کور / تازه خبرونه / د اولسمشر مرستیالانو پر زرګونه جریبه مځکي خېټه اچولې

د اولسمشر مرستیالانو پر زرګونه جریبه مځکي خېټه اچولې

د کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډیره واشنګټن ته د ولسمشر کرزي د سفر پر اهدافو او د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون له خوا د ولسمشر پر دوهم مرستیال د ځمکې د غصب د تورونو په اړه مطالب خپاره کړي.

خدمتګار:

خدمتګار غیر دولتي ورځپاڼې په غټو ټکو کې لیکلي چې امریکا ته د ولسمشر کرزي سفر سولې ته هیلې زیاتې کړي دي.

دې ورځپاڼې لیکلي چې دواړه جمهور رییسان به په افغانستان کې د سولې په اړه پراخې خبرې وکړي، د خدمتګار په لیکنه نړېواله ټولنه او د سیمې هېوادونه دې نتیجې ته رسیدلي، چې ګټې یې په یوه با ثباته افغانستان کې دي.

دا ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور څرنګوالی او د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز او پیاوړتیا هم د ولسمشر کرزي او جمهور رییس بارک اوباما د خبرو مهمه برخه جوړوي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې هم امریکا ته د ولسمشر کرزي سفر او افغان حکومت ته د افغان بندیانو د سپارلو په اړه یوه لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې راغلي که امریکایي ځواکونه افغان حکومت ته د زندانونو مسوولیتونه ونه سپاري نو ولسمشر کرزی به په دې هېواد کې د امریکایي سرتیرو له عدلي او قضایي خوندیتوب سره موافقه ونه کړي.

دې ورځپاڼې همدا راز د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي، چې دواړه جمهور رییسان به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په دې هېواد کې د پاتې کیدونکو امریکایي عسکرو پر ټولو اړخونو خبرې وکړي.

افغانستان اکسپرس:

افغانستان اکسپرس ورځپاڼې چې په انګلیسي ژبه خپریږي لیکلي چې کرزی او اوباما د دواړو هېوادونو د راتلونکي همکاریو په اړه خبرې کوي.

دې ورځپانې لیکلي، چې ولسمشر کرزی به له امریکایي چارواکو سره د طالبانو لپاره د قطر د دفتر او افغان لوري ته د بګرام زندان د مسوولیتونو د سپارلو په هکله هم مهمې خبرې ولري.

ملي باور:

ملي باور غیر دولتي ورځپاڼې تر غټ عنوان لاندې لیکلي چې کابل له واشنګټن څخه په قطر کې د طالبانو د دفتر په هکله روښانه دریځ غواړي.

دې ورځپاڼې د څیړونکو له قوله لیکلي، چې د قطر دفتر ته باید د طالبانو داسې مشران معرفي شي، چې په ریښتني توګه د طالبانو استازیتوب وکولای شي.

ملي باور لیکلي، چې افغانستان او امریکا د امنیتي سند په اړه خپلې غوښتنې څرګندوي او هره خوا هڅه کوي چې پر خپلو غوښتنو او د خپل هېواد پر ګټو ټینګار وکړي.

خدمتګار:

خدمتګار غیر دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون د رییس له قوله لیکلي، چې د کریم خلیلي ورور زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې.

دې ورځپاڼې د زلمي زابلي او د سناتور هدایت الله رهایي له قوله لیکلي، چې د ولسمشر کرزی دواړو مرستیالانو په کابل او ځینو ولایتونو کې پر زرګونه جریبه دولتي ځمکه خیټه اچولې ده.

محور:

محور غیر دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې کریم خلیلي څه باندې یو نیم زر جریبه ځمکه غصب کړې، په دې اړه لیکنه کې راغلي که د کریم خلیلي ملاتړ نه وي نو ورور به یې هیڅکله ونشي کړای چې پر دولتي ځمکو منګولی ښخې کړي.

دې ورځپاڼې هم د زلمي زابلي له قوله لیکلي چې د ولسمشر کرزي او د هغه د دوهم مرستیال وروڼو په کابل، بغلان او کندهار کې زرګونه جریبه ځمکه په غیر قانوني توګه خپله کړې او ویلي یي دي چې په دې اړه به جدي څیړنې وشي.

ملي باور:

ملي باور غیر دولتي ورځپاڼې هم د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون د رییس هغه څرګندونې را اخیستې چې وایي، له دوي سره پوره اسناد او شواهد شته چې د ځمکو په غصب کې د کریم خلیلي د ورور لاس لرل ثابتوي.