کور / تازه خبرونه / د معدنونو وزير: د كندهار كانونه به راوباسي

د معدنونو وزير: د كندهار كانونه به راوباسي

د معدنونو وزير وايي د کندهار کانونه به استخراج کړي
د افغانستان د معدنونو او صنايعو وزير نن شنبه کندهار ولايت ته سفر وکړى او دلته يې وويل هڅه به وکړي چي په دې ولايت کي يو شمېر کانونه راوباسي .
وحيدالله شهراني له کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره د ليدني پرمهال وويل چي د معلوماتو پر اساس ويلى سي چي د کندهار په مختلفو سيمو کي د ډبرو سکاره موجود دي او دى به پر دې کار وکړي چي ممکنه لارو په استفاده دغه سکاره راوباسي.
نوموړي همداراز وويل چي د کندهار په مختلفو سيمو کي مختلف معدونه او د کاني موادو زيرمي وجود لري چي د وخت سره سم به پر ټولو کار کيږي خو په خبره يې چي د اوس لپاره د ډبرو سکرو ترڅنګ د فلورايډ ډبرې د را ايستلو لپاره هم هڅي وکړي.
د وزير په خبره چي د ډبرو سکرو د را ايستلو لپاره يې وړاندي هم له يو شمېر کسانو سره خبري کړي او کېداى سي موده پس دلته يو شمېر پانګه وال راسي او له نژدې څخه يې د استخراج چاري وګوري.
نوموړي زياته کړه چي ددې موادو له را ايستلو سره به په کندهار کي د برېښنا ستونزه هم حل سي او د پاکستان او ايران هيوادونو پر سيميټو او نورو معدني موادو د افغانستان او په خاصه توګه د کندهار ولايت تکيه هم کمه سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د وزير د کانونو له وزير سره په ننۍ ليدنه کي هغه ته د ولايت د عمومي امنيتي او اقتصادي حالت په اړه معلومات ورکړل او هغه ته يې وويل چي د ولايت امنيتي حالت يې اوس ددې اجاب کوي چي پانګه اچونه وسي.
نوموړي زياته کړه چي کندهار د معدني موادو له خاطره خورا بډاى دى او په مختلفو برخو کي مسلکي کسان هم لري چي د وزارت د لږي تخنيکي مرستي سره کولاى د معدنونو په استخراج کي بارزه ونډه واخلي.
هغه له وزارت او پانګوالو وغوښتل چي په کندهار کي د معدنونو په استخراج کي ونډه واخلي او دلته خلکو د کارونو د زمينې پيداکولو او اقتصاد ته د ودي ورکولو لپاره کارونه وکړي.