کور / نثر / دډاکټرذبیح الله حسن (په زخمونوکي سندري)

دډاکټرذبیح الله حسن (په زخمونوکي سندري)

دپښتواوسنی شاعرانه موسم خورا په اصطلاح پرجوبن راغلی دی هردکاندار شاعر اوهرموټروان تکړه کره کتونکی ځان حسابوي،داځکه مقصدي یاښه  شاعري ورکه او پیوندګري دودګرځېدلې ده ،دپښتواوسمهاله دوو،یا درو مخکښو غزل ګو شاعرانو په اړه ډیرګي لوستونکي(ښه لوستونکي تکړه کره کتونکي هم وي) خپل نظرڅرګندولو مهال دتکراریت شکایت کوي ،دې اوس شپوکي داهم اورو چي دپښتو اوسمهاله غزل جمودته مخامخ ده :
بسیارنویسي فکرکوم شاعرله شاعرانه برمه اچوي هنري جوړښتونو ته یې زیان اړوي اوشاعر په فکري اونظریاتي توګه له هنري توانه بې برخي کوي ،داچي دپښتواوسمهاله غزل دجمودښکارده ،یواوږدبحث ورباندي کېدلی سي خواتفاق ورسره کېدلی ځکه نسي پښتواوسمهاله غزل (ترڅو اشخاصودي محدوده وي له هرچادښه غزل طمعه نسو کولی) بلانوي تجربې اوخوفناکي حادثې په غېږکي خوندي کوي دموضوع داعتباره خویې داتنګه لمن دومره ویړه سوه چي دتاریخ سره اړوند عمده توکي یې هم په ځان کي راونغښتل دتاریخ اوشاعرۍ ترمنځ اړیکو ته یې کره کتونکي اړایستل چي شاعري د احساس اوجذبو پرته ټولنیز مسولیت هم په غاړه لري .
شاعري دبددیانتۍ اوخودغرضۍ په قالب کي مري محبت،خلوص او سپېڅلی وجدان خوښوي،وده پکي کوي ،ناسپړلي ناویلي یې اسماني ملایکي سي ترخلګویون کاندي ، څه ډول چي دیوه سپېڅلي انسان لپاره روڼ صفا کردار(چلند)اړین دی هم دا ډول دیوه شاعر لپاره خپل یوځانګړی سبک لازمي دی ،ځانګړی سبک دشاعر جداګانه شناخت جوړوي :
مارکس هم دځانګړي سبک(اسلوب) خبره باندي ټینګارکوي اودخپل ټول ژوند ځانګړې شتمني خپل ځانګړی سبک نوموي .
داځانګړی سبک په چول وهلي بیابان کي دساړه بادیوه څپه ده چي دژوند هیلي ساکښه ساتي او (په زخمونوکي سندري) له داځانګړتیابرخمنه دموضوع اومتوع له پلوه پریمانه دلوستي ،تجربه سوي او چڼل سوي  ذهن شاعري ده .
ډاکټرذبیح الله حسن انقلاب او رومانیت سره ګنډلي ،فکري اوټولنیز بدلون ته یې زمینه مساعده کړې ده ،د ډاکټرحسن په شاعري کي زموږ راترغاړه دڅلورو لسیزو غمیزه مرکزي ټکی جوتیږي ،دغزل په تنګه لمن کي عمده سیاسي اوملی مسایل رانغاړي ،اشاره څه خپل نظر ورباندي ورکوي اودحل لاره یې په ګوته کوي هم ناولي کرغیړني څېرې دخپلوخلګو په وړاندي لوڅوي :


 
وایي ژغورم خودي له یوه ګاوډاکټر ذبيح الله حسننډي
په بل دي پلورم که عزت په ډاګه
 
پرون یې ږیروکي ریال ټولول
نن دشیطان کړي عبادت په ډاګه
 
موږمحبت په خوله راوړلی نسو
دوﺉ څنګه کړي دومره نفرت په ډاګه
 
پرون دي وې غم دي په اوښکووینځم
نن مي دسر اخلې قیمت په ډاګه

 
دعربي کلتور یاعربي نیشنل ازم اوږدې تجربې اوتودې دسیسې اودپردې ترشاولاړمخفي قوتونو انکارنسي کېدی اونه له دې سترګي پټولی سو چي دتمرین تخته یې پښتون هېواد اوپښتني خاوره نه ده :
داهم یوحقیقت دی چي پښتون، پښتونولي دسراومال په قیمت پالي ډاکټرحسن هم دې حقیقت ته په اشاره سره وایي:
ستاپه ګناه مي شپیلوي هډوکي
پښتونولۍ! راته بلا ولي سوې؟
 
(په زخمونوکي سندري) زخمي زړه،کوټلی ذهن ،کرب رټلی روح اوجوهرشناس نظرغواړي ،استعاراتي اندازیې خبره نور هم ژوره کړې هم یې ذومعني ګرځولې ده دا د شاعر دپراخي مطالعې کمال بللی سو:
په ایمانداري سره وایم شعریاشاعري دوخت تېرولوکومه آله نه ده نه یې دعقلي کروندو د افلاطون غوندي نقالي یاذهني عیاشي پامولی سو ،دوې یادرې خبري که په شعرکي نوي وسي دابه لوی کمال شاعرکړی وي ؟ څه مطلب شعریاشاعري دسولیدلو کلماتو کرونده ده چي هرراتلونکی دتېرسوي احکایات په نوې بڼه تکرارکړي ؟
که داسی وي نوبیادپښتواوسمهاله شاعري باندي ماتم کول په کاردی اوډېرګي شاعرانوته په کارده چي نثرلیکلو ته پاملرنه وکړي :
یقیناً روان حالت دپښتو سنجیده شاعرۍ لپاره زیات سنګین اونازک دي یوبحراني کیفیت اوفکري جمود محسوسیږي دګوتو دشمېر درو،څلورو شاعرانو ته بسیارنویسۍ هنري زیانونه واړول نوځکه فولکلورکي کیسې تراشل اونظم کول یې مشغله وګرځوله لاکن ځوان اوځانګړو ږغونو داجمود منجمدیدو ته پرېنښود غزل یې دجانان دغم سره ،سره په رښتونې بڼه دجهان دغمونو سره وګنډله او(په زخمونوکي سندري) یې جوت مثال ورکولی سو:
زمادتاک وطن باداره
هریورګ دي وزبېښلو
جوس دي واړول پرغاړه
دکوپړیو په کاسوکي
اوس یوڅو خلي خاشې خو
ددې وچ تاک دښاخونو
اشیانې ته زمونږ پرېږده
جوش ملیح ابادي یوار ویلي وو:
کوم څوک چي دشرابو سره اوښکي څښي هغه ولي ژوند تېروي دې ته فکرپه کاردی :
دجوش یوبیت دی :
مانې ګا اسې کون که هوتاهې طلوع
آنسو کې افق سې هرتبسم میرا
ډاکټرحسن وایي:
شپه سوه تېره سپیدې وچاودې سحرسو
کیسه زمادزړه چاودون تمامه نسوه
جوش صاحب وایي:
آتاهې میری فکرکې درپراې جوش
پروازکی بهیک مانګنې کوجبریل
دډاکټرحسن دا زړه وړونکی بیت وګورﺉ :
وینم دی حسنه په هرشعرکي داحساس تصویر
چاوې؟له دردونو دزخمونو کیسې هیري دي
 
(په زخمونوکي سندري) دخپل دور دحالاتو بشپړه ترجماني کوي اوشاعر له فکري موادو برخمن دی تجزیه اومشاهده یې چڼل سوي اوکوټلې تجربه یې دلوستي ذهن ښکارندوي کوي :
اقای محبتیْ مینوی ،علامه اقبال نومي اثرپر شلم مخ لیکي :
شعردسوزاواثرنوم دی اودشاعرمقصد حکمت خپرول او ادم ګیري دودول دي !
که په خلاص اوپراخ ذهن اونظر (په زخمونوکي سندري ) اوپه پوره سنجیدګي سره ولوستل سي نوزموږ دڅلورو لسیزو د تراژیدۍ په شالید کي داشعري ټولګه یو(روډمیپ) حثیت لري هم دپښتو مترقي ادب یوشهکاراو تازه سمبول ورته ویلای سو :
دشاعرځانګړې شاعرانه لهجه  او غوره کړی سبک اواستعاراتي انداز لوستونکي په دې اړباسي چي دتخلیق مقصد ته ځان ورسوي زموږ د ورځپاڼو عادي ذهنونه دشعرمفهوم ته صدمه رسولی سي اوپام چي دعادي شاعرۍ دټولګي په توګه یې دلوستلو جسارت هم ونکړﺉ :
زړه مي ستارمه دخاطرو په مخه کړې ده
بیاچي له ټپو نه ددې شپون لمنه ډکه ده
ستاکه خورې څڼي پرېشانۍ په مخه کړي دي
زمونږ هم له سودا نه دجنون لمنه ډکه ده
 
هرهغه شاعردي زړه ته پریوزي چي درد او پرهریې درته خپل وښکاري اوډاکټرحسن له دغه هنره هم برخمن دی په وړاندي روان دی په زخمونوکي سندري لټوي او دزخمیستان لاروی،دخپل وطن ،دخپلي خاوري ،دخپل اولس دخپل ژوندي ضمیر ویاند او ترجمان په داسي ویلو کوم باک نکوي:
 
څوشیبې موچي داوښکو باران تم سي
دسندرو قاتلان چړې را واخلي
مونږچي کله هم قلم ته ګوتي وروړو
زمونږ دپوهي دښمنان چړې راواخلي
 
ادب کوم بې مقصده حرکت نه دی ځان ته خپل یوټاکلی مرام لري اودامرام خوراسپېڅلی او ارزښتناک دی دبشري تهذیب سمبول هم یې د ودي ضمانت دی د ادب مقصد دادی چي انسان ورځني بې دکوم وعظ او تبلیغ پرته دخپلو دپخواپه نسبت زیات مهذب ،شریف اونیک کرداره وګرځي ،دنوموړي اردو ژبي لیکوال فراق په اند:
(فنکاري په ځانګړې توګه ادب دانسان کردار له نفس پرستۍ،خودغرضۍ،بغض ،حسد ،کیني ،عناد ،مکارۍ او نورڅوک دفریب اودسیسوسره مخامخ کولو غوندي وحشي اوناوړو چلندونو اوفکرونو راژغوري ،هم دامقصد د ادب دود ګرځېدلی وو،هم دایې مقدر ګرځېدلی دی )!
د ډاکټرحسن په رومانیت کی هم یوکرب پروت ښکاري اولوستونکي په دې اړباسي چي دخپل ماضي یوه پاڼه راواړوي ،دهرچا دماضي کیسه دهرچاخپله کیسه ده داچي څېره اودڅېرې خدوخال یې په دې بیت کي ښکاري دابیادحسن دزخمونو دسندرو کمال دی :
لکه خوب دومره نژدې چي درته نه یم بې قراریې
ګوره ژونددی نوترکومه په لیموکي به مي غواړې
داحسرت چي کله اوښکي سي اوترلیموراوڅڅیږي نو:
مونږمحبت په خوله راوړلی نشو
دوی څنګه کړي دومره نفرت په ډاګه
که دنړیوالو سیاستونو په هنداره کي وګورو اوکه دپښتون هیواد دلمبو تردربچو ورته وګورو اوکه یې دوینو ترلښتیو ور وګورو هم دایوه خبره ده دپښتون اساسي ستونځه غربت ،غلامي اوبې سوادي ده داچي په جبر زور او ټوپکسالارانو مذهب دپښتنو اساسي مشکل اوستونځه یادوي تش په تش پښتو اوپښتون شرموي :
پښتون چي پښتون وي څنګه به پښتو شرموي،پښتون کله هم پښتو نه هیروي پښتوورته دین هم کلتورښکاري :
پاتي وی پښتون که مي هرڅومره سي رڼافکر
څانګي غزوني کړي له بوټي نه بېلیږي نه
 
دانګلزپه اند دادشاعرمسولیت دی چي دخلګو بیده یانیم خوابه شعور راویښ هم رابیداره کړي ،اوحسن خپل دامسولیت پېژني هم دخپلو خلګو په نفسیاتو پوهیږي :
 
ستادهجردتیاروچي
تورڅادر مي پرزړه خورشي
چیرته لرې مي په زړه کي
ستایادونه دلاسه کړي
لکه تور،تورتم دوریځو
پاس پرسردچاولاړ وي
خولږلري دیوه هسک غره
شنه لمن وي لمرپه خپلو
پلوشو کي رانغښتلې.