کور / هراړخیز / بشري کړنې Human Activities

بشري کړنې Human Activities

د نړۍ انساني جوړښت له لومړي وخت څخه تر اوسه په دې هڅه  کې دی تر څو د ټولنې اړتياوې پوره کړي که مونږ او تاسو خپل چاپيرچل ته نظر وکړو نو وبه وګورو چې په ټولنه کې ټول وګړي په بيلابيلو کارونو بوخت دي،د بيلګې په توګه هټۍ وال هټۍ والي،روغتياپال روغتياپالي،ښونکي په ښونه ،کروندګر په کرنه بوخت دي.انسان که په دې نړۍ کې پر هرکار بوخت وي هغه ته انساني يا بشري کړنه وايي.تاسووينئ،چې ننني انسان څومره نوښت كړىدى،انټرنيټ،الوتكې،اورګاډي،بمونه،توپونه،راډيو،ټلوېزيون،توغندي اوداسې نور شيان يې د همدغو کړنو په پایله کې رامنځته کړي دي.دسترګوپه رپ کې د نړۍ د ها بل سر له حاله خبريږي او هان لا له مرګ سره هم جنګيږي. چې دغه ټولې انساني  بوختياوې په خپل سر ندي ټاکل شوي بلکې انسانانو د ځينو ځانګړو موخو د تر لاسه کولو لپاره ټاکلي دي  د انسانانو دغه کړنې په خپل ذات کې په دوه برخو ويشل شوې دي:



  1. غيرې اقتصادي کړنېNon_ Economics Activities

غيرې اقتصادي کړنې هغو کړنو ته وايي چې دهغوموخه دمادياتو يا شتمني لاسته راوړل نه بلکي د انساني همدردي ،قرباني،اخلاق ،له غريبو خلکو سره مرسته ،له ناروغو خلکو سره مرسته اونورې وي.دغو ټولو کړنو ته غيرې اقتصادي کړنې ويل کيږي ځکه دې پورتنيو کړنو په ترسره کولو سره انسان ته ماديات لاس ته نه ورځي.



  1. اقتصادي کړنې Economics Activities: 

مونږ د بشر د تاريخ په اوږدو اقتصادي لزوم او د هغه اغيزه پر نورو ټولنيزو موضوعاتو باندې په څرګند ډول ليدلای شو ځکه  د اقتصاد علم تل د ټولنې د هوساينې او ښېګڼې  لپاره کار کوي.اقتصادي کړنې هغو کړنو ته ويل کيږي چې دشتمني دلاسته راوړلو لپاره تر سره کيږي همدارنګه د اقتصادي کړنو په وسيله توکي او چوپړتياوې هم رامنځته کيږي د بيلګې په ډول دسوداګر له خوا سوداګري کول،ښوونکي له خوا په ښوونځي کې ښوونه کول د ترکاڼ له خوا تر کاڼي کول چې د دغو ټولو کړنو په وسيله  له يوې خوا توکي او  چوپړتياوې رامنځته کيږي له بلې خوا د کار ترسره کوونکي ته عايد هم لاسته ورځي. ټولې اقتصادي کړنې په دوه برخو ويشل شوې دي چې په لاندې ډول ترې نه يادونه کوو:



  1. غيرې کاروباري کړنې Non_ Business Activities:

 غيرې کاروباري کړنې هغو کړنو ته ويل کيږي چې موخه د ګټې لاسته راوړل وي خو دا ګټه بايد مخکې له مخکې ځانګړې شوې وي د غيرې کاروباري کړنو په نوم ياديږي د بيلګې په توګه له حکومت،شخصي کمپنيو سره کار تر سره کول.



  1. کاروباري کړنې Business Activities: 

کاروباري کړنې هغو کړونو ته ويل کيږي چې موخه د ګټې لاسته راوړل وي خو ګټه يې له مخکې ځانګړې شوې نه وي د بيلګې په ډول د صنعتکارانو له خوا د صنعتکارۍ کاروبار،د کروندګر له خوا کرنه کول، سوداګرو له خوا  سوداګري کول چې دا ټول هغه کاروبارونه  دي چې په دې کې ګټه له مخکې نه وي معلومه کله ډيره کله لږه ګټه او کله له زيان سره هم مخامخيږي.


د کاروبار تعريف Definition Of Business:


کاروبار بيلا بيل تعريفونه لري چې د ځينو يې يادونه په لاندې ډول کوو:



  • ټولې هغه بوختياوې چې د هغوی موخه د توکو او چوپړيتاوې په وسيله د شتمنۍ لاسته راوړل وي کاروبار بلل کيږي.
  • هغو کړنو ته کاروبار وايي چې د هغې په وسيله انسانان خپله روزي پيدا کوي.
  • د شتمني د لاسته راوړلو لپاره چې کومې کړنې تر سره کيږي کاروبار بلل کيږي.
  • ټولې هغه کړنې چې يو انسان يا څو انسانان سره يوځای د توکو توليد او خرڅلاو له لارې عايد لاسته راوړي کاروبار ګڼل کيږي.

په کاروبار کې غيرې قانوني کړنې نه راځي.په ټوليز ډول  يو کاروبار دلاندې موخو د ترلاسه کولو لپاره جوړيږي:



  • ګټه:د هرکاروبار لومړۍ بنسټيزه موخه د ګټې لاسته راوړل وي. هغه کاروبار چې ګټه ونلري د ډيرې لږې مودې لپاره وي اوډير ژر له منځه ځي،ګټه هغه څه ده چې دنړۍ انسانان کاروبار ته هڅوي که په نړۍ کې ګټې شتون نه درلودلاي  نو کاروبار به هم نه وای.
  • کار پيدا کول:د کاروبار دويمه موخه خلکو ته د کار پيدا کول دي ځکه د کاروبار په پيل سره يوازې د کاروبار څښتن ته نه بلکې ورسره يو شمير نورو بيکارو خلکو ته هم د کار زمينه برابريږي.
  • پانګونه:دکاروبار دريمه موخه په يو هيواد کې د پانګونې  زياتوالي دی د کاروبار په پيل سره عامو خلکو ته د پانګونې موقې پيدا کيږي.
  • ټولنې ته چوپړ: دکاروبار بله بنسټيزه موخه د توکو توليد او ويش دی،کله چې د يوې کمپنۍ مشر توکي په ښه معيار او باکيفيته توليدوي او ټولنې ته يې په مناسبه بيه ورکوي د دې ترڅنګ چې ګټه کوي ټولنې ته چوپړ هم ترسره کوي.
  • اقتصادي پرمختګ: په يو هيواد کې د کاروبار له پيل سره اقتصادي پرمختګ هم رامنځته کيږي او هيواد ورسره په اقتصادي لحاظ پياوړي کيږي.