کور / تازه خبرونه / دپاکستان دجمعیت اسلامی پخوانې مشر قاضي حسین احمدمړشو

دپاکستان دجمعیت اسلامی پخوانې مشر قاضي حسین احمدمړشو

اسلام اباد : دپاکستان اونړیوالوخبرونو پر بنسټ دپاکستان دمذهبي سياسي ګونددجماعت اسلامي ستر سیاستوال اوددي ګوندپخوانې مشر قاضي حسين احمد دورپېښې ناروغۍ له امله په اسلام کي مړشو .قاضي حسین احمد چې له تېرې څه مودې راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته وو، تېره ورځ يې روغتيايي حالت ډیرخراب شواو ددرملنې لپار ه داسلام آبادیوه شخصي روغتون ته ولیږدول سواو هلته د ۷۴ کلنو په عمر ومړ.
دهغه زوی لقمان قاضي وویل چي،دهغه دجنازی مراسم به نن د غرمي وروسته دپیښور ښاردجناح رودکي ترسره شي.
قاضی حسین احمد په ۱۹۳۸ میلادي کال کی د پښتونخوا آیالت کي زیږدلي دی. په ۱۹۸۰ میلادی کال کي دپاکستان سیاسي ډګر ته ورننوتي اوڅوځله دپاکستان دولسي جرګي اوسنا مجلس دغړي په توګه پاتي شویدی.
په افغانستان کي د شوروي اتحاد ديرغل پر مهال د ده په مشرۍ د جماعت اسلامي ګوند دافغانستان د جهادکلک ملاتړ اعلان کړ ، دمجاهدنو سره یی بېلابېلي مرستې کولې او دمجاهدينو له ګوندونو سره يې نږدې اوژوري اړيکې درلودې. قاضی حسین احمد دافغانستان د جهادی رهبرانو سره لکه :ګلب الدین حکمتیار، استار رباني،احمدشاه مسعوداونورو سره ډیری دوستانه اړیکې درلودی.مګر په افغانستان کې دوسلوالوطالبانو پر ضد دامريکایی یرغل دپيل شووعملياتوکلک مخالفت يې کاوه، او د ترهګرۍ پر ضد جګړه يې دروغ باله.
قاضي حسين احمد په افغانستان اوسيمه کې ټولې ستونزې د بهرنيانود لاسوهنو له امله بللې او ټينګار يې کاوه چې په سيمه کې دسولې او ثبات لپاره بايد د بهرنيانو دلاسوهنو مخنيوى وشي، خونوموړي دکوم بهرني هېواد نوم وا نه خيستي.هغه په افغانستان کي دپاکستان دولت لاسوهني او دپولی څخه را اووښتوځان مرګيانو په باره کي هم پټه خوله پاتی شوی وو.دوه مياشتې مخکې په مومندو ايجنسۍ کې پر هغه ځانمرګي بريد وشو،خو دى ترې روغ رمټ وتلى و.
قاضی حسین احمد له پيښور پوهنتونه په جغرافیه کې دماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې وې او عملي سیاست ته تر راتګ وړاندې يې تر دوو کالو پورې د سوات په یوه دولتي کالج کې د ښوونکي په توګه دنده هم ترسره کړې وه.
قاضی حسین احمددوه لوڼې او دوه زامن لري، چې راحیله قاضي اولقمان قاضی يې تر نورو یوڅه فعاله سیاستواله بلل کیږي.