کور / تازه خبرونه / د دهلې بند د کار دوهمه برخه به ډېر ژر پيل سي

د دهلې بند د کار دوهمه برخه به ډېر ژر پيل سي

په کندهار کي د امريکا د متحدو ايالاتو د نړيوالي پرمختيايي ادارې او ولايتي بيارغوني ټيم مسؤلين وايي چي ددهلې بند د پروژې د لومړۍ مرحلې کار په برياليتوب سره پاى ته رسېدلى او د دوهمي برخي کار به يې په نژدې راتلونکي کي پيل سي.
هغوى وويل چي د کندهار محلي ادارې د لومړۍ مرحلې د کار پاى ته رسولو په برخه کي خورا ښه کار کړى دى او نن د دواړو خواوو ترمنځ د دوهمي مرحلې لپاره هم اسناد لاسليك سول.
د ولايتي بيارغوني ټيم استازو همداراز وويل چي د کندهار پوهنتون سره يې کار کړى دى او هغوى ته يې د لمريزي انرژۍ څخه برېښنا برابره کړې چي کولاى سي ټول پوهنتون ته برق ورکړي.
د PRT له مشر سره په ننۍ جلسه کي کندهار والي د دهلې ډم د کار د دوهمي برخي د پيل په اړه خوښي وښوول او په غونډه کي حاضرو کليدي رئيسانو ته يې وظيفه وسپارل چي په دې برخه کي خپل کارونه لا نور چټک کړي.
هغه همداراز وويل چي تېره اوونۍ يې د شاوليکوټ ولسوالۍ له خلکو سره ليدلي او هغوى هم د بند د ارتفاع لوړېدني په برخه کي له خپله اړخه د پوره همکارۍ وعده ورکړې ده.