کور / تازه خبرونه / په هلمند کی دښاردجاروکولوپروسه پیل شوه

په هلمند کی دښاردجاروکولوپروسه پیل شوه

دهلمند ښاروالي محمد فاضل صافي وایی دښاردجاروکولوپروسه یی دهمکاري موسیسی رمپپ په مرسته ددي ولایت دمرکزلښکرګاه څخه پیل کړه .نوموړي زیاتوی چی پدی پروسه کی دقومي مشرانوترڅنګ دعلماوشورا ولایتي شورا او حج اوقافوریاست مسؤلینو هم برخه اخیستي وه .ده وویل غواړی دښارټولوبرخي پاکی کړي ترڅو خلک دا کار دځان مسؤلین وګڼي دصافی په خبره دوي غواړی خلکوته لارښونه وکړي ترڅو هغوی خپل ښارپاک وساتي .ښاروال وایی دامهال یی دلښکرګاه اکثره برخي رغولي اوغواړي دښاروالي دهمکارو موسیسوپه مرسته خلکو ته خپل خدمات زیات کړی که څه هم نوموړي دخپلو عوایدودزیاتوالي خبر هم ورکړخو وویل چی که خلک دښاروالي مالیه پروخت ورکړي نو ددوي په خدماتو کی به دوه برابره ډيروالي راشی .هیلمند دافغانستان دجنوبي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي چی دبیا روغوني برخه یی معمولآ ګړندي ده .پدی ولایت کی دتیروکلنوپه پرتله ډیر کارونه شوی اودولسوالیو لاري یی هم پخي شوی دی .تیروکلنوته په کتو پدغه ولایت کی دنړیوالوموسیسواوخپله دولتي اداروپه مټ زیات پرمختګونه شوی دی .دنړیوالي ټولني پاملرنه ورته زیاته ده چی له امله یی دسیمي دخلکوپه ژوند کی هم مثبت تغیر راوستلي دی .دژوند لمړنۍ اسانتیاوي یی ورته برابري کړي اوخلک په ورځني ډول په خپل کاروبارو لګیا وي .