کور / تازه خبرونه / ولسمشرکرزی دامریکا ولسمشر اوباما سره دافغانستان راتلونکي حالات څیړي

ولسمشرکرزی دامریکا ولسمشر اوباما سره دافغانستان راتلونکي حالات څیړي

حامدکرزی دافغانستان ددفاع وزير بسم الله محمدي، دملي امنيت مشاور ډاكټر رنګين دادفر سپنتا، دامنيتي مسووليتونودلېږددكمېسيون مشر ډاكټر اشرف غني احمدزى اونورولوړپوړوچارواكوپه ملتیاسره دافغانستان دراتلونکې کړکیچني وضعي اودوسله والوطالبانودګواښونوپه اړوندپرون په یوه رسمي سفرامریکا ته ولاړي.
طالبانوپه یوه اعلاميه كې ويلي،كه كابل او واشنګټن امنيتي تړون لاسليك كړي،افغانستان به ارامه ورځ ونه ګوري.وسله والوطالبانو په خپله اعلاميه كې ليكلي ووچې كه نړيوال په ځانګړي ډول امريكا په افغانستان اوسيمه كې سوله غواړي، نوپه افغانستان كې دې خپل نظامي حضور پاى ته ورسوي.
خودطالبانودریځ هم دسولي لاری چاروته ګټه نشي رسولای داځګه چي دطالبانودوروستي دريځ په اړه هم يو لړ پوښتنې شته،که طالبان له یوی خوا له امريكاسره دسولې خبرې كوي ، ولې له بلي لوري په افغانستان کي دامریکایانو شتون دخپلې جګړې ددوام لپاره یوه پلمه بولي.
داسي آوازي شته چي ،وسله والو طالبانو له امريكاسره د پردې تر شا خبرې كړې دي اود دواړو لورو ترمنځ تر ۲۰۱۴ كال وروسته يو لړ موافقي هم شوي دي ،چې ښايي تر يادې نېټې وروسته وسله وال طالبان په يوه سياسي ډله بدل شي.
طالبان غواړي دور ته اخطارونو په وركولوسره په راتلونكي كې له نړيوالې ټولنې اوافغان دولت څخه زيات امتيازات تر لاسه كړي.
له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې دنړیوالو ځواکونووتل ،دامريكايي ځواكونو پاتې كېدل اودهغوی د فعاليت څرنګوالى، له افغان امنيتي سكټورسره دامريكا داقتصادي مرستو تګلاره اودافغان ځواكونوروزنه د دواړو هېوادونو تر منځ دلاسليكېدونكي تړون مهم ټکي او مواد بلل شوي دي.
د ۲۰۱۴ کال نه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کي دننه دافغان سیاسي کارپوهانو دګاونډیو هیوادومشرانواوامریکا یی مشاورینو ته دامریکا یئ ځواکونودپاته کیدولړۍ ډیر ي پوښتنې را پیدا کړی دي ،چي ددي پوښتونوځوابونه تر دي دمه نه دي په ډاګه شوی.
پاکستان تل هڅه کوي چې دنړیوالو هيوادونو اوافغانستان ترمنځ اړيکي ترينګلي کړي څودوی بیا دخپلو ملي ګټو لپاره افغانستان تر خپل نفوذ لاندې وساتي .بل طرف ته ایران هم دامریکا شتون په افغانستان کي نه مني.روسیه ،هند، چین،ازبکستان اونور ګاوندي هیوادونه د حالاتو څارنه کوی،چي د ۲۰۱۴ کال وروسته به دوی د افغانستان په اړه کوم دریځ غوره کړي.
بايد وويل شي چې په افغانستان كې د امريكا د دايمي حضور په اړه دګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي دریځ هم طالبانو ته ورته دي دوی وایی، چي تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې دامريکا شتون ګاونډيو ته د لاسوهنې زمينه برابروي.
حزب اسلامی دځينو كړكېچونو د رامنځته كېدو خبري هم كوې، اووایی چې له يادې نېټې وروسته د امريكا په شتون كې ګاونډيو هېوادونو ته د لاسوهنې لا زياته زمينه مساعده شي.
د افغانستان په چارو کې د ګاونډيو د لاسوهنې په دې برخه کې کېدای شي افغانستان ته د ايران د ملي امنيت د رييس او د اټومي مذاكراتو د ستر مركچي سعيد جليلي سفر ته اشاره وشي چې امریکا ته د ولسمشر له سفر نه يو ورځ مخکې افغانستان ته راغی. ایران او پاکستان تل هڅه کوي چې د نړیوالو هيوادونو او افغانستان ترمنځ اړيکي ترينګلي کړي څو دوی بیا د خپلو ملي ګټو لپاره افغانستان تر خپل نفوذ لاندې وساتي.