کور / تازه خبرونه / د کوکنارو پر ضد د مبارزې ولايتي کنفرانس جوړ سو

د کوکنارو پر ضد د مبارزې ولايتي کنفرانس جوړ سو

کندهار افغانستان- د کوکنارو د کښت او کاروباره سره د مبارزې په موخه نن د کندهار ولايت په ولايتي شورا کي لويه ولايتي غونډه جوړه سوې وه چي د دولتي اراکينو ترڅنګ پکښي ولسي استازو او مخورو هم برخه اخستې وه.
ياده غونډه د ولايت په کچه د بزګرانو او مځکه والو د عامه پوهاوى سطحي د لوړوني او د کوکنارو د ناوړه بوټي د کر او استعمال د زيانونو په باب هغوى ته د معلوماتو د ورکولو په خاطر جوړه سوې وه.
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال ننۍ غونډي ته په خپل پرانستونکې وينا کي وويل چي افغانستان له خورا ښه سياسي موقفه برخمن دئ خو د کوکنارو کرکيلي او استعمال ورته په نړيواله توګه رنګ بدى رامنځ ته کړى دى.
نوموړي زياته کړه چي د تارياکو کښت د بزګرانو لپاره يوه اقتصادي اړتيا ده او که افغان دولت له نړيوالي ټولني سره په گډه په دې برخه کي کار وکړي او د بزګرانو قانوني او روا محصولاتو ته بازارونه پيدا کړي نو، ددې ډاډ ورکولاى سي چي بيا به دغه بوټى څوک په سترګو هم ونه ويني.
هغه ديني عالمان، د ښوونځيو ښوونکي او قومي مخور د ټولني هغه اقشار وبلل چي کولاى سي د کوکنارو د کښت سره په مبارزه کي ښه رول ولوبوي او خلک اماده کړي چي نه دا بوټى وکري او نه يې هم استفاده کړي.

په ننۍ غونډه کي همداراز د کندهار د ولايتي شورا غړو ګډونوالو ته ويناوي وکړې او خلک يې د کوکنارو کرکيلي او تجارت نه کولو ته راوبلل چي په وينا يې په دې سره به له ستري بد مرغۍ خلاص سو.
هغوى له دولت او امنيتي ځواکونو هم غوښتنه وکړه چي په دې برخه کي خپل مسؤليت په ښه توګه ادا کړي او د خلکو مشروع غوښتنو ته پر وخت او زمان سره مثبت ځوابونه وواي.