کور / خبرتیا او پيغامونه / د ۱۹ کلنۍ څخه کم عمرلرونکو څخه د کرکيټ ازموينه اخستل کيږي

د ۱۹ کلنۍ څخه کم عمرلرونکو څخه د کرکيټ ازموينه اخستل کيږي

د روان زیږدیز کال جنوري په ۱۶ مه او۱۷مه نیټه د ننګرهار په غازی امان الله خان لوبغالی کې د ۱۹ کلنو څخه کم عمر لرونکو لوبغاړو د غوراوي ازموینه اخیستل کیږي.

د افغانستان کریکټ بورډ په پام کې لري چې پدغه ازموینه کې د ۱۹ کلونو څخه دکم عمر لرونکي شل لوبغاړي غوره کړي.

د ۱۹ کلنو لوبډلې هغه شل لوبغالي چې د کریکټ نړیوالې شورا ته د افغانستان کریکټ بورډ له لوري ورپیژندلي شوي وو، د ۹ تنو یې عمرونه تر ۱۹ کلونواوښتي.

د افغانستان کریکټ بورډ غواړي د کرکټ اسیایي شورا د ۱۹ کلنو سیالیو لپاره پیاوړی لوبډله جوړ کړي چې د همدې سیالیو پیاوړي لوبډله بیا د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوالو سیالیو ته چې په ۲۰۱۴ زیږد کال ترسره کیږي، لاره مومي.