کور / تازه خبرونه / هالنډ : ګرځندویان نور د نشه يي توکو اخیستلو حق نه لري

هالنډ : ګرځندویان نور د نشه يي توکو اخیستلو حق نه لري

د روان زېږديز کال د پیل څخه د هالنډ حکومت په پام کي لري چي د نشه يي توکو اړوند قانون کي د عام ولس روغتیا ته په کتو یو مثبت بدلون راولي. د نشه يي موادو د سوداګرۍ له امله د جرمونو د کمښت لپاره هالنډ بهرنیانو ته نور د دغه مضرو موادو د اخیستلو حق نه ورکوي. د هالنډ د امنیت او عدليې وزیر “اوپستیلتن” پارلمان ته په یوه لېږلي لیک کي لیکلي چي د نوي تګلاري له مخي يې باید د هالنډ واړه ښاروالی خپله د محلي بازار لپاره د نشه یي توکو د جرمونو د حل لاره وسنجوي.

همداراز د نوي قانون له مخي يوازي هغه څوک سپک نشه يي مواد اخیستلائ سي چي د هالنډ د یوې ښاروالۍ هالنډ : ګرځندویان نور د نشه يي توکو اخیستلو حق نه لري (لراوبر)د اوسېدو سند او هالنډۍ پېژندپاڼه (Identity Card) ولري او عمر يې اتلس کاله يا تر اتلسو لوړ وي.

په هالنډ کي د نشه يي موادو د قانون د بدلون لپاره د حکومتي چارواکو له خوا ورکول سوئ دلیل تر یو حده دا دئ چي په تیرو کلونو کي په عامه توګه د نشه يي توکو خرڅلاو له امله اوس مهال د دغه موادو یو لوی مسلکي او سوداګریز بازار رامنځته سوئ دئ چي د جرمونو زیاتوالی يې نتیجه ده.

له یوې خوا که دچرسو ، ماروانې او د ځينو نورو سپکو نشه يي موادو د استعمال له برکته د هالنډ اقتصاد ته د راتلونکو سيلانيانو څخه هر کال په سلګونو مليونه ګټه رسيږي، خو له بلي خوا د ځوانو هالنډي نجونو او هلکانو په چرسو اخته کېدلو، د جنايي جرمونو زياتوالی او د چرس خانو پر شاوخوا د ګڼي ګوڼي ستونزو د هالنډ حکومت اړ کړئ چي په ځينو سيمو کي سپکو نشه يي موادو ته د خلکو لاس رسۍ محدود کړي .

د نوي قانون پلي کول به يوځل بيا په کوڅو او بازارونو کي په غيرقانوني ډول د مخدره موادو بازار تود کړي .
شاوخوا شپږمياشتي وړاندي د ويت پس يا د چرسيانو د کارټ قانون په کافي شاپونو کي د چرسو خرڅلاو محدود کړ، خو څېړنو په ډاګه کړه چي په لارو او کوڅو کي د کم عمر لرونکو هلکانو د چرسو او مروانې د غيرقانوني خرڅلاو څخه د ورځي تر ۵۰۰ يورو پوري ګټه ترلاسه کوله .

هالنډ : ګرځندویان نور د نشه يي توکو اخیستلو حق نه لري (لراوبر)