کور / تازه خبرونه / کندهار ښاروالي دتنظیف اوښکلاکمیټي جوړي شوي .

کندهار ښاروالي دتنظیف اوښکلاکمیټي جوړي شوي .

 


 


هغه غونډه چی دکندهار ښاروالي دغونډوپه تالار کی جوړه شوی وه پکی ددي ولایت ددولتي اداروګڼ شمیر مامورینو  اودسیمواوسیدونکو پکی ګډون کړي وه .په غونډه کی دکندهار ښاروال محمد عمر دتنظیف اوښکلاپه اړه خبري وکړي اودغه کمیټي یی دسیمي دبیا رغوني ښکلا اوپرمختګ په برخه کی مهمی وبللی اوزیاته یی کړه چی اوس دکندهار ښار پراخ شوی اواړینه ده ده چی دناحیولپاره دخلکوپه مټ کمیټي جوړی کړی ترڅو دښاروالي کارونوته رسیدګي وشی .عمروویل چی دغه کمیټي به زموږسره مرسته کوي اودسیمي دخلکوستونزي به تر ښاروالي پوري رسوي اوورسته به ښاروالي اوخلک په ګډه هغه ستونزوي چی په سیمه کی دي هواروي ..په کندهار کی لمړي ځل دی چی دتنظیف په موخه لس کمیتي جوړیږي چی په کمیټوکی دسیمي یوشمیر میرمني هم شاملي .چارواکی وایی ددغه کمیټوپه مرسته به وکړاي شي دسیمي کثافات راټول اوپه یوه مناسیب ځای کی به یی واچوي دکندهار ښاروال وایی دښاروالي دهمکاري موسیسي رمپپ په مرسته توانیدلي چی په سیمه کی زیات کارونه ترسره کړ ي.