کور / خبرتیا او پيغامونه / د بولدک اولسوالۍ د پيښي په باب د کندهار والي پيغام

د بولدک اولسوالۍ د پيښي په باب د کندهار والي پيغام

کندهار افغانستان- په ډېر غم او خپګان سره مي خبر تر لاسه کړى چي د افغانستان د سولي او پرمختګ د ښمنانو يو ځل بيا ددې هيواد مظلومي او بې ګناه څو کورنۍ د غم پر ټغر کښېنولې.
نن غرمه دوولس بجې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د محلي شورا په انګړ کي غبرګ ځانمرګي بريدونه وسول چي پکښي د يوه کوچني په ګډون پنځه تنه ولسي خلک شهيدان او پنځلس نور زخميان سول.
د خلکو دې دښمنانو په ننۍ بريد سره د عامو خلکو او بې وسلې افغانانو پر ضد خپله ژوره کرکه او نفرت بيا ښکاره کړى او په ډاګه يې دا اعلان کړه چي د خپلو سياسي موخو لپاره حتى کوچنيان هم وژل سي.
په دې پېښه کي ټولو شهيدانو ته باري خداى له درباره د فردوس جنت، زخميانو ته يې د عاجلي شفا او خپلوانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم.