کور / تازه خبرونه / افغانستان دي له امریکا نه په نورو برخو کو امتیازات واخلي

افغانستان دي له امریکا نه په نورو برخو کو امتیازات واخلي

چاپ دا راپور خپل ملګري ته واستوﺉ تبصرهشریکول :

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې له نورو مطالبو سربیره امریکا ته د جمهور رئیس په سفر تبصرې او مطالب خپاره کړي دي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي ممکن جمهور رئیس کرزی د سپینې ماڼۍ له څښتن سره د افغانستان په اړه یو لړ موافقې وکړي، خو ویره دا ده دا نوې موافقې به هم د یخ پر مخ لیکونه شي.

ورځپاڼې لیکلي له امریکا سره له مخکې افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی، خو د لیکوال په باور دا تړون اوس تشه خبره پاتې شوې او عملي بڼه نه لري.

محور په یوه بل مطلب کې لیکلي، پوښتنه دا ده چې له امریکا سره امنیتي تړون افغانستان ته څه ورکوي.

د مطلب په دوام کې راغلي، پر کونړ د پاکستان د راکټي حملو پر مهال ستراتیژيک ملګري امریکایان ولې پټه خوله ناست ول؟

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم خپله سرمقاله امریکا ته د جمهور رئیس کرزي د سفر په اړه کښلې.

په سرمقالې کې راغلي ټاکل شوې چې په دې سفر کې ښاغلی کرزی له امریکا سره په امنیتي تړون، د افغان ځواکونو په تجهیز او په بشپړه توګه د زندانونو د انتقال په اړه خبرې وکړي.

سرنوشت لیکلي هغه څه چې افغان حکومت یې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د شرطونو په نوم یادوي، لکه د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی، د زندانونو نه لرل او ځینې نور دا خو د افغانستان طبعي حقوق دي چې له امنیتي تړون پرته هم باید ورکړل شي.

ورځپاڼې لیکلي مهمه داده چې د امنیتي تړون پر سر افغانستان له امریکا نه په بیلابیلو نورو برخو کو امتیازات واخلي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي دي، ایا کرزی او اوباما به په افغانستان کې په ادارې فساد هم خبرې وکړي؟

په مطلب کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې د یوه مسئول خبره راخیستل شوې چې ویلي یې دي، په دې سفر کې د دوی له خوا کوم خاص وړاندیز نه دی مطرح شوی.

خدمتګار له اداري فساد سره د مبارزې د یوې شبکې نظر هم راخیستی چې ویلي یې دي، افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید له ادارې فساد سره مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې راولي.

خو په مطلب کې راغلي،په تیرو کلونو کې امریکايي چارواکو او افغان حکومت په افغانستان کې د اداری فساد له ستونزې سره سیاسي چلند کړی.

د افغانستان اکسپرس انګلیسي ژبې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټ سرلیک کې لیکلي، د افغان ملي بانک څخه څلور نیم لکه ډالره غلا شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي دا ډالر د ملي بانک له دریو ولایتي څانګو څخه غلا شوي دي.

اطلاعات روز ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې لیکلي حکومت د اساسي قانون په تطبیثق کې ضعیفه عمل کړی دی.

د ورځپاڼې یو بل سرلیک دی، پاکستان د افغان سوداګرو درې زره کانتیره توکي په خپلو بندرونو کې درولي دي.