره را ټيټه سي .

غواړم يو ځل بيا يادونه وکړم، چي داخورا لويه او پېچلې اودپېړيو نه راپاته ستونزه ده اوموږ نسو کولای هغه په يوڅو لنډو کلنو کي سمه کړو . موږ ته ښايي، چي ددغي ستونزي دلېري کولو لپاره دډېر غور او حوصلې نه کار واخلوځکه نو پکارده، چي ددغي ستونزي دهواری لپاره لنډمهاله، مېنځمهاله او اوږدمهاله پاليسي جوړه سي . که موږ ددغي ستونزي دهواری لپاره جدي تصميم ونيسو، نو موږ کولای سو هغه د۴۰-۲۵ کلنو په لړ کي په بنسټيزه توګه له مېنځه يوسو .

په دغو پاليسيو کي بايدزياتره پاملرنه لويانو ته وسي، تر څوهغوی دماشومانودسمي روزني په ارزښت اوګټو پوه سي او ددې کارلپاره بايد په مطبوعاتو کي، چاپي، ږغيزي او تصويري خپروني وسي او دخودخواهۍ دمهارولو او دماشومانو دسمي روزني لپاره کتابونه او مقالۍ خپرې سي او هم دنوروپرمختللو هيوادونو دتجربو نه کارواخستل سي . دبېلګي په توګه کېدای سي دهالنډ دهيواددتجربو نه ګټه واخستل سي . دلته خودخواه انسانان نه مکافات کېږي، بلکي ماليدلي دي، چي ډېر خودخواه انسانان هم دلته خورا سم ښوري، ځکه چي پوهېږي چي خودخواهي ئې دلته نه يوازي کار نه ورکوي بلکي زيان هم ورته رسولای سي . خو په افغاني ټولنه کي حالات داسي دي، چي څومره چي ډېر خودخواه واوسې، هومره ډېر امتيازات ترلاسه کولای سې، چي داکار خودخواه انسانان نورهم خودخواهۍ ته هڅوي .

مېندو او پلرونو ته داوښودل سي، چي دماشوم سمه روزنه، په راتلونې کي هم دماشوم لپاره او هم ددوی لپاره څومره ګټوره ده او ناسمه روزنه ئې هم دماشوم او هم دمور او پلار لپاره څومره مصيبتونه رامېنځ ته کوي .

دغه راز بايد دماشومانو په سمه روزنه دمور اوپلار دپوهاوي په موخه بېلابېلي راډيويي او ټلويزيوني پروګرامونه او فلمونه جوړسي، دماشومانو دروزني، ارواپوهني او په ځانګړي ډول دماشوم دارواپوهني په برخه کي دنړی دنامتو پوهانولخوا ليکل سوي آثار پښتوژبي ته وژباړل سي .

زموږ تاريخي کيسې دراډيويي او ټلويزيوني سريالونو په بڼه په ډېر ښکلي ډول او زړه راکښونکې بڼه او محتوی خپاره سي، تر څو زموږ لويان، ځوانان، تنکي ځوانان او ماشومان وطنپال وروزل سي اودخپل هيوادتاريخ، اتلان او خاينين وپېژني . اتلان ورته بېلګه او خاينين ورته عبرت وګرځي .

حکومت دي دهغو ټلويزيونونو، راډيوګانو، ورځپانو او مجلو سره مرسته ورکړي، چي دملي يووالي او دماشومانو دسمي روزني په هکله خپروني کوي .

ددې لپاره کار او تبليغ وسي، چي دډېرماشومان پيداکول، څومره ستونزي رامېنځ ته کولای سي او دډېروماشومانو سمه روزنه څومره ستونزمنه چاره ده .

خوددې ټولوکارونو په کولوسره هم بايد داتوقع ونه کړو، چي په نژدې څوراتلونکو کلنو کي زموږ مېندي او پلرونه دماشوم په سم روزلو پوه سي اوزموږ ټول ماشومان به سم وروزل سي . دلته يوه ستونزه داهم ده، چي اکثراً مېندي او پلرونه په دې پوهېږي چي دماشومانو سره خشونت، وهل ټکول، پر ماشوم چيغي وهل، ماشوم ته په ټيټه سترګه کتل او توهينول، دماشومانو پر راتلونکې ډېره ناوړه اغېزه لري، خو لکه څنګه چي ددوی سره خپله هم په ماشومتوب کي خشونت سوی دی، نودوی نسي کولای ، چي ځان کنټرول کړي او خشونت ونه کړي . په سمه روزنه دپلرونو او مېندو دمتقاعد کولو لپاره بايد بېخي ډېر کار وسي، يعني هم پدې هکله د مېندو او پلرونو، سيکالوژيستانو او په ځانګړې توګه دماشوم دارواپوهانو، ټولنپوهانو، ښونکو او نورو اړوندوکسانو په ګډون ډېر راډيوئي او ټلويزيوني بحثونه جوړسي . کېدای سي د” سوپر نني” په نامه مستند ټلويزيوني خپروني پښتو ژبې ته وژباړل سي اودهري برخي دښودلو نه وروسته ئې بيا په هکله څېړنيز بحثونه هم وسي ، دغه ته ورته ټلويزيوني افغاني فلمونه هم جوړسي، تر څودافغانستان دشرايطو سره سم، دماشومانو دروزني مسئله و څېړي ، داطلاعاتو او کلتور وزارت دي دټولو ټلويزيوني او راډيويي چينلونو سره خبری وکړي، چي هره ورځ اويا يوه ورځ تر مېنځ دي يويا دوه ساعته دماشومانو دسمي روزني په خاطر خپروني وکړي .

پښتو ژبي ته دي دماشومانو دسالمي روزني په هکله دنړی دنامتو پوهانو او دماشوم دارواپوهني دمتخصصينولکه زيګموند فروئيد او نورو لخوا ليکل سوي کتابونه و ژباړل سي .

دسيکالوژی يو مجله دي هم خپره سي، چي په هغه کي دماشوم دروزني او ارواپوهني په برخه کي نوي علمي او څېړنيزي مقالې، چي تازه خپرې سوي وي، پر خپل وخت اوپه مسلسل ډول پښتو ژبي ته راوژباړل او په عملي ژوند کي دهغو نه دګټي اخستني په برخه کي تدابير ورته ونيول سي .

دماشومانو دسمي روزني دسټراټېژی دپلي کولو په برخه کي بايد ډېر لوی رول ملايانو او دجوماتونو ملا امامانو ته ورکړل سي . زه اصلاً په دې باوريم،چي په ټولو اصلاحي پروګرامونو کي بايد دملايانو او ديني علماوؤ همکاری ته ډېره پاملرنه وسي .

زه په دې باوريم، که پورته يادسوي تدابير په سم او جدي ډول پلي سي، نوموږ کولای سو په راتلونکو ۱۰-۵ کلنو کي دهغه ډېرمثبت علايم احساس کړو او په ۲۰-۱۵ کلنو کي به هغه سم دليدو وړوي او په ۴۰-۲۵ کلنو کي به مودغه ستره ستونزه بېخي د ريښې نه حل کړې وي اوپه راتلونکي کي به بيا هيڅکله هم دبې اتفاقی څخه نه ځورېږو، بهرنيان به زموږ په کورنيو چارو کي لاسوهني نسي کولای، نور به هيڅ جنګ جګړې نه وي، هيواد به مو پرمخ تللی او سمسور وي . کېدای سي دځيني کسانو لپاره ۴۰-۲۵ کاله ډېر وخت وي او ووايي چي هغه وخت به زه هم نه يم . نوددې په ځواب کي بايد ووايم، چي موږ بايد دا خودخواهي دځان نه ليري کړو، چي هرڅه دځان لپاره وغواړو او دراتلونکو نسلونو په غم کي ونه اوسو . که چېري زموږ پلرونو او نيکونو دغو ستونزو ته پاملرنه کړې وای، نو نن به موږ دغه حالت نه لرلای، چي هرڅوک کولای سي موږ په خپله ګټه استعمال کړي .

خودپورته يادسوؤ کارونو نه مخکي اړينه ده چي :

۱-دافغانستان نخبه ګان، دمدني ټولني غړي، سياسي ګوندونه او دولت په ټوليزډول په دې هکله اجماع ته سره ورسېږي، چي دافغانانو تر ټولو ستره او اساسي ستونزه ددوی ترمېنځ بې اتفاقي ده او دغه ستونزه بايد په ممکنه لږه موده کي په هر څومره لګښت او زيار سره، چي وي، له مېنځه يووړل سي .

۲-دافغانستان او سيمي دڅېړنو مرکز او دعلومو اکاډمی نوري اړوندي څانګي اوياددغه کار لپاره جوړه سوې اداره دي يې په هکله دکورنيو او بهرنيو پوهانو په راجلبولو سره پراخي علمي څېړني پيل کړي او په دې اړه دي علمي ـ څېړنيز سيمينارونه او سپوزيمونه جوړ کړي او ددغه سيمينارونو او سمپوزيمونو څېړنيز آثار او نور ليکل سوي او ژباړل سوي آثار دي په دومره شمېر چاپ سي، چي دافغانستان په دننه کي ګوټ ګوټ او دافغانستان بهرمېشتو ټولو افغانانو لاسونو ته ورسېږي .

۳-دافغانستان او سيمه ايزو څېړونو مرکز (ياددغه کار لپاره جوړه سوې اداره دي) ددې علمي سيمينارونو، سمپوزيمونو او علمي ـ څېړنو پر بنسټ، په دې هکله ملي سټراټېژي جوړه کړي او دافغانستان حکومت ته دي يې وړاندي کړي .

۴-دغه ملي سټراټېژي دي دحکومت او پارلمان لخواتصويب اوددغه کار لپاره دي اړيني مالي سرچېني په بودجه کي په نظر کي ورته ونيول سي .

درنو لوستونکو !

ددغې ليکني نه زما اصلي هدف دادی چي افغان روښانفکران ددغې حياتي ستونزي ( بې اتفاقی ) دليري کلو په خاطر دنظرياتو شريکولو ته راوبلم . زه ددې ادعا نه لرم، چي زما دغه نظر يوازنی سم نظر دی . زما هيله داده، چی ټول افغانان په ځانګړې توګه افغان روښانفکران په دې هکله فکر وکړي، دهغه دسمولو لپاره خپلي طرحي، وړانديزونه او نسخې وړاندي کړي او پټه خوله پاته نسي . زه په دې باوريم چي موږ دپېړيو راهيسي دبې اتفاقی په وژونکې ناروغی اخته يو . دغه ناروغي دخودخواهی دتباه کونکی ويروس په واسطه زموږ بدن ته ننوتې ده . دغه ويروس داسي دوانه لري، چي په يو وار خوړلو سره دي هغه موږ جوړ او دغه ويروس له مېنځه يوسي او نه هم داسي چف اوجادو سته، چي هغه دي په يو ځل موږروغ کړي . ددغه ويروس دله مېنځه وړولو لپاره موږ ډېر وخت تدوای، غذا اوپرهېز، سپورټ، دمغزو دغښتلي کولودرملو (کتابونو ) ته اړتيا لرو .

ددغي ناروغی نه موږ کرار کرار صحت پيداکولای سو او دا پروسه به په دې اړه ولري، چي موږ په څومره مؤثره توګه دويروس ضد درمل (دماشومانو دسمي روزني لاري چاري ) استعمال کړي دي، څومره پرهېز مو کړی دی، څومره سپورټ مو کړی دی او څومره مو خپل ځان او په ځانګړي ډول خپل ماغزه غښتلي کړي دي . که دا هرڅه مو سم وکړه، نو به نسبتاً په لږ وخت کي جوړ سو او که مو داهر څه په ډېره ښه توګه تر سره نه کړل، بلکي نيمګړتياوي پکښې وې، نو جوړېدل به موهم ډېر وخت په بر کي ونيسي خو که مو هيڅ پاملرنه ورته ونه کړه، نو هيڅ کله به هم جوړ نه سو او آن ددې خطر هم سته چي دغه وژونکې ناروغي موږ له مېنځه يوسي . خطر په رېښتيا ډېر جدي دی .

اوس ددې لپاره له بل هر وخت نه امکانات ډېر دي، چي ددغې ناروغی نه ځان خلاص کړو. دا د دارو درملو لپاره، دغذا او پرهېز او سپورټ لپاره او همداراز د وجود اوماغزو دغښتلي کولو لپاره نسبتاً کافي امکانات پيداکولای سو او ددې شرايط پيداسوي دي، چي يوڅوک موتر لاس مو ونيسي ډاکټر ته مو بوزي، خواړه راکي، سپورټ راباندي وکړي او دغذا او پرهېز لپاره هم امکانات را چمتوکړي . خوموږ بايد ددغي ناروغی نه دروغتيا لپاره ټينګه اراده او په دې هکله اجماع ولرو .

دبې اتفاقی دله مېنځه وړلو په اړوند به دسياسي ګوندونو، مدني ټولنو او دولت تر مېنځ اجماع په اسانی سره رامېنځ ته سي، ځکه چي هم سياسي ګوندونه، هم مدني ټولني او هم دولت دبې اتفاقی نه سخت زيانمن سوي دي .

دسالمي روزني په سټراټېژي کي بايدلاندي هدفونه داصلي موخو په توګه په نظرکي ونيول سي :

۱- دبې اتفاقی داصلي لامل په توګه دخودخواهی له مېنځه وړل .

۲- دخشونت دټولو ډولونو ياني دماشومانو په وړاندي خشونت، دمېرمنو په وړاندي خشونت، دحيوانانو او مارغانو په وړاندي خشونت، دطبعت په وړاندي خشونت اونور له مېنځه وړل .

۳- پر احساساتو دعقلانيت غلبه .

۴- دې پاملرنه، چي کوچنيان فکرکونکي رالوی سي .

هر څوک دا ګيلې کوي، چي موږ ښه مشر نلرو . څوک خدای ( ج ) ته زاری کوي، چي موږ ته ښه مشر راکه، څوک په شعرونو او سندرو کي ښه مشر غواړي . خو موږ هيڅکله همدا پوښتنه دځان نه نه کوؤ، موږ ولي ښه مشر اوياښه مشران نه لرو؟ خدای ولي ټولي نړی ته ښه مشران ورکړي دي، خوموږ ته ئې نه راکوي ؟ يا داپوښتنه ولي نه کوؤ، چي کېدای سي موږ ښه مشران لرو، خو زموږ خودخواهي موږ ته دا اجازه نه راکوي، چي هغه يا هغوی دمشرانو په توګه ومنو، ځکه چي زموږ لپاره خوښه يوازي موږ هر يو يو، نو بل هيڅ څوک ښه نسته .

وګورئ نورو قومونو ته ! آيا مزاري، خليلي، محقق اويا احمد شاه مسعود، رباني، فهيم، عبدالله ، قانوني، دوستم او نور تر حميدکرزي، اشرف غني احمد زی، انورالحق احدي، حضرت عمر زاخېل وال، جاويد لودين او نورو ښه دي ؟ دغه پښتانه مشران دپوهي، علميت او وطنپالني له مخي دنورو ټولو مخکي ياد سوؤ هزاره، تاجک او اُزبک مشرانو نه ښه او وړکسان دي . خودپښتنو مشرانو ستونزه داده، چي پښتانه نخبه ګان خودخواه دي او يوازي خپلي شخصي ګټي ورته ډېري مهمي دي، ځکه نو هغو ته دمنلو وړ نه دي . که څوک وايي، چي دنورو قومونو مشران ښه خلګ دي اوزموږ دا نه، نوداسمه خبره نده .

زه په دې متيقين يم که نن احمد شاه بابا او ميرويس نيکه هم راژوندي سي، بيا به هم زموږ دخودخواهو نخبه ګانو لپاره دمنلو وړ نه وي . ځکه نو خبره دښومشرانو نده .

زما هيله داده، چي راځئ پر دې او هغه انتقادونه پرېږدو، بلکي په دې هکله يوې اجماع ته ورسېږو، چي څنګه کولای سو دغه لويه ستونزه لېري کړو؟

ماددغي ستونزي دحل لپاره خپله طرحه ګرانو لوستونکو ته وړاندي کړه، نو تاسي کولای سئ ددغي طرحي په وړاندي بله بديله طرحه وړاندي کړئ، يا هم په همدې کي يوشمېر سموني راولئ او يا هم که چېري ډېرو لويوسمونو ته اړتيا نه وي، پر هغه يوه توافق ته سره ورسېږو . که چېري ددغي ستونزي دحل ديوې طرحي په هکله توافق ته سره ورسېدو بيا به ئې نو دپلي کولو لپاره امکانات هم ډېر وي .

ديو موټي، پرمختللي، سمسور او غښتلي افغانستان په هيله

په مينه او درناوي
زکريا پوپل- هالنډ
z.popal58@gmail.com
0031624795683