کور / تازه خبرونه / د افغانستان ملي بانك څخه دغلالړۍ پيل شوې

د افغانستان ملي بانك څخه دغلالړۍ پيل شوې

دخدمتګارورځپاڼه د نن ورځي په یوه رپوټ کي لیکې ،چي دافغانستان ملي بانك يوه مسوول ويلي چې په دغه بانك کې د پيسو غلا ورځ تر بلې زياتېږي او دغه بانك يې له ركودسره مخا مخ كړى دى.
د دغه بانك رييس محب الله ساپي پژواك ته ويلي چې له دغه بانك څخه په كابل، كندز او بدخشان ولايتونو کې په ناقانونه توګه ۴۵۰ زره ډالر ويستل شوي دي.
نوموړي زياته كړې، يوه صراف چې په كابل كې د دغه بانك په مركزي دفتر كې يې دنده لرله، ۲۰۰ زره ډالر غلا كړي خو د دغه كس ضمانت كوونكي يې نيولي دي او د دغه صراف دوسيه يې څارنوالۍ ته استولې چې په اړه يې څېړنې دوام لري.
له دغه بانك څخه په كندز او بدخشان ولايت كې ۲۵۰ زره ډالر لوټل شوي دي چې د ساپي په وينا، په بدخشان کې د دې قضيې په تور پنځه او په کندز کې درې تنه نيول شوي او په اړه يې څېړنې دوام لري.
له افغان ملي بانک څخه وړاندې له كابل بانک څخه هم د خپلو مسوولينو په مرسته پيسې وېستل شوې وې، چې ياد بانك يې له ركود سره مخ كړ.
تر اوسه پورې له كابل بانك څخه په ناقانونه توګه د پيسو ويستونكو كسانو برخليك نه دى معلوم شوى خو ويل كېږي چې د يادو كسانو دوسيې په لويه څارنوالۍ كې تر څېړنو لاندې دی.
د یادونی وړ ده چي دافغانستان په دولتي اداروکې اداري فساد، رشوت، غلا،او دځمکو غصب په پراخه پیمانه مخ په وړاندی روان دی. دډیری خواښینې ځای خو دادي چي هیڅوک یی مخه نه نیسې او دا ناوړه عمل نورهم قوت اخلي.