کور / تازه خبرونه / د سهېل ١٢٩ بنديان ازاد سول

د سهېل ١٢٩ بنديان ازاد سول

کندهار افغانستان- د بګرام له پوځي زندان څخه د کندهار، روزګان او زابل ولايتونو ١٢٩ هغه زندانيان چي د سياسي جرمونو په خاطر نيول سوي ول نن په کندهار ولايت کي ازاد سول.

په ياد سوي تعداد کي ٩٩ يې په کندهار، ١٣ په زابل او پاته ١٧ تنه يې د اروزګان په ولايت پوري تړاو پيدا کوي چي د مختلفو سياسي جرمونو په خاطره يې مختلفي د بند مودې درلودلې.

د خپلوانو سره د زندانيانو د يو ځاى کېدو لپاره د کندهار ولايتي شورا په انګړ کي پروګرام جوړ سوى و چي پکښي د باګرام زندان مسول جنرال محمد يار بارګزي، د کندها رولايت مقام مرستيال، د سولي شورا رئيس، ولايتي شورا، د قومونو مشرانو او د بنديانو خپلوانو برخه اخستې وه.

جنرال بارګزي ډاډ څرګند کړ چي ډېر ژر به ددې حوزې نور سياسي زندانيان هم له بنده خوشي او د خپلو کورنيو سره به يو ځاى سي.
د ښاغلي بارګزي په خبره چي د ولسمشر د فرمان او د کندهار د ولايتي مسولينو او د سولي د شورا په هڅو يي ياد زنداينان له بنده خوشي کړي دي او يادونه يي وکړه چي د تاريخ په اوږدو کي د يو دولت له لوري په دې کچه زندانيان نه دي خوشي سوي
د کندهار دسولي د ولايتي کمټې ريس حاجي عطامحمد احمدي وويل چي په هيواد کي د سولي د راوستلو په موخه بيلا بيلي هڅي رواني دي ،يو اړخ يي هم د سياسي زندانيانو خوشي کول دي
پر تازه خوشي سوو زندانيانو همدارنګه په غونډه کي ږغ وسو چي نور خپل عادي ژوند پيل کړي او د سولي پروسي د قوې کېدو په موخه خپل رول ادا کړي .
د يادوني وړ ده چي نژدې درې اونۍ وړاندي هم ددې حوزې ٨٦ تنه سياسي زندانيان له بنده خوشي سوه .