کور / خبرتیا او پيغامونه / په پاکستان کي د افغان کډوالو دځوروني په اړه اعلاميه

په پاکستان کي د افغان کډوالو دځوروني په اړه اعلاميه

پاکستان بیاهم افغان مهاجرین اوافغان تجاران ځوروي
د روهی ویبپاني د جنوری د شپږمی نیتی د ریپورت په اساس دپاکستان پوليس د پيښور له مخلتفو سیمو څخه ۱۳۰۰ تنه افغانان يې په پيښور کې د بورډ بازار، تاج اباد، ارباب روډ او کارخانو چک پوستونو کې نيولي دي. په نیولې شوي افغانانو کې قانوني افغانان هم شامل دي چه پولیس یي د پیسو لپاره نيولي دي. گن شمیرافغانان ویلې دي چه پولیس نیول شوی کسان سخت آزاروی. دمثال په ډول د ژمې په شپه کې ور باندې اوبه اچوې او هم ورته ایرکنډیشن یا کولر لګوې. په کمپونو اوجامع جوماتانو کی دحکومت لخوا اعلانانونه شویدی چی خلک دی ښار ته له تګ را تګ څخه ډډه وکړي. کمپ ته د داخلیدو پرمهال، پاکستاني پولیس خلک ځوروي او ورڅخه پیسی اخلي خو په پيښورکی افغان قونسلګری او دافغان مهاجرینو ریاست دافغانانو په نیولو باندی خاموشي غوره کړي ده. دمهاجرینودچارووزارت او خارجه وزارت یواڂی دا غږ کوی چې دافغان کډوالو د ستونزو دحل لپاره لاري لټوی. خو عمل ښودلی ده چه ددوی دا لټونه یواڂی په خبره ده. دا پداسی حال کی چه دپاکستان دحکومت دټول اوسني فشارونوپلمه دنامعلومو کسانو لخوا د څوپاکستانیانو درول او له هفوی نه ددوی د اسنادواخیستل ده.
دبلی خوا څخه خانجان الکوزی دافغانستان دتجارت دخونی معاون وویل چه داولس ورڂی نه راپدی خوا د افغانستان دتاجرانو دری زره کانتینرونه تجارتی مال دتورخم نه دتیریدو اجازه نلری. پدی کانتینرونه کی خورا کی مواد هم شته دي. امکان لری چه دا خوراکی مواد فاسدشي.
هر وارچه پاکستان دافغان دولت سره سیاسی شخړه پیدا کوی، پر افغان مهاجرین فشارزیاتوی اوپر افغان تاجرانو سرحد بندوی. دا ده د پاکستان د پنجابی حاکمانواسلامی ورورگلوی اواسلامی گاوندیتوب.
فارو دپاکستان ټول بشری ضد او افغاندښمن سیاستونه چه موخه یی د افغان ملت د تیرو دری نیمه لسیزودکړاونوادامه ده، په کلکه غندی. هغه ورڂ لیری نده چه افغان ملت خپل سرنوشت پخپل لاس ونیسی او دپنجابی جنرالانو لاس د خپل سپیڅلی خاوری نه دتل دپاره قطع کړی.