کور / تازه خبرونه / زرنج ښاروالي دښاري چاپیریال دپاکوالي په موخه اشر وکړ

زرنج ښاروالي دښاري چاپیریال دپاکوالي په موخه اشر وکړ

 


 


دښاري چاپیریال دپاکوالي په موخه دغه اشر دڅه مودي راپدی خوا ددي ولایت په ګډون کندهار هیلمند زابل اوګڼونوروولایتونوکی دښاروالي اودهغه دهمکاري موسیسي رمپپ په مرسته پیل شو دی .چارواکی وایی ددي کارڅخه یی موخه داده چی خلک دخپل چاپیرال پاکوالي ته توجه کړي .دنیمروز والي محمدسرور ثبات چی پدی اشر ی ګډون کړی وویل چی خلک باید دښاروالي سره مرسته وکړي ترڅو ښارمو دنظافت له مخي دقناعت وړوي .په ورته وخت کی دنوموړي ولایت دامنی قوماندانۍ مرستیال عبدالرحیم مرستیال والي قاسم خدري او یوشمیر قومي مشرانو چی داشر څخه یی ملاتړي کوي وویل چی ښاریان بایدپه ګډه دسیمي په پاکوالي ګډون وکړي دوي وویل چی نظافت دایمان جز دی نوباید چی خلک یی مراعت وساتي اودخپل کورپه څیر ښارهم پاک وساتي .داشر پرمهال دزرنج ښاروال محمد سرورنظري دخلکو وغوښتل چی دښاروالي سره مرسته وکړي دوه وویل چی موږ دښآریانو لپاره کارکو اوباید چی هغوی هم دښاروالي سره مرسته وکړي .