کور / تازه خبرونه / پتيال له اطلاعاتو فرهنګ رياست څخه مستعفي سو

پتيال له اطلاعاتو فرهنګ رياست څخه مستعفي سو

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مخکينى رئيس عبدالقديم پتيال چي د څه کم يوه کال راهيسي د ولايت مقام د مرستياله په توګه کارکوي نن رسماً ددغه رياست له سرپرستۍ استعفا وکړه.
نوموړي نن د کندهار ولايت د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز KMIC کي جوړي سوي خبري غونډي ته وويل چي ځکه يې يوولس مياشتي ددې رياست د سرپرست په توګه کار کړى چي غوره، په کار پوه او د اديبانو او ليکوالو لپاره د منلو وړ سړى يې نه و پيداکړى چي د د رياست چاري مخته يوسي.
هغه زياته کړه چي په کندهار کي اداره تر ډېره حده له قحط الرجال سره هم نه ده مخ، ولي هغه کسان چي واقعاً وړ او تکړه ول د متلفو لاملونو او علتونو له خاطره چمتو نه ول چي د رياست مشري وکړي.
نوموړي وويل چي د کار په موده کي يې د اطلاعاتو او کلتو رياست اړوند ځيني کارونه سوي او ځيني لا هم پاته دي چي د سرته رسولولپاره يې اوس هم هڅي رواني دي.
د پتيال په وينا چي د کندهار د اطلاعاتو فرهنګ رياست په تېرو کلونو کي د کتاب چاپولو په برخه کي تر نورو ولايتونو پېش قدمه و او ٧٦ عنوانه کتابونه يې چاپ کړي دي او ٢٠ نور دې چاري ته اماده دي چي په ادبي او فرهنګي برخه کي لويه لاسته راوړنه شمېرل کيږي.
هغه اضافه کړه چي د خرقې مطهرې، شهيدانو چوک، احمد شاه باب مقبرې، ميرويس خان نيکه مقبرې، د سلېمان اخندازاده منار، چهل زينې (٤٠ غر ځينې) او ځينو نورو بيارغونه هغه کارونه دي چي دده د رياست په وخت کي سوي او دکار پر مهال د يادو تاريخي آبداتو او اماکينو لرغونتوب او قدامت ته هم هيڅ ډول ضربه نه ده رسېدلې.
د اطلاعاتو او فرهنګ مستعفي رئيس په ننۍ خبري غونډه کي همداراز وويل چي ښکلو هنرونو ته د ودي ورکولو په برخه کي يې ځيني فوق العاده کارونه سرته رسولي او د رياست په دننه کي يې ددې ټولني د ايجاد سره سم ورته دفتر ورکړى او په ښه توګه يې کارونه پرمخ روان دي.
هغه يادونه وکړه چي د عکاسۍ، نقاشۍ، ميناتورۍ، رسامۍ او خطاطۍ بېلا بېل نندارتونونه يې جوړ کړي او ترڅنګ يې د نوي تعمير په دننه کي ملي ګالري جوړه کړې چي د افغانستان په سطحه د ټولو ولايتونو په سر کي راځي.
د ښاغلي پتيال په وينا چي د موسيقۍ د ودي او پرمختګ لپاره هم جامع پلانونه لري او په راتلونکې لمريزه مياشت کي به د موسيقۍ د بېلا بيلو الو د زدکولو لپاره اته مياشتنۍ روزنيز پروګرام پيل کړي چي د نورو همدا ډول برنامو په مرسته به تعقيب سي.
نوموړي د يو شمېر کندهاري ليکوالو او شاعرانو سوړ مزاجي او لږه علاقه هم د ددغه ولايتي د کلتوري او فرهنګ کارونو د څه ناڅه ټکني کېدو سبب وبلل او کلتور ته وده ورکول يې د هر افغان او کندهاري له دندو او وطني وجايبو وشمېرل.
هغه د اطلاعاتو فرهنګ له وزارت او يونيسکو وغوښتل چي د کندهار د نارنج ماڼۍ د رغوني او تاريخي برم د ساتلو لپاره لاس په کار سي او له ورکېدو څخه يې وژغوري.