کور / هراړخیز / په پېښور کي دافغان کونسلګرۍ د رشوت بازار ته کتنه

په پېښور کي دافغان کونسلګرۍ د رشوت بازار ته کتنه

دپیښوروحدت ورځپا ڼه زما د معلوماتو له مخه لومړنی پښتوورځپاڼه ده، چې د خیبرپښتونخوا، ایالت په زړه پيښورکې يي هغه وخت په نشراتوپیل وکړچي په ا فغانستا ن باندی سرو لښکرو یر غل کړی وواومظلوم ا فغا نا ن د جها د په سرو سنګرونو کې جنګید ل او په سرو ،وینو کې لمبیدل وحدت په د غه تا ریخ جوړونکوشیبوکې افغانانوته دروسی یرغلګرو په وړاندی حوصله ورکوله اود دوی اتلوالي يي پخپلوپا ڼو کې ثبتولی . دوحدت احسان په پښتواو پښتون هم دحده ډیردي په تیره دخیبرپښتونخواایالت په ژورنالیزم با ندي چي د پښتوژورنالیزم ته يي پیژندنه ورکړه اولا لګیا دی خدمت ورته کوی (چیزکه عیان است چې حاجت به بیا ن ) ترمقدماتی خبروبه نورتیرشواواصل هدف ته به راشو.
زه یودردیدلی اوکړیدلی افغان یم چي چیرته دافغا نستان په با ب اویا دافغانانوپه هکله ښه خبره واورم نوورباندی ویاړم اوکله چې يي د نا خوالو خبر شم نوزیا ت پری ځوریږم دوحدت ورځپا ڼی په سپيځلی لمن کې می ځوورځی وړاندی دیوه مشهورجهادی قومندان د ورور په هکله یومضمون ولوست چې دهغه دشخصیت ستا ینه پکي شوي وه اوپکی روښا نه شوی وه چي هغه ګواکی دافغانانوډیرخدمت کوي یاده، دي وی چي د دغه جهادی قومندان چي په زورونو، زرونوجریبه ځمکی يي چي دافغانستان د بیت المال برخه ده او دمظلوموافغا نانووینی دی قبضه کړی ورور معراج الدین نومیږی چی د پیښورپه قونسلګری کې د قونسل مرستیال دی .
ما چي دغه مضمون ولوست نود ځا ن سره مه وویل چې ځه شکردی زما وطن به ورا نیږی نه شکردی ، دادی اوس هم داسی کسان شته دی چې خدمت ته يي شپه او،روځ ملا تړلی . او په دغسی سختوشرایطوکې دمها جروافغانانو خدمت ته شپه او،ورځ ولاړدی . دکرزی د ادری اوحکومت په هکله می هم نظرمثبت لوری ته لږورکوږ شو چي ځه خلک هسی وايي چي ټوله اداره يي په فساد ککړه ده د ۲۰۱۲/۱۰اکتوبرچي زمونږد۱۳۹۱کال د تلی د میا شتی د ۱۹ نیټه سره سمون خوري یوځل بیا د افغا نستان دقونسلګری دمرستیا ل معراج بهسودوال مرکه ترسترګوشوه چي د هغه افغا نانو په هکله وه چی دعلاج او تداوی په غرض پیښورته په ویزه راځی خودخیبر پښتونخوا د پولیسوله خواځورول کیږی .اوپه پای کې دافغا نستان دولسمشر او ،وزارت خارجه نه غوښتنه شوی وه چي دمعراج الدین بهسودوال په شا ن د خدمت ګارانوستا ینه دي وشی .او،دوی دی دولت له لوری تحسین اوتقد یرشی . یوځل بیا خوښ شوم ماویل که دغسی کسان د کرزی حکومت تقدیرنه کړی نوڅوک به تقدیرکړی ، په تیاره کې چې یوه شمعه هم بله شی لویه خبره ده .تیره ورځ د دوستانو په يوه لویه میلمستیا کي نا ست وم. په پیښورکې دافغا نستان په قونسلګری باندي خبره راغله زه چی د وړاندی نه د وحدت اخبارد راپورونویا لیکنودلاری یوڅه ورته خوشبینه شوی وم،نوپه دی بحث کې ورګډ شوم یوافغان چې په کابل کی ساختمانی شرکت لری داسي کیسه کوله:دپیښورد قونسلګری یوه ویزه په (۵۰۰۰) کلداری په تور بازار کې خرځیږی زه حیران،دریان شوم چي دیوه ملک سیاسی نمایندګی څنګه په ویزوباندی سوداګری کوي ؟هغه راته وویل :داخوڅه سخته خبره نه ده ځومیاشتی وړاندی ایران کې یوی سیاسی نمایندګی دغه کارونه کاول کله چی پرانټرنیټ با ندی یی رازافشاشونوپه هغه نمایند ګی تبدیلی هم راغلی.هغه زیاته کړه:ما پنځلس تنه کارګران دخپل شرکت دپاره افغانستان ته بیول، دهغوی پاسپورټونه اونورقانونی اسنادچې دویزی دپاره ضروری وی ټوله تیاروه په افغا نستان کې هغه پروژه چې ما دغه کارګران ورته بیول باید په یوه هفته کې په کارپیل کړی وای . خودلته زما کارګران پوره یوه هفته سرګردانه ګرزیدل ، خوپه یوه هفته   کې یي حتا دویزودپاره فارمونه په لاس ورنغله کله چی به سهاراوه بجی د قونسلګری دروازی ته ودریدل نولس بجی به بیرته خالی لاس راغله.حیران وم چې څه وکړم داسی څوک می هم نه پیژانده چی هلته يي واسطه کړم تر اسلام آ باد پوری تلل هم دا راته سخته وه ترڅوچي یوه ورځ دهمدي کارګرانونه یوه تن ته دقونسلګرد دروازی امنیتی کسانونه یوه کس دخبروپه حدودوکي دیوچا پته ورکړی وه چې ستاسوکارهلته کیدای شی ناچاره بله ورځ زه خپله دغه تن ته لاړم اوموضوع می ورسره طرحه کړه . هغه راته وویل : پاسپورټونه داسنادوسره ماته وسپاری او پوره (۷۵) زره کلداری چی نیمی يي با ید مخکی اونیمی به چی زه ویزه کړی پا سپورټونه درته درکړم ماته راکړی ، ماورته وویل : وروره پا کستانیانوته دافغانستان ویزه فری ده او فیس نه لری خوکه ستاسوکمیشن وی نودابیه خوډیره لوړه ده .


هغه راته وویل :دی کې زما کمشن په پا سپورټ با ندی صرف (۵۰۰) کلداری دی نوری پیسی زه هغه تن ته سپارم چی تاسوته يي زما آدرس درکړی وو، زه نه پوهیږم چی هغه به څوترینه اخلی نوری ټولی کونسلر( معراج الدین بهسودوال ) ته سپاری ، ماوی دکونسلرنوم يي څه دي داخوډیره بده خبره ده چي په فری ویزه با ند ی پیسی ا خلی .وی وروره! په دی خبرو پسی مه ګرزه که غواړیی چې کاردی وشی دغه يي لارده د نا چاری می ورسره ومنله پیسی او پا سپورټونه مي ورکړه بی له دی چی په دروازه کې انتظاروباسواوپه ساعتونو، ساعتونوودریږوسبا مازیګرته يي ویزه شوی پا سپودټونه راته وسپارل، دالا پریږده زما دیوه دوست بهرته دتلودپا ره خپلی کورنی ته ځینی اسناد لکه پاسپورټ نکاح خط اوداسی نورپه کاروه . هغه ویل چې ورغلم راته وویل شوه چې یوه هفته وروسته راشه اودغه ،دغه اسناد راوړه ما ورته وویل چې که یوڅه مرسته را سره وشی زما دغه اسناد، دکیس دپاره ژرپه کاردی راته وویل شوه چې زموږکونسلرد ارجنټ کاردپا ره دومره پیسی غواړی ، ورته می وویل چي ما ته دهغه سره دلیدویوه موقع راکړی مسؤل تن ورته وروستم په دومره لويي اوتکبرنا ست وو چي مه کوه پو ښتنه زما عرض ته يي غوږ هم نه دی نیولی خپل د دروازی کس ته يي وویل :دی فلانی ته بوزه چي هغه ته ورغلم هغه راته بیرته هم هغه خبره وکړه ، وروسته می خبره په (۳۰) دیرش زره کلداری ورسره خلاصه کړه .ماورته وویل : همدغه کونسلرخوزما څخه دویزودپا ره  هم پیسی اخیستی نوم يي څه ووهغه راته وویل: په دروازه يي بهسودال لیکلی وو دبا ندی می دیوه مراجعه کونکی نه تپوس وکړ، هغه راته وویل : چی نوم يي معراج الدین دی زوريي هیڅوک نه لری پوهیږی دقومندان غفا رګوجروروردی . څه پری کولای شی . چې کاردی په پیسوهم خلاص شی لویه خبره ده.
زه چې تراوسه پوری لکه څوک چې دبت په شان مهبوت شوی وي ځا ن ته می تکان ورکړ، اود مایوسی په سمندر کې لا هوشوم . زه نورهیڅ نه وایم او په دی هم نه پوهیږم چې ددغه تن توصیف اوتعریف چې په دومره فسادکې ککړدي ولی څوک په داسی الفا ظوهغه هم دوحدت غوندی ورځپا ڼه کې چی حقیقی ژورنا لیزم پا لی بیان وکړی ؟ دا څرګنده او روښانه ده چه ځنی کسانو د ژورنالیزم اساس او نبسټ ته شاه کړی ده او هر څه د مادیاتو په آینه کښي وینی ، الله ج زمونږ اداری له داسی فاسدو اشخاصو ځنی پاکی کړی ، خوستاسونه يوه غوښتنه ضرورلرم چې زما دغه لیکنه به د خدای (ج) په خا طر خپروی ، ما خپلی غا ړی خلاصی کړی د لراوبر څخه هیله کوم چی هغوی هم خپلی غاړی خلاصی کړی .
په ډیرادب


————————————————————


د پورتنۍ موضوع په اړه لراوبر د يو شمېر هغو کسانو سره اړيکه ټينګه کړه چي د تېرو ۵ مياشتو راهيسي يې په پېښور کي يې افغان کونسلګرۍ ته د پاسپورټ اخستلو ، پاسپورټ تمدېدولو، تعليمي او نورو حقوقي اسنادو د تصديق ، نکاح خط يا نورو چارو لپاره ورغلي دي، له بده مرغه يوازي د هغو خلکو کارونه په اساني خلاص سويدي چي د يوچا لخوا د کونسلګرۍ چارواکو ته معرفي شوي وو يا پخپله زوره ور خلک وو.


ښاغلي معراج الدين بهسودوال تېره ورځ د يوه سيمه ايز خبريال په لاس لراوبر ليک راولېږئ چي خپاره سوي تورونه د ردولو تر څنګ يې ليکلي وه چي که ليکوال ريشتيا وايي نو ثبوت دي وړاندي کړي، يوه ورځ وروسته يې په سيمه کي يو فرهنګي شخصيت لراوبر ته واسطه کړ چي په لراوبر کي يې په اړه ليکنه ليري شي . کله چي د لراوبر د مسول عبدالله احسان لخوا د ټيلفون له لاري له ښاغلي بهسوادوال څخه وپوښتل سوه چي پرون مو وويل چي اسناد خپاره کړئ او نن واياست چي ليکنه ليري کړئ علت څه دی ، نوموړي وويل اصلآ د ……. د زوی د نکاح خط له امله دا هر څه بهر ته راووتل، نوموړي په دې لنډو خبرو کي پر دې ټينګار کاوه چي ددغه ليکني په خپرېدو يې شخصيت زيانمن سوی دی .


په اسلام اباد کي د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت وايي چي ددغي موضوع په اړه جدي پلټني کوي ، د افغان سفارت لخوا د لراوبر په نامه د رسمي ليک متن په دې ډول دی :


د لراوبر ټکې کام محترمو چلوونکوته !


د ۲۰۱۳ د جنوري په ۵مه ستاسې ویبپاڼې کې د ایوب خان په نامه د یوه لیکوال لخوا “په پېښور کي دافغان کونسلګرۍ د رشوت بازار ته کتنه” تر عنوان لاندې لیکنه خپره شوې او په پېښور کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جنرال قونسلګرۍ د یوه مسئول په  اړه یې اظهارات کړي.


په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت یاده موضوع ولوستله او په جدي توګه یی څېړي. مونږ هیله کوو چې که لیکوال یا نور څوک پدې اړه مستند اسناد یا معلومات لري نو په لاندې ذکرشوي بريښنا لیک دې له مونږ سره شریک کړي.monitoring95@gmail.com


په درناوي


په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوۍ سفارت