کور / تازه خبرونه / نيمروز ښاروال: په بوديجه کي دښاريانو اړتياوي لومړيتوب لري

نيمروز ښاروال: په بوديجه کي دښاريانو اړتياوي لومړيتوب لري

هغه غونډه چی نن دنیمروز ولایت زرنج ښار ، دښاروالی دغونډو په تالار کی جوړه شو ی وی پکی ددی ولایت دچارواکو ترڅنک دسیمی ځایی اوسیدونکوګډون کړی وی.دغه غونډه چي دقران کریم په څو مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره پیل شول ،وروسته دهیواد ملی سرود وارول شو.



 
دغونډی پر مهال دنیمروز زرنج ښاروال محمدسرور نظری درمپپ دلاری څخه ددی پروګرام جوړولو څخه ستاینه وکړل او دنوموړی ورپسی وویل چی دیادی غوڼدی څخه یی موخه دښاریانو نظریات دبودیجی په جوړولو کی راغونډول دی.


 
ښاغلی  ناظری وایی چی دبودیجی جوړولو پرمهال په هغه پروژو ته اول حق ورکړی کوم چی دښاریانو لخوا څخه دقانون په چوکاټ کی  غوښتل شوی وی.


دنظری په خبره چی ښاروالی دامهال ګڼ شمیر بنسټیزی پروژی پیل کړی چی پروینا یی دښاریانو دپاره یی په روان کال سترخدمات وړاندی کړی دي.
نوموړی پرټولو ښاریانو ږغ وکړ چی دښآروالی سره په هره برخه کی مرسته کړی ترښاروالی او ښاریان په ګډه دیو پاک چاپیریال په رامنځ ته کولو اغیرناک رول ولوبوی او ښاریان دناروغیو څخه وساتل شی.

په ورته وخت کی ددی ولایت مرکز اوسیدونکو څخه دښاریانو دنظریاتو پرراټولو خوښی وښودل او غوښتنه یی وکړل چی باید ښاروالی ورته عامه خدمات نورهم زیات کړی.
دوی وایی چی دتیرکال په پرتله داځل ښاروالی زیاتی بنسټیزی پروژی پیل او باید دوام ومومی.
دوی وایی چی په بودیجه کی باید هغه پروژی راوستل شی کوم چی دښاریانو په ژوند کی مثبت بدلون او اسانتیا وی راولی لکه دسړکونو، ویالو، چریو، پارک، دښارکثافات ټولول او دمالیاتو یومنظم پلان جوړول دی. 


داغونډه پداسی حال کی درمپپ پروګرام لخوا څخه جوړیږی چی پدی وروستیو کی دیاد پروګرام له لاری څخه ورځنی کثافاتو ټولول، دعامه تشنابونو جوړول، دجایدادونو ثبتول، دجوازونو ویشل، دښاروالی دمامورینو ظرفیت لوړولو او داسی نوری پروژی ترسره کیږی.