کور / تازه خبرونه / د ٨ وسله والو د وژل کيدو خبر ورکړل سو.

د ٨ وسله والو د وژل کيدو خبر ورکړل سو.

د کورنيو چارو وزارت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوو تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدلو خبر ورکړل سوي دي .
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي ملي پوليسو په کونړ، ننګرهار، لغمان، بغلان، ميدان وردګو، اروزګان، خوست، پکتيکا او هلمند ولايتونو کي له ملي اردو، ملي امنيت او بهرنيو ځواکونو سره په يولسو ګډو چاڼيزو عملياتو کي ، اووه تنه وسله وال طالبان وژلي، يو يي ټپي کړی او ٢٢ نور يي ژوندي نيولي دي .
د خبرپاڼي په حواله ، چې په دغو عملياتو کي زياتي وسلي ، مهمات او چاوديدونکي توکي پوليسو ته په لاس ورغلي دي .
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دي اړه څه ندي ويلي