کور / تازه خبرونه / كندهار: پښتو ادبي انجمن ۸۰ كليزه ولمانځل سوه

كندهار: پښتو ادبي انجمن ۸۰ كليزه ولمانځل سوه

ياده لمانځل غونډه چي د علامه رشاد اكاډمي او اطلاعاتو اوفرهنګ رياست له لوري جوړه سوي پكښي د كندهار چارواكو ، په زيات شمير لويو ليكوالانو ، اديبانو ، څيړونكو او ځوانو محقيقي نو برخه اخيستي وه .
پښتو ادبي انجمن اتيا کاله وړاندي، د (١٣١١ هـ .ش.) کال د ليندۍ د مياشتي پر ٩ نېټه، د هغه وخت د نايب الحکومه ارواښاد وزير محمد ګل خان مومند په هڅونه او د هغه مهال د نومياليو اديبانو، ليکوالانو او فرهنگپالو په زيار او تلاش جوړ سو چي سږ کال ئې اتيا کاله پوره کېږي .
كندهار والي ډاكټر توريالي ويسا د پښتو انجمن په اتيايمه كليزه كي د خپلي وينا پرمهال په دي سيمه كي د پښتو ادب د غني لپاره هڅي د هوتكي دربارونو څخه پيل وبللي او زياته يي كړه چي په دي سيمه كي پښتو ادب ته زيات كار سوي دي
كندهار والي وويل چي د وخت فرهنګپالو او د نظر خاوندانو به په ډير دقت سره قلم پورته كاوه .
ښاغلي ويسا له اوسني ليكوالانو او ژوناليستانو څخه وغوښتل ترڅو په خپلو ليكونو سره ټولنه يوه ښه لوري ته رهبري كړي .
په غونډه كي د څيړونكو او محقيقينو له لوري بيلابيلي عملي مقالي هم ولوستل سوي چي د مقالو زياته برخه د پښتو ادبي انجمن د فعاله غړو ژوند ، ادبئ هڅو ، شاعرانه كړونو او هم پښتو ليك دود ته ځانكړي سوي وه .
په غونډه كي د ځينو نور لويو ليكوالانو او څيړونكو له لوري مقالي هم ولوستل سوي .
د کندهار پښتو انجمن يوازې د شعر او شاعري دربار نه و هلته به د افغانستان د شلمي پېړۍ لوی د نظر خاوندان ، استادان او عالمان سره يوځای وه او د پښتو ادب د پياو ړي كولو لپاره به يي ګډ كار كاوه .
دوی په ۲۰ مه پېړۍ کې د هېواد د روڼ اندي او ملتپالي نسل امامت وکړ او دا يې ثابته کړه، چې افغانستان که د توري خلک لرلای سي نو د نظر خاوندان هم زېږولای سي.