کور / تازه خبرونه / د خوراك او كرهڼي سازمانه د بندونو جوړولو غوښتنه وسوه

د خوراك او كرهڼي سازمانه د بندونو جوړولو غوښتنه وسوه

کندهار افغانستان- د کندهار والي نن د خپل کار په دفتر کي د سهېل لپاره د خوراک او کرهڼي سازمان د رئيس سره وکتل او هغه ته يې وويل چي خپله بودجه د ولايتي ادارې سره په همږغۍ د بندونو رغولو په برخه کي په کار واچوي.
په ننۍ ليدنه کي د کندهار ولايت مقام مرستيال او ځيني نورو رئيسانو هم برخه اخستې وه او د FAO مسؤل ته وويل سول له لنډ مهالو پروګرامو څخه اوږدمهالو او اساسي کارونو ته توجه زياته کړي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل چي په سرحدي ولسواليو کي د اوبو څلور بندونه جوړول هغه څه دي چي د ولايتي ادارې لپاره اولويت لري او FAO دي هم دغه کار ته اولويت ورکړي.
نوموړي همداراز زياته کړه چي د زراعت او آبيارۍ په برخه کي يو شمېر نوري اوږدمهالي پروژې هم سته چي بايد دغه اداره ورته پاملرنه وکړي او خپله بودجه په هغه برخه کي ولګوي.
ښاغلي ويسا مربوطه رئيسانو ته هم وظيفه وسپارله چي په خپلو خپلو برخو کي د مختلفو پروژو په باب خپل پلانونه دغي ادارې ته ورکړي او وخت پر وخت يې راپورونه وړاندي کړي.

په سهېل کي د خوراک او کرهڼي سازمان FAO مشر انجينر ګل احمد وويل چي دوى د تېرو څو کلونو په اوږد کي خورا زياتي پروژې پلي کړي چي ټولي يې د ولايتي ادارې او کليدي رئيسانو په خوښه سره سوي دي.
هغه زياته کړه چي د خپلي لايحې سره سم به ټولي پروژې د ولايتي ادارې په تائيد کوي او له مرکزي ادارې سره به د يو شمېر لويو او اساسي پروژو په باب هم خبري وکړي