کور / تازه خبرونه / د بي پیلوټه الوتکو په برید کي ملا نذیز وژل شوی

د بي پیلوټه الوتکو په برید کي ملا نذیز وژل شوی

په جنوبي وزیرستان کي د امریکا د بي پیلوټه الوتکو په برید کي طالب قومندان ملا نذیر وژل شوی .خبرونه وايي ملا نذیر له خپلو ملګرو سره د جنوبي وزیرستان په سره کنډه علاقه کي روان وو چي موټر يي بي پيلوټه الوتکي په مزایل وویشت . حمله کي ملا نذیر یو بل طالب قومندان وفا او ۹ تنه طالبان وژل شوي دي .د پاکستاني چارواکو له قوله ملا نذیر انګور اډي سره نیږدي د پنجشنبي او چهارشنبي تر منځ ووژل شو . چارواکي زیاتوي چي ملا نذیر له برمل څخه واڼه ته روان وو چي د پيښي ښکار شوپه په جنوبي وزيرستان کې دامريکا ديوې بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د ځايي طالبانو د يوه مهم قوماندان ملا نذير په ګډون ٩ وسلوال وژل شوي دي.په جنوبي وزيرستان کې ځايي امنيتي چارواکي وايي،چې ملا نذير تېره شپه وخته دافغانستان پولې ته نږدې د انګورو اډې سره کنډه په سيمه کې هغه مهال ووژل شو، کله چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يوه موټر توغندي وتوغول.سرچينې زياتوي، چې په دې بريد کې د درياخان په نامه يوه بل مهم ځايي طالب قوماندان هم وژل شوى دى.د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا نذير هغه مهال د بريد ښکار شو، کله چې له برمل سيمې څخه د واڼه پر لوري روان و.دا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دويم بې پيلوټه بريد و، چې ترسره شو، تر دې مخکې تېره شپه د شمالي وزيرستان په مير علي سيمه کې پر يوه موټر شوى هم يو بريد شوى و، چې له امله يې د حکيم الله مسعود په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان قوماندان فيصل خان له دوو ازبک وسلوالو سره ووژل شو .بلخوا ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې په ياد بريد کې ملا نذير له ١٣ وسلوالو سره وژل شوى دى.ملا نذير په جنوبي وزيرستان کې داحمدزي قوم پورې تړاو درلود ، په لومړيو کې هغه د بيت الله مسعود استازى و، خو وروسته د داخلي اختلافاتو له امله هغه له بيت الله مسعود څخه جلا شو.

.