کور / اسلامي / ولی دالله (ج)اودمحمد(ص) نومونه په عربی څرګندیږی؟ (۸)

ولی دالله (ج)اودمحمد(ص) نومونه په عربی څرګندیږی؟ (۸)

بسم الله الرحمن الرحیم

ولی دالله (ج)اودمحمد(ص) نومونه په عربی څرګندیږی؟

لوستونکو ته د اسانۍ په خاطر ددغه لړۍ ټولي برخي په همدې مخ کي پرله پسې خپريږي .

لومړی څپرکی

ماولی داليکنه وکړه:

دعلم په پټولوکی وعید:
عن ابی هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من سُئل عن علم فکتمه أُلجم یوم القیامة بلجام من نار. رواه ابوداؤدوالترمذی وحسنه وابن ماجه وابن حبان فی صحیحه والبیهقی ورواه الحاکم بنحوه وقال صحیح علی شرط الشیخین ولمیخرجاه.
ژباړه: حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلام فرمایی چې له چاڅخه دڅه علم پوښتنه وشی ( چې دی په پوه ؤ) لکن هغه ئې پټ کړنودقیامت په ورځ به ورته داورواګی وااچولی شی.[1] نوکله چی له ماڅخه پوښتنه وشی نوزه کوښښ کوم چی دخپلومعلوماتوپه ترڅ کی ورته ځواب ورکړم، اوکوښښ کوم چی ددې حدیث شریف ترمصداق لاندی را نشم، داچی له ماڅخه پوښتنې شوی وې نوځکه می دالیکنه وکړه، اوخپل تروسه پوری می یوڅه ورباندی ولیکل.
لکه څرنګه چې په دې ورستیووختونوکی دانټرنیټ له لاری ډیروملګروراڅخه غوښتنه وکړه چې بایدزه په دې هکله یوه علمي څېړنه وکړم حقیقت روښانه شی، اوداثابته شی چې ولی دالله جل جلاله نوم اوداسلام دسپیڅلی پیغمبرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم مبارک نوم دخلکوپربدنو، دونوپرپاڼو، پرډبرو، پرګلانواونورشیانوکی ښکاره کیږی یواځی په عربی باندی؟ اوپه مجموع کی دنړۍ له ګوټ ګوټ نه داپوښتنې رالیږل شوی دی:
۱: ولی یواځی دالله نوم په عربی باندی څرګندیږی؟
(له جرمنی څخه الهام)
۲: ایاوالله جل جلاله ته په پښتوکی (خدای) اوپه دری کی (خدا ) استعمالولای شو؟
(فاطمه خور له متحده اماراتوڅخه)
۳: دعربی ژبې فضیلت څه شی دی؟
(له کویټ نه ام خالد)
۴: دالله جل جلاله نوم ولی په نوروژبولکه انګلیسی، هسپانوی، فرانسوی باندی نه څرګندیږی؟
(له امریکانه احمد)
اودې ته ورته پوښتنوزه ودې ته وهڅولم چې بایدلیکنه ورباندی وکړم، ځینوکسانوداهل سنت په نامه داسی ایمیلونه راولیږل چې والله ته (خدای) یا(خدا) ویل کفردی، العیاذباالله، اوځینوبیانورڅه، په دې څېړنه کی ماپورتنۍ اوداسی نوری پوښتنې ټولې پکښې رانغښتې دی، یوشی چې زه ئی بایدیادونه وکړم هغه دادی چې یوی خوروماته دبریښنالیک له لاری په بی بی سی ویب پاڼه کی دوږمې خورپه هکله لنک راولیږی چې تاسی یی هم لوستلای شی، چې دوږمی خورپرمخ باندی دالله جل جلاله اودمحمدصلی الله علیه وسلم نومونه څرګندشوی وه دالیکنه یوې اروپایی میشتې لیکوالې خور ملالۍ بشیرکړیده، زه نه یم خبرچې ملالۍ بشیرپه اسلام کی پوره معلومات نلری اوکه دمستشرقینودسیوری تراغیزولاندی راغلې ده، یوڅوک هرلیکنه لیکلای شی اوخپرولای یی شی، خوپه مذهبی لیکنوکی زښته ډیراحتیاط په کاردی، څوک ناول لیکی، څوک کیسې لیکی اوځینی نورڅه چې داټول دتخیل محصول دی، که کومه اشتباه پکښی وی نوڅه پرواپه دی نه کوی چې دالیکنه یوتخیلي انځوردی اوغیرحقیقی لیکنې دي خومذهبی لیکنې بیاداسی نه دی مذهبی لیکنه هراړخیزمعلومات اوپوره پوه اودقت غواړی که یوڅوک مذهبی لیکنه نشی کولای نواقلابایددانټرنیټ په دې نړۍ کی بایدله یوعالم سره اړیکی ونیسی اوخپله لیکنه بیاخپره کړی، خوزه ودې ګرانې خور ته دعاءکوم که چیری دې خوردالیکنه نه وای خپره کړی نوبیاپردې موضوع باندی دومره څېړنه نه کیدل، اوس به هم ملاله خوراوهم نورامت مسلمه ورڅخه استفاده وکړی. دملالۍ بشیرخوردلیکنې یوه برخه داده:
لنک دادی:
http://www.bbc.co.uk/pashto/interactivity/2012/08/120817_ss-malalai-girl-with-allahs-name-on-her-skin.shtml
ملالۍ بشير
اروپا ميشته افغانه ليکواله
لومړۍ خبره دا چې خدای پاک ولې داسې معجزو ښودلو ته اړ دی؟ آيا دا ټول کاينات او په خپل حضرت انسان معجزه نه ده که څنګه؟
دوېمه خبره دا چې د خدای (ج) او محمد (ص) نومونه هر وخت په عربي ولې راڅرګندېږي؟
کېدای شي عربي د قران د ژبې له امله سپېڅلې وګڼو خو په نړۍ کې ډېر مسمانان په نورو ژبو هم ليک لوست کوي.
دا نومونه ولې په هسپانوي، انګرېزي، روسي، فرانسوي او داسې نورو ژبو نه دي؟
آيا د عربي ليکدود نه لوستونکې هغومره ښه مسلمانان نه دي که څنګه؟
که داسې معجزې په نورو ژبو راښکاره شي، غېر مسلمانو ته به چې په عربي نه پوهيږي، ښه او مستقيم پيغام وي که نه؟
که داسې معجزې په نورو ژبو راښکاره شي، غېر مسلمانو ته به چې په عربي نه پوهيږي، ښه او مستقيم پيغام وي که نه؟
خو يوه خبريال هم دا نه دي کړي چې د ساينس په دې پرمختللي زمانه کې د وږمې پر پوستکې د راښکاره شوو نومونو په اړه طبي څېړنه وکړي او د کوم جلدي ډاکټر سره خبرې وکړي.”

[1] الترغیب والترهیب، تصنیف حافظ زکی الدین عبدالعظیم بن عبدالقوی المنذری المتوفی ۶۵۶ هق
——————————————————————————————–
دوهم څپرکی

ولی خدای جل جلاله خپل اسم ذات (الله) ښکاره کوی؟؟؟

دامسلمه خبره ده چې الله جل جلاله ودې ته اړیتانلری چې، خپل مبارک نوم ښکاره کړی، خووبل لورته لکه څرنګه چې دحضرت آدم علیه السلام څخه نیولی بیاتراوسه اوبیاترقیامته پوری به داسی انسانان وی چې دالله نافرمانی به کوی، که په نړۍ کی دشرک اوبت پرستۍ وتاریخ ته وګورونوداسلامي تاریخ په زرینوپاڼو کی داراته معلومیږی چې بت پرستی دحضرت آدم علیه السلام څخه وروسته دحضرت شیث علیه السلام دوفات څخه پیل کیږی، دهغه راهیسی داشرک ودې اندازی ته ورسیدی چې انسانانو(مشرکینو)دبنی نوع انسان عبادت پریښوداووحیواناتوته ئې مخه کړه،اوځینوخوبیا حیوانات هم پریښودل اووجماداتوته ئې سرپه سجودایږدی، سُبحان الله په اوس وخت کی داسی انسانان شته چې لمرخپل معبودبولی، څوک وسپوږمۍ ته سرپه سجده پراته دی، څوک دبیزوګانوعبادت کوی، څوک دمارانوعبادت کوی، څوک دشیطان عبادت کوی، څوک دموږکانوعبادت کوی، څوک دونوعبادت کوی، څوک دستورعبادت کوی، څوک دملائیکوعبادت کوی، څوک دسپوږمۍعبادت کوی، څوک داورعبادت کوی، څوک دسمندروعبادت کوی اوداسی نور…. ایاداانسانان نه دی؟ عقل نلری؟ خوراک اوڅیښاک نه کوی؟ تعلیم نلری؟ دښه اقتصادخاوندان نه دی؟ بلکې هرڅه لری اوپه هرڅه پوهیږی لکن خدای جل جلاله دداسی خلکولپاره خپل اسم ذات په مختلفوڅیزونوکی ښکاره کوی، چې یوځل بیاورته وښیی چې یواځی اویواځی الله جل جلاله برحق معبود دی اوبس، که چیری دی انسانانوفکرکولای نوپه ټوله نړۍ کی به دشرک ټغرټول وای، اوس زه درته دنړی دمذهبونوپه هکله څه معلومات درکوم، چې دویکفیډیاڅخه می رااخیستی دی چې داخبره به ښه جوته شی چې ولی الله جل جلاله خپل مبارک نوم (الله)اودخپل حبیب نوم (محمدصلی الله علیه وسلم ) په انسانانو، ډبرو، ونو، میوو، سبزیجاتو، وریځو، ماهیانو اونورو… کی ښکاره کوی.
دټولی نړۍ نفوس (6.9) بلیونه دی، چې په دې ټوله نفوس کی دنړۍ ۴۳٪ سلنه ئې عیسایان دی چې ټول شمیرئې (۴۳۳۱۵۰۹۰۰۰) کیږی، داټول په دې عقیده اوباوردی چې حضرت عیسی علیه السلام دخدای ځوی دی نعوذباالله،اوخدای دی، نعوذباالله داټول شرک کوی، ایاپه اوسنی وخت کی عیسایان یوغټ طاقت نه دی؟ ددوی اقتصاد، فوځی نظام، تعلیم، اوپرمختګ ترټولوزیات دی،نوبیاولی حضرت عیسی علیه السلام دخدای ځوی اویاهم خدای بولی؟ ایادوی عقلونه نلری؟ ایادوی وځانوته پوهان، تعلیم یافته، روشنفکران اود نړۍ پرمختلی قوم نه وایی؟ که داسی ده نوولی دالله جل جلاله سره شرک پیداکوی؟ دوی واسمانواومځکوته نه ګوری چې چاپیداکړیدی، اودوی په دې هم ښه پوهیږی چې حضرت عیسی علیه السلام زموږپه شان یوانسان ؤ چې خوراک ئې کاوه، څیښاک ئې کاوه چې ددوی مقدس کتاب بایبل هم ورباندی ګواه دی،چی حضرت عیسی علیه السلام انسان اوبشرؤ داچې دوی کاڼه، دی حق نه اوری، ګونګیان دی حق نشی ویلای اوړانده دی حق نشی لیدلای نوځکه الله جل جلاله داسی معجزی په هروخت کی ورته ښکاره کوی. چې الله جل جلاله یودی شریک نلری اومحمدصلی الله علیه وسلم دهغه اخیری پیغمبردی.
دنړۍ (۱۶٪) سلنه خلک چې دټولوشمیر (۱۱۰۰۰۰۰۰۰۰) یوولس سوه میلیونه دی، مطلق دخدای دوجودڅخه منکردی، الله اکبر الله اکبر الله اکبر، داهغه خلک دی چې غیرمذهبی خلک دی، لکه ماده پرستان، طبعیت پرستان، کمونستان اوداسی نور… داخلک په دې آنددی چې انسان دواښه په شان رالوی شواوبیادواښه په شان ولاړی، نه اخرت شته اونه خدای شته نه حساب اوکتاب شته اونه هم دوږخ اوجنت شته، داهم هغه خلک دی چې لوړلوړطاقتورخلک دی، په تخنیک کی ښه پرمختللی دی، په تعلیم کی هم مخ په لوړه دی، نوکه دوی صرف خپلو بدنو ته کتلی وای دوی به دااعتراف کړی وای چې خدای جل جلاله شته، خواوس دوی هم کاڼه، هم ګونګیان اوهم ړانده دی، نوځکه الله جل جلاله داسی معجری ښکار کوی.
(15.48%) هندوان دی، چې ټوله شمیرئې (۹۹۹۸۰۰۳۵۸) کیږی، په نړۍ کی شتون لری، دهندوانوعجبه عقیده ده، څوک ئې درې خدایان منی، څوک ئې (۳۰۰)، منی، څوک ئې (۳۰۰۰) څوک ئې (۳۰۰۰۰۰۰) دری میلیونه اوڅوک ئې وهرشی ته خدای وایی، نعوذباالله، هندوان هم لرغونی تاریخ لری، ښه تهذیب لری، په اوسنی وخت کی تعلیم اوژواک ئې نسبتا ښه دی، خوددی باوجوددوی پرواحدخدای جل جلاله باندی ایمان نلری، اوشریکان ورته نیسی، داولی؟؟؟ دهمدی خلکولپاره الله جل جلاله دامعجزی ورښکاره کوی چې دوی فکروکی چې الله جل جلاله یودی اوبل دده په مثل نشته، داهرڅه دده مخلوقات دی اودی ئې خالق دی.
(35.4%) سلنه مسلمانان دی چې شمیرئې (۲۸۱۹۳۱۴۰۰۰) کیږی په نړۍ کی شتون لری، که څه لږدعقل په سترګوورته وکتل شی نودابه جوته شی چې په نړۍ کی په سلوکی (۳۵) کسان خدای جل جلاله منی چې واحداولاشریک دی، اوکیدای شی چي په دې مسلمانانوکی اغاخانیان هم ګډون ولری، داځکه چې دوی هم وځانوته مسلمانان وایی اوحال داچې دوی اغاخان خدای بولی اوله اسلامه وتلی ډله ده، بهایان به هم پکښی وی، داځکه چې بهایان هم عبدالبهاء خدای د ځان بولی اوله اسلام وتلې ډله ده، احمدیان هم ځانونه مسلمانان بولی کیدای پکښی وی، داځکه چې دوی دفخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم درسالت اونبوت څخه منکردی او نه ئې منی نوځکه دوی له اسلامه وتلې ډله ده، اوکیدای سی داسی ډیری له اسلامه وتلې ډلی پکښی وی، اوحتی ځینی هم پکښی دی چې محمدصلی الله علیه وسلم خدای بولی اوداسی نور… نوکه دغه (۳۵) سلنه ښه وکتل شی نوډیرلږکسان به پاتی شی چې موحدین به وی اونورټول مشرکان دی اوله دینه وتلی خلک اویاهم هغه کسان دی چې خدای نه منی، نوځکه خدای داسی معجزی ښکاره کوی.
د(۷-۱۰٪) پوری بودایان دی، چې بودامعبودبرحق بولی اودهغه عبادت کوی، اوحال داچې دهغه داسی څه ښکاره فلسفه هم نشته، اونه ئې په دین کی کوم عبادت شته بلکې پریوڅواخلاقی ټوټوباندی مشتمل دی اوبس، داهم الله جل جلاله په وحدانیت نه منی، نوځکه الله جل جلاله داسی معجزې ښکاره کوی.
یادونه: زماسره دالله جل جلاله اودحضرت محمدصلی الله علیه وسلم دنومونو په سوونوانځورونه دی، چې ماپرفېس بوک باندی هم خپاره کړیدی، اوپه دې انځورونوکی داسی هم شته چې په کورونوکی په کامروباندی اخیستل شوی دی ، اوځینی حتی موږپخپله اخیستی دی چې هیڅ شک اوشبه پکښی نشته.

———————————————————————————————-
دريم څپرکی

دالله جل جلاله دنامه څېړنه:

الله، معبودبحق، اصله (أله) دخلت علیه (أل) ثم حذفت همزته وادغم اللامان.
الله ومعبوبرحق ته ویل کیږی، دالله نوم په اصل کی (أله)ؤ، چې وروسته (أل) پرداخل شو یعنی (أل أله) شو، دوه لامان سره یوځای شول، چې ددوی دادغام له کبله همزه ولاړه او(الله) ورڅخه جوړشو.
اللهم: کلمة تستعمل فی النداء مثل، یاالله
د(اللهم) کلمه دنداء لپاره استعمالیږی، چې کله موږوالله ته خپل اوازکوو لکه (یاالله).[1] اوس داجوته شوه چې د(الله) نوم دالله جل جلاله لپاره اسم ذات دی، اودمعبودبرحق په معناسره دی، چې دالفظ دهیچالپاره نشی استعمالیدلای، بیله معبوده برحق الله جل جلاله څخه، داچې په قران کریم کی الله جل جلاله ۹۹ نومونه لری دالله څخه ماسوانور ټول ئې صفات دی، لکه الرحمن، الرحیم، الملک ، القدوس، السلام، المهیمن، العزیز، الجبار، المتکبر اوداسی نور….
دالله جل جلاله نوم په قرآنکریم کی (۲۶۹۷) ځله راغلی دی، اود(اللهم) ۵ ځلی راغلی دی.[2] داچې الله جل جلاله یواځی د(الله) نوم پرخلکو، پاڼو، میوو، ډبرواونورڅیزونوکی ښکاره کوی یوه وجه ئی داده چې دادمعبودبرحق اسم ذات دی اودانوم یواځی اویواځی په یوه رب پوری ځانګړی دی اوبس. په نړۍ کی ډیرانسانان شته دی چې دشیطان، دمار، دموږکانو، دبیزوګانو، ستورو، لمر، اوبوتاتوعبادت کوی وهغوته دوی الله نه وایی بلکې یوځانګړی نوم ورته لری، چې دوی به ورته دیوه شی متصرف، واکمن، دجنت پلار، دبخت څښتن اونورنومونه ورته لری، داچې له دوی سره مشابهت رانشی نوځکه رب العزت خپل اسم ذات (الله) ښکاره کوی.
دالله جل جلاله دنامه دذکرګټې:
۱: هرورځ په یوزر(۱۰۰۰) ویلوسره دویونکی یقین بشپړجوړیږی.
۲: دجمعې په ورځ ترلمانځه دمخه چی سړی پاک وی اوپه خلوت کی وی اودالله ذکروکړی که هرڅومره ستونځمن مقصدئې وی الله جل جلاله به ئې ورته اسانه کړی.
۳:دهرلمانځه وروسته دالله جل جلاله دنامه ویونکی دکشف خاوندکیږی.
۴:که چیری دالله جل جل له نوم (۶۶) ځلی ولیکل شی اوبیاپه اوبوکی ونستیږل شی اویوه ناروغه ته ورکول شی نوالله جل جلاله به شفاء کامله ورپه برخه کړی.
۵: که یوڅوک دالله جل جلاله سره مینه لری دالله دنامه ذکرکوی اودذکرپه پای کی (هوالله الرحیم) ووایی نودهغه ایمان به دشیطان له منګولواوشره به په امن کی وی.
۶: که چیری یوڅوک (۱۰۰۰) ځله (یاالله هو) ووایی نوالله جل جلاله به ئې دایمان نورزیات کړی.
۷:کوم څوک چی دجمعې په ورځ دمازیګردلمانځه څخه ورسته مخ پرقبله کښینی ترماښامه پوری (یاالله یارحمن) ووایی بیاچی له الله جل جلاله څخه هرمشروع شی وغواړی الله جل جلاله ئې ورکوی.[3] بله وجه داده چې (الله) په عربي ژبه کی ورته وایی اودعربې ژبې فضیلت پرنوروټولو ژبوباندی په اسلام کی ښکاره ده، اوهغه داچې:
عربي ژبه دقرآن ژبه ده
دځمکې پرمخ عربي ژبه یواځنۍ ژبه ده چې پرنحوي اوصرفي اوصولواوبنسټونو باندی جوړه ده، داژبه دومره فصیحه اوپراخه ژبه ده که چېری موږپه پښتوکی وآس ته یونوم لرونوپه عربي ژبه کی ترسلوزیات نومونه لری، که چیری وزمری ته موږیونوم (زمری) لرونوپه عربي کی تر۳۰۰ زیات نومونه لری، وبل لورته دعربي ژبې هرتوری وځانته ریښه اوبنسټ لری، دبیلګې په ډول سره قلم رااخلو:
– (قَلَمَ) دپریکولوپه معنادی لکه په عربی کی چې وایی، قلم الشئ، دیوشی پریکول
– (قَلَّمَ) لږلږپریکول
-(اَلقَلَمُ) دلیکلوقلم، ترڅوچې وتراشل شی اوجوړشی، اوکه جوړنشی نوورته (قصبة اویراعة) ورته وایی.
– (قَلَمٌ) داهغه قلم دی چی جوړشی اولیکلوته چمتوشی.[4] اوکه موږوبین المللی ژبې انګلیسي ته راشونوهغه تر۱۲ زیاتوژبوڅخه جوړه شوی یوه ژبه ده، چې زیات هغه توری چې ریښه لری ویونانی ژبې اویاونوروژبو ته ځی، همداوجه ده چې انګلیسی ژبه په لیکلو اولوستلوکی ستونځې لری اوګرامرئې هم دستونځوسره مخامخ دی، وبل لورته که موږدعربي ژبې وګرامر(پښویه، صرف اونحو) ته راشونوعربي ژبه کی یوقانون موجوددی دبېلګې په ډول (کل فاعل مرفوع)یعنی هرفاعل به رفع لری، داپه ټوله عربي ژبه کی شتون لری برعکس داسی نه ده لکه دانګلیسی ژبې ګرامرچې په ټوټو دی اویوه لوی بنسټ نلری، داځکه چې دلته په انګلیسي ژبه کې چې دهرې ژبې توری استعمالیږی دهغې ژبې داصولواوګرامر مطابق په انګلیسي ژبه کې هم استعمالیږی؛ چې دااحقرراتلونکی کتاب (په انګلیسي ژبه کې تلفظ )درسره وګوری چې ډیرژربه چاپ شی انشآء الله.
———————————————————————————————–
څلرم څپرکی

عربي ژبه دټولوژبونه لومړۍ ژبه ده!

لومړی انسان سیدنا حضرت آدم علیه السلام چې کله الله جل جلاله پیداکړ هغه په جنت کی ؤاوهغه عربی ژبه ویل،وبل لورته نبی کریم صلی الله علیه وسلم دعربي ژبې دمحبوبیت په اړه فرمایی:
احبواالعرب لثلاث فانی عربیٌ والقرآن عربیٌ ولسان اهل الجنة عربیٌ.[1] ژباړه: دعربی ژبې سره له دریواړخونومینه پکارده، یوداچې زه(فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم) عربی یم، دویم قران کریم عربی دی اودریم داچې دجنتیانوژبه عربی ده.
دټولوملائیکوژبه عربی ده،کوم احکام چې وملائیکوته ورکول کیږی داټول په عربي دی، کرام کاتبین ملائیکې چې څه لیکئ داټول په عربي دی، دقیامت په ورځ به دحشرپرمیدان باندی ټولې پریکړې په عربي وی، په قبرکی ژبه عربی ده، دادنړۍ ټولې ژبې دحضرت نوح علیه السلام دتوپان څخه وروسته پیداشوی دی، اوپه نړۍ که عربی اوله ژبه ده.
دعربی ژبې دپراخوالې نمونه
ابن خالویه وایی چې ماپه عربی ژبه کی دښارلپاره (۵۰۰) نومونه یوځای کړیدی، دمارلپاره می (۲۰۰) نومونه یوځای کړیدی اوهمزه اصفهانی وایی چې مادافتونواومصیبتونونومونه په عربی کی (۴۰۰) یوځای کړیدی، له دې څخه علاوه په عربی ژبه کی داعراب اواشتقاق په بدلیدوسره هره توری ترلس زیاتې معناوې لری، دبیلګې په ډول سره:
حُب، حَب، حِب
قِطر، قَطر، قُطر اوداسی نور…
عربي توری په قران کی:
په قرآنکریم کی (۱۱) ځایه دعربي ذکرراغلی دی، چې داپخپله پردې دلالت کوي چې عربي ژبه څومره ارزښت لری، هغه مبارک ایاتونه دادی:
۱: (سورت یوسف:۲)
ژباړه: موږهغه (قرآن) په عربي ژبه نازل کړیدی ښایی چې تاسی پرې پوه شئ.
۲: (سورت الرعد ۳۷)
ژباړه: اوهمدارنګه هغه مو(د) فرمان (په توګه) په عربي (ژبه) نازل کړ.
۳:
(سورت النحل: ۱۰۳)
ژباړه: اوبې شکه چې موږپوهیږوچې کافران وایی: هغه څوک چې ورته دغه آیاتونه ښیی بشردی دهغه چاژبه ده چې دوی ورته دښوونې نسبت کوی عجمی دی اودغه (قرآن په) سوچه عربي ژبه دی.
۴: (سورت طه: ۱۱۳)
ژباړه: اوپه دې توګه موږدغه قرآن په عربي ژبه نازل کړاوپه هغه کښې موپه بېلالوبڼوترټنې (وعیدونه) راوړل چې ګوندی دوی وویریږی یادوی ته دپند لامل وګرځي.
۵: (سورت شعراء: ۱۹۵)
ژباړه: په څرکنده (واضحه، روښانه ، فصیحه) عربي ژبه.
۶:
(سورت الزمر: ۲۸)
ژباړه:عربي قرآن ، بې له کوم کوږوالي دی چې ګوندې دوی له ناوړه پایلوڅخه ځان وژغوری.
۷:
( سورت فصلت: ۳)
ژباړه: داسی ایاتونه دی چې آیاتونه ئې په تفصیل سره بیان شوی په داسی حال کی چې لوستل شوی دی په عربي ژبه هغه قوم لپاره چې پوهیږی.
۸: 7 (سورت فصلت: ۴۴)
ژباړه: اوکه موږدادیوعجمی قرآن په بڼه لېږلی وای نودوی به ویلی وای چې دده آیاتونه په تفصیل سره بیان نه کړای شول؟ څه عجیبه ده چې کلام عجمی اومخاطب ئې عربي ؟ دوی ته ووایه چې دغه قرآن دایمان راوړونکولپاره لارښوونه اوستاینه ده خوکوم کسان چې ایمان نه راوړی دهغوی لپاره دغوږوپلته اودسترګوپټۍ ده، دهغوحال داسی دی لکه چې هغوی ته له لیری نارې وهل کیږی.
۹: (سورت شوری: ۷)
ژباړه: اوپه دې توګه موتاته عربی قرآن وحی کړڅود(مکې د) ښاراودهغه دشاوخوا خلک وویرویاودوی (وویروی) دقیامت له ورځې څخه چې په هغه کی کوم شک نشته.
۱۰: (سورت: الزخرف: ۳)
ژباړه: بې شکه داقرآن موعربي وګرځاوه څو(په هغه) پوه شی.
۱۱: (سورت لاحقاف: ۱۲)
ژباړه: اودغه کتاب (دپخوانیوکتابونو) تصدیق کوونکی دی (او) په عربي ژبه( نازل شویدی) څوظالمان وویروی اوښېګڼه کوونکوته زېری وي.
قرانکریم ځکه په عربی ژبه شوچې دعربي ژبې څخه ماسوی دټولې نړۍ ژبې غیر فصیحې ژبې دي، که څه هم په فصاحت سره خبرې په وشي. (قرطبی)
دامسلمه خبره ده چې عربي ژبه دنړۍ له ټولوژبوڅخه لومړۍ ژبه ده، فصاحت، بلاغت، وسعت اوښه والی ئې بې بېلګې دی، چې دعربی ژبې پرارزښت کتابونه لیکل شویدی.
نوربیا…
———————————————————————————————–
پنځم څپرکی

والله جل جلاله ته (خدای يا خدا) ويل څنګه دی؟

مخکی موداپه ثبوت ورسول چې دټولی نړۍ دخالق اومالک جل جلاله اسم ذات (الله)دی، اوداپه عربی کی، اوافضله هم دانوم دی چې ورب العزت جل جلاله ته (الله ) وویل شی داځکه چې په قرانکریم کی راغلی دی:
(بنی اسرآئیل ۱۱۰)
ژباړه:ووایه (ای محمده!دوی ته) وبولی تاسی الله یاوبولی تاسی رحمن هریونوم ئی چې وبولی نوده لره دی نومونه ډیرښه.
دقرانکريم دنزول مخکی و(الله جل جلاله) ته کوم نومونه استعماليدل؟
اوس موږودې خبرې ته متوجه کیږوچې قران کریم دنزول څخه مخکی انبیاء دالله جل جلاله لپاره کوم نوم استعمالوی، داخوپه عربی کی دی، دقرانکریم دنزول څخه مخکی چې کوم الهی کتابونه مخکی نازل شوی دی هغه عبارت دی له (تورات، انجیل اوزبوراوصحیفوڅخه) څخه، هغه ریښتنی تورات، انجیل اوزبواوس نشته چې دانړیواله منلې اوکوټلی خبره ده، اودااوسنی بایبل چې دعیسایانواویهودوپه ګډه مقدس کتاب دی دادوی وایی چې (۴۰) لیکوالانولیکلی دی، اوکه چېری بایبل خلاص شی نووهرکتاب ته ئې دلیکوال نوم لیکلی لکه انجیل متی،انجیل یوحنا، انجیل مرقس ، انجیل لوقا، دپولس خطونه اوداسی نور… اودځینولیکوالانونومونه لاورک دی، خوبیاهم زه دهغه عالم وڅرګندنوته راځم چې هغه خپل ټول عمرد عیسایت اویهودیت په مطالعه کی تیر کړیدی خولې ئې توی کړیدی اوکتابونه ئې ورباندی لیکلی دی،چی هم په یونانی ژبه اوهم په عبرانی ژبه پوهیدی، چې زه یوه داسی عالم نوم اخلم چې کیدای شی ټول ورسره اشنایاست، مرحوم شیخ احمددیدات رحمة الله علیه دی پخپل یوکتاب کی (What is his name?) کی لیکی:
په عبرانی ژبه کی والله جل جلاله ته (El, Elah, Eloh) (اِل، اِلاه، الوه) ورته وایی، یعنی هغه دعربی ژبی څخه مخکی والله جل جلاله ته دانومونه کاریدل چې په اوسنی بایبل کی ئې هم موندلای شی، لکه:
الوهی الوهی لماشبقتنی (مرقس: ۱۵: ۳۳)، (اردوانجیل مقدس ګډئنز انټرنیشنل پاکستان ۲۰۰۹)
الاهی الاهی لماشبقتانی (مرقس ۱۵: ۳۳) کلام مقدس پاکستان کاتهولک بایبل کمیشن ۲۰۰۷
ایلی! ایلی! لماشبقتنی؟ ( انجیل شریف اول جیبی چاپ ۱۹۹۶)
یاالله یاالله لماترکتنی؟ (عربی بایبل، ۲۰۰۵)
ژباړه: زماخدایه! زماخدایه! تاولی زه پریښودلم؟
په ځینوبایبلوکی په اصلی عبرانی ژبه سره دی اوپه ځینوبایبلوکی یی ژباړلی دی، له دې څخه علاوه دیعقوب علیه السلام نوم (اسرائیل) دی چې ژباړه ئی ده (عبدالله)،په اسرافیل، عزرائیل اوجبرائیل کی هم داعبرانی تور(ایل) استعمال شویدی، له دې څخه مطلب دادی چې دالله څخه ماسوانورنومونه هم استعمالیدل داچې دحضرت ادم علیه څخه نیولی ترفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم پوری به څومری نومونه ورته استعال شوی وی په دی باندی یوالله ښه خبردی اوبس
په جنوبی افریقاکی په زولوژبه کی والله ته (uMVELINQANGI) وایی، چې په عربی ژبه ئې ژباړه (والله غنی) دی، [1] اوهمدارنګه په زولوکی (uNKULNKULU) استعمالیږی چې ژباړه ئی ده (عظیم) ترټولولوی، ترټولوسپیڅلی اوترټولوغوره.[2] په یوناني ژبه کی والله ته (Kyrios) وایی چې معنائی ده څښتن، او(Theos) هم ورته استعمالیږی [3]چې معنائې دپښتوژبی وخدای ته ورته ده یهودورته (Jehovah) ورته وایی چې د(یهودا) څخه اخیستل شوی دی، اوخدای ته وایی [4]په عبرانی نسخوکی دبایبلو(۶۰۰۰) ځلی د(ایلاه) او(یهوا) توری راغلی دی دالله لپاره، یوکتاب پردی موضوع باندی لیکل شوی دی Muhammad in World Scriptures چې سل پاڼې دخدای پاک دنومونوډکی دی، چې ۱۵۵ نومونه پکښی دی، په دې نوموکی دجنوبی اسټرلیاخلک یونوم دخدای لپاره استعمالوی چې (Atnatu) دی، اودالفظ دبی ضرورته ، بی خوارکه اوبی څښاکه په معنا دی، یعنی خدای نه چاته اړتیالری، نه وخوراک اونه هم وڅښاک ته اړتیالری [5].
د(خدای اوخدا) لفظ دالله جل جلاله لپاره استعمالول روادی

نوددې څرګندونوڅخه موموخه داده چې والله جل جلاله ته (خدای یاخدا) ویل هم روادی، که دانومونه اسم ذات نه دی نوپه صفاتوکی به دالله خوضرورراځی، اوس دخدای یاخدادنامه باندی نوره رڼااچوو:
داښکاره خبره ده چې د(خدای یاخدا) دعربی لفظونه نه دی بلکې دافارسی لفظ دی، چې دعربی ژبې د(رب) په معنااومفهوم سره دی، او(رب) په اسماء الحسنی کی شامل دی اوپه قرانکریم اواحادیثوکی راغلی دی، په فارسی اواردوژبوکی ئی ژباړه (خدا) دی له همدی کبله والله جل جلاله ته خداویل درست دی اوزموږمخکنیواکابروهم دالفظ استعمال کړیدی.[6]

د(خدای) ژباړه دالله جل جلاله داسم ذات (الله)نه ده، اونه هم دالله داسم ذات (الله) په یوه ژبه ژباړل کیدلای شی بلکې دالله دنورواسماء الحسنی ژباړه کیږی، (خدا) دالله اسم ذات نه دی دافارسی ژبی توری دی چې معنائې د(مالک، صاحب، اغااوواجب الوجود) ده.
د(خدا) توری چې (خ) پیښ ولری د(صاحب اودمالک) په معنادی، د(خدا) توری دوولفظوڅخه جوړشوی دی (خود) او( آ) چې دادامرصیغه ده، په فارسی کی دااوصول دی چې دامرصیغه داسم سر راشی نواسم فاعل ورڅخه جوړیږی، نو(خودآ) یعنی پخپله راغلی، یعنی دخدای په ظهورکی خدای جل جلاله دبل چاومرستې ته محتاج نه دی، دامضمون په (رشیدی) او(خیابان) کتابونوکی هم راغلی دی اوپه سراج اللغات کی هم رانقل شوی دی دامام فخرالدین رازی رحمة الله علیه څخه.
که خدای مطلق استعمال شی نوپربل چائې اطلاق نه کیږی اوداضافت سره استعمال شی بیاکیدای شی لکه دخدای کور اونور…[7] بله خبره داده چې موږچې کله په پښتوکی (خدای ) لیکونوموږورسره (پاک، یاجل جلاله) ورسره لیکو چې ددې اطلاق بیاپرهیچانه کیږی بیله یوه الله جل جلاله، یاکله موږپه پښتوکی د(څښتن) توری استعمالووچې ددې سره هم (تعالی، یاجل جلاله) لیکل کیږی، یاپه فارسی ژبه کی د(خدایاخداوند) سره (لایزال، متعال اوجل جلاله) لیکل کیږی، چې مطلب داورڅخه راځی چې دالله جل جلاله دنامه څخه ماسوا د(خدای، خدا) توری استعمالوروادی، خوالبته فضیلت دالله ډیردی.

[1] (Page:7)What is His name?by: Ahmed Deedat Published by: IPCI- 2005
[2] (Page:9) What is His name? by Ahmed Deedat published by: IPCI- 2005
[3] (Page:21) What is His name? by Ahmed Deedat published by: IPCI- 2005
[4] (Page:9) What is His name? by Ahmed Deedat published by: IPCI- 2005
[5] (Page:11) What is His name? by Ahmed Deedat published by: IPCI- 2005
[6] (آپ کې مسائیل اواُن کاحل ټوک:۷، پاڼه: ۴۹) لیکوال حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهیدرحمة الله علیه، مکتبه لدهیانوی کراچې.
[7] (آپ کې مسائیل اواُن کاحل ټوک:۷، پاڼه: ۵۲) لیکوال حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهیدرحمة الله علیه، مکتبه لدهیانوی کراچی.
———————————————————————————————–
څپرکی (۶)

ولی الله جل جلاله خپل نوم په نوروژبونه ښکاره کوی؟؟؟
والله جل جلاله ته په هره ژبه کی یونوم شته، که الله جل جلاله دیوې ژبې نوم ښکاره کړی نوهغه نوربه بیاوایی چې زموږدژبی نوم ولی نه دی ښکاره شوی؟
God 🙁 په انګلیسی ژبه کی ورته وایی)
Got (په افریقاکی دهالنډخلک ورته وایی)
Gott :(په جرمنی اونوروژبو کی ورته وایی)
Gudd ( په ډنمارکی، سویډنی اونارویژی ژبوکی ورته وایی)
Deus :(په پرتغالی ژبه کی ورته وایی)
Dieu( په فرانسوی ژبه کی ورته وایی)
Dio 🙁 په اټالوی ژبه کی ورته وایی)
Dios 🙁 په هسپانی ژبه کی ورته وایی)
Dia (په ایرلینډی اوسکاټلینډی ژبوکی ورته وایی)[1] اوداسی نور… چې ددې ټولومعناد(هسک، اسمان اوجنت) په معنادی، چې دالله جل جلاله په ۹۹ نومونوکی دیوه معناهم دانه دی، نوځکه الله جل جلاله دنوروژبوالفاظ نه ښکاره کوی اویواځی اویواځی الله جل جلاله ښکاره کوی.په نړۍ کی چی دخدای لپاره په کوموژبوکی کوم نومونه استعمالیږی تر۵۰٪ زیات ئې دهیون(Heaven) معنالری، چی هیون و(هسک، اسمان اوجنت) ته ویل کیږی، دهیون په معناسره په اسمآءالحسنی کی کوم نوم نشته، نوځکه الله ښکاره کوی په عربی سره.
بله خبره داده چې په نوروژبوکی دغه توری چې دوی ئې دخدای لپاره استعمالوی داتوری وغیرالله اوبتانولپاره هم استعمالیږی، اوله دي څخه ماسوی ډیری معناوی اومفهومونه لری چې زه ئې یواځی وانګلیسی ژبی ته راځم
په انګلیسی ژبه کی وخدای ته ګاډ(God) وایی، چې داګاډبیاپه زښتوډیرومعناودی، اودډیرونورو توروسره استعمالیږی لکه:
Son of God : (دخدای ځوی، چې دحضرت عیسی علیه السلام لپاره یی عیسایان استعمالوی)
God Father : (هغه څوك چې دكوچنى مذهبى روزنه ئى په غاړه وى.تعمیدی پلار)
God Mother (هغه ښځه چې دكوچنى مذهبى روزنه ور په غاړه وى.تعمیدی مور)
God parents (هغه څوک چې دعیسایانوپه تعمیدی غسل کی ژمنه وکی چې دی دماشوم دروزنی مسئوله دی.)
Godless ( بی خدایه، هغه څوک چې پرخدای ایمان نلری)
God-awful : (ډیربد، ډیرناوړه)
God like : (لکه خدای)
God*s Country (ښکلی اودامن نه ډک ځای چې خلک یی خوښوی)
God child : (هغه كوچنى چه بل چاپه زوى توب منلى وى)
God daughter :(هغه نجلۍ چه بل چاپه لوروالى منلى وى)
Goddess (الهه، یاخدایه، ښځینه خدایه)
Godson :[2] (هغه هلك چې بل چا په زوى والى نيولى وى. )
له دې څخه علاوه دګاډ(God) خپله زښته ډیره معناوی دی لکه:
۱:هغه څوک چې دکائناتوپریوه برخه واک ولری.
Mars was the Roman god of war
لکه : مریخ چې درومیانودجنګ ګاډ ؤ.
۲: دیوچاسره چې ترنوروزیاته مینه ولری. ودې شخص ته هم ګاډ ویل کیږی
She is my god
لکه: زمامعشوقه زماګاډه ده.
۳: یوه ډیرمهم شی لپاره هم ګاډاستعمالیږی.
Money is my god
لکه: روپی زماګاډدی.[3] نوکه اوس یواځی دانګلیسی ژبی (ګاډ) الله جل جلاله پرنباتاتو، انسانانواویاډبروښکاره کړی نوڅه به ورڅخه مرادشی؟؟؟ څوک به ئي یوه معناکوی اوڅوک بله، نوله همدی کبله الله جل جلاله یواځی اویواځی خپل اسم ذات (الله) ښکاره کوی، چې له ټولوناولیوڅخه پاک دی اوبس.
که يوڅوک داسی پوښتنه وکی چې ولی الله جل جلاله خپل مبارک نوم دهرقوم په ژبه په هرقوم کی نه ښکاره کوی؟
نوځواب ئې ډیرساده دی، اوهغه داچې دبیلګې په ډول سره لکه چې مخکی ورباندی رڼاواچول شوی نوخبره روښانه ده، لومړی دالله جل جلاله نوم کومه ژباړه نلری دابه په هره ژبه کی الله جل جلاله وی، اوکه بالفرض یوڅوک ووایی چې موږدبیلګې په ډول سره وخدای ته (God) ګاډوایو، نوولی خدای په انګلستان اوامریکاکی د(God) توری نه ښکاره کوی؟ نوپه ځواب کی به ورته ووایم چې ښاغلیه! په همدغه انګلستان اوامریکاکی (God) ګاډیواځی دالله جل جلاله لپاره نه استعمالیږی، که ته مسلمان یی دادرسته ده چې ته به والله ته (ګاډ) وایی، خوهندووخپل (راما اوکرشنا) ته هم (ګاډ) وایی، بودایی وګواتم بدهه ته هم (ګاډ) وایی، عیسایی وحضرت عیسی علیه ته هم (ګاډ) وایی، هغه څوک چې دشیطان عبادت کوی هغه هم وشیطان ته (ګاډ) وایی، او داسی نور…. نوکه د(ګاډ) توری ښکاره کړی نوهریوبه خپل معبودورڅخه مرادوی، نوځکه الله جل جلاله یواځی اویواځی خپل اسم ذات اودخاتم الانبیاء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم مبارک نومونه ښکاره کوی، ترڅوانسانان پوه شی چې خدای جل جلاله یودی، شریک نلری، دده مثل نشته اوحضرت محمدصلی الله علیه وسلم دده پیغمبراورسول دی، اودی صلی الله علیه وسلم اخیری پیغمبردی اوبل پیغمبرنه راځی.

[1] (Page:10)What is His name?by: Ahmed Deedat Published by: IPCI- 2005
[2] Merriam Webster*s Collegiate Dictionary 2000
[3] Oxford Advanced Learner*s Dictionary- 2005, page:665

——————————————————————————————-
څپرکی (۷)

اسلام وطبی څېړنوته اړيتانلری

ملالۍ بشیرخورداهم لیکلی دی چې دوږمې خوردالیکنه کیدای شی په نکریځووی، زه پردی دلایل نه وایم چې دوږمې جانی پرمخ دالیکنه به یوه ډرامه وی اوکه حقیقت، بلکې زه دادرته ویل غواړم چې اسلام وطبي څېړنوته اړیتانلری، چې مطلب می دادی چې یوڅوک دی اسلامی اصول ترهغه وخته نه منی چې ساینس یاطب نه وی ثابته کړی، بلکې اوس که یوه معجزه دالله جل جلاله دنامه څرګندیږی، یادقران کریم ایاتونه دیوماشوم پربدن باندی ښکاره کیږی نوداهیڅوک نشی کولای، اونه هم دامعجزه وطبی څېړنوته اړتیالری، داسی خارق العاده کارونه هروخت کیږی، اوس که دفخر الموجودات صلی الله علیه وسلم ویوې معجزی ته راشونوساینس اوطب به ګونګ، ړونداوکوڼ شی، مثلاکله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم مبارک پرریګوباندی قدم واهه نودپښې مبارکې نخښه ئې نه معلومیدل اوکله چې به پرکلکوډبرباندی قدم واهه نودپښو مبارکو قدمونه به ئې له ورایه جوتیده، چې داسی ډبری په نړې کی ډیری شتون لری چې په ترکیه کی هم شته، نودمعجزې معناداده چې یوداسی کړنه چې له انسانی پوهې ، علم اوعقل څخه لوړه وی،له ماسره ددری کلن مسلمان ماشوم داسی ویډیوشته چې کله دی خبری کوی نوتلاوت کوی، اوتلاوت ئې طبعی دی نه تکلفی، یعنی چې کله ده خبری پیل کړلی نوایاتونه ئې ویل، اوکله چې دی لوبی کوی نودهرځای څخه ئې چې قرانکریم پیل کی دهغه ځایه څخه ئې پیل کوی، اوس به نوطب ، ساینس اوعقل په دې کی څه ووایی، چې ودې ماشوم ته نه استاددرس ورکړی دی، نه استاذلری اونه ئې کوم مکتب اومدرسه لوستی ده اوقرانکریم ئې په یاددی، نوداسی معجزی به ډیری ښکاره شی، اوله پرنيټ باندی شته، وساینس اوعقل ته ترهغه وخته پوری په اسلام کی ځای شته ترڅوداسلام سره په ټکرکی رانشی، دعقل اوساینس هره هغه څېړنه، تحقیق اومطالعه چې داسلام خلاف وی هغه وامت مسلمه ته دمنلووړنه ده اوهغه مردوده ده، ماپه اسلام اوساینس کی زښته ډیرې لیکنې کړیدی اودوه کتابونه می په دې اړه چاپ شوی اودریم په چاپیدودی، ساینس چې موږداسلامي لیکنوسره یوځای کوو ددی څخه موموخه داده چې ساینس داسلام خادم شی، داسلام هغه لطیفې اودقایق چې هرڅوک نه ورباندی پوهیږی نوموږئې په ساده ډول سره دساینس په ژبه سره خپروو. دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دمبارک لاس څخه دومری اوبه راتوی شوی چې تر۴۰۰ پوری صحابه کرامووڅیښلی، حیوانات اوبه شول اوهرضرورت یی پوره شو نواوس به ساینس په دې که څه ووایی؟؟ هیڅ !!!هیڅ !!!هیڅ!!! داځکه چې دایو خارق العاده شی دی، زمادحضرت عمررضی الله عنه دنامه هغه ريښتنې کیسه راپه یادده چې په ایران کی یوه شیخ الحدیث په یوه ځنګله کی یومارولیدی اوهغه ماردخپل ځانه څخه دعمرتوری جوړکړی ؤ اوهغه داسی چې دمارخوله خلاصه وه، اوځان ئې یوځل پرمابین پیچلی ؤچې دخولې څخه (ع) اومابین له غوټی څخه ئې (م) اودلکۍ څخه (ر) جوړه کړې وه چې په سلګونه خلک ورته ورغلل اوشیخ صاحب داهرڅه ورته وښودل، دروس په داغستان کی پریوه ماشوم باندی چې د۹ میاشتوودقران کریم ایاتونه ښکاره شول، په جرمنی کی په ځنګله کی لااله الاالله محمدرسول الله نویشته وه، چې بیادجرمنی حکومت هغه ځای دسیلانیانوپرمخ بندکړ، میږیان دخپلوغارونوڅخه خاورې راباسی اودالله جل جلاله نوم ورڅخه جوړوی سبحان الله، یوه ونه غټیږی اومحمد صلی الله علیه وسلم ورڅخه جوړیږی چې هغه ونه نه په یوه باغ کی وی بلکې په یوه ځنګله اودښته کی، دعسلومچې خپل عسل رااخلی اودمحمدصلی الله علیه وسلم مبارک نوم په جوړوی اوداسی نور…. چې داهرڅه له عقله، فکره، پوهې اوله ساینسه لوړدی.
————————————————————————————————-

څپرکی(۸)
معجزه وڅه شی ته وايی؟

کله چې موږدمعجزې ونامه ته وګورونومعنایی داراوځی چې معجزه دالله جل جلاله لوری هغه څه دی چې مقابل لوری ورته عاجزه شی،یعنی خارق العاده کړنه یاشی ښکاره کول، اومعجزې الله جل جلاله دوخت مطابق وانبیاء علیهم الصلوة والسلام ته ورکړیدی، که موږدحضرت موسی علیه السلام ومعجزوته وګورونوپه هغه وخت سحراوجادوډیر پرمختللی ؤپه هرځای، هرښاراوهره کوڅه کی به جادوګران وه، جادوپه هغه وخت کی ډیرعام ؤ نوالله جل جلاله ورته داسی معجزې ورکړی چې ساحران اوجادوګران ورته عاجزه شول،داځکه چې جادوخویودستر ګوپټوالی دی اوپه واقعیت کی هیڅ شی نه وی دانسان ترسترګوداسی ښکاری، کله چې حضرت موسی علیه السلام خپله مبارکه لکړه وغورځوله اوټول ماران اولنډی ئې وخوړلی نوساحران پوه شول چې داسحراوجادونه دی بلکې یوه معجزه ده نوځکه ئې ایمان راوړی .
دحضرت عیسی علیه السلام په وخت بیاطبابت، دارودرمل ډیرپرمخ تللی وه، نوځکه الله جل جلاله وحضرت عیسی علیه السلام ته داسی معجزی ورکړی چې هغه حاکمان ورته عاجزه شول، لکه دمړوژوندی کول، دموزاده ړندیانوبیناء کول، دپیس ناروغان روغول اوداسی نور…
دفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم په وخت بیاشعر، شاعری اوادبیات وخپل اوج ته رسیدلی وه، چې دعربوشعراوشاعری په نړۍ کی شهرت درلودی نوالله جل جلاله داسلام وسترخوږاستاذی صلی الله علیه وسلم ته داسی کتاب لکه قرانکریم ورکړچې دوی ورته حیران شول، داچې قران کریم عربي دی اوعربان نه په پوهیږی چی موخه می په قرانکریم کی دحروف مقطعاتوڅخه دی لکه (ن، ق، یاسین، طه اوداسی نور…) نوځکه دوی ومنل چې دادیوه انسان کلام نه دی بلکې یوالهی کلام دی، له دې څخه علاوه داسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم تر(۳۰۰) زیاتی نوری معجزې درلودی، نوالله جل جلاله به دقیامت ترورځی داسی معجزې ښکاره کوی. اوپاتی ده نه وی چې الله جل جلاله وایی چې داکفارلکه حیوانات بلکې ترحیواناتولابدتردی، هیڅ داسی حیوان نشته چې الله جل جلاله ته شریک ونیسی هرحیوان په دې پوهیږی چې الله جل جلاله یودی، اوزموږخالق الله دی، هرحیوان پخپله ژبه باندی دالله جل جلاله ذکرکوی، چې دابیل بحث دی، اوپوره لیکنه غواړی، دحضرت سلیمان علیه السلام په وختوکی حضرت سلیمان علیه السلام دهرحیوان په ژبه پوهیده، لکه په سورت نمل کی چې دمیږی خبرې دي، دحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سره حیواناتوخبری کړیدی اودی مبارک په پوهیده .
لمن لیکونه:
۱: قرانکریم
۲:المعجم المفهرس
۳: تفسیرقرطبی
۴: المستدرک
۵: بیهقی
۶: جامع الصغیر
۷: الترغیب والترهیب
۸: آپ کې مسائیل اوراُن کاحل
۹: منجد
۱۰: معجم الوسیط
۱۱: What is His name?
۱۲: Oxford Advanced Learner*s Dictionary2005
۱۳: Merriam Webster*s Collegiate Dictionary 2000
۱۴:بی بی سی پښتوویب پاڼه
۱۵: (اردوانجیل مقدس ګډئنز انټرنیشنل پاکستان ۲۰۰۹
۱۶: کلام مقدس پاکستان کاتهولک بایبل کمیشن ۲۰۰۷
۱۷: ( انجیل شریف اول جیبی چاپ ۱۹۹۶)
۱۸: (عربی بایبل، ۲۰۰۵)
۱۹:ویکفیډیا

نوربیا…