کور / سياسي / تش په نامه ‌ دیموکراټ هیوادونه

تش په نامه ‌ دیموکراټ هیوادونه

موږ او تاسو د ډیموکراسی او ولسواکی د نامه سره تر ډیره حده اشنا سوي یو، په خاصه توګه د تیرو لسو یولسو کلنو په جریان کښي.

ډیموکراسي یعني څه ؟

د ډیموکراسی لفظ چي د یوناني ژبي څخه سرچينه اخلي یعني (ډیموس) معنی خلګ او (کراتوس) معنی ځواک یعنی د خلګو ځواک یا په بله معنی د ولس واک.

ډیموکراسي یو حکومتي شکل دی چیري چي د ټولني ټول غړي مساوي حقوق لري ، خو بد بختانه اوس د ډیموکراسی د دې نوم څخه په ځینو هیوادو کښي تش په نامه ډیموکراټیک هیوادونو کار اخستل کیږي په خاصه توګه په عربي او نورو اسلامي ممالکو کښي.

کله چي په یوې ټولنه کښي حکومتي واک او قدرت د یوه یا څو اشخاصو تر منځ وي ، دې حکومت ته موږ ډیموکراټ یا ولسواک حکومت نسي ويل کيدای، او کله چي یو حکومت په خپل هیواد کښي یوازي د ټولټاکني پروسه تر سره کوي دې ته هم ډیموکراسي ویلای نسو. او یا یوازي د حکومتي سړیو او کړیو شتون ته هم ډیموکراسي نسو ویلای.

ډیموکراسي یوې ډیري قوي او ځواکمني ټولني ته اړتیا لري ، چیري چي د ټولني هر وګړی اواز یا ږغ ولري. موږ هغه وخت د یوې ښي ډیموکراسي څخه ګټه په لاس راوړو چي حکومت مو و ټولو وګړو ته مساوي حقوق ورکړي.

د اسلام مقدس دین د ډیموکراسی یو بنیاد دی ، که واقعآ د اسلام رڼا او د ډیموکراسی اصول په نظر کښي ونیول سي په رشتیا به مو خلګو ته اجتماعي عدالت اواقتصادي ګټي ور کړي وي.

په خاصه توګه اسلام و ښځو ته خوندي او ریښتني حقوق ورکړي دي.

د نړی ځني عربي هیوادونه د همدې ډیموکراسی په قوت او برکت چي میډیا یا رسنی نوم لري د فېسبوک،ټویټر، انټرنیټ او نورو اسانتیاؤ په وسیله يې حکومتونه را چپه سول.

ځني حکوموتونه چي ځان ته ډیموکراټ حکمتونه وايي کله ناکله د ډیموکراسۍ څخه په بیره کښي دي،او د ډیموکراسی د عملي کولو کښي بیره لري.

افغانستان چي څو لسیزي جنګونه او دربدری يې تر شا پریښودل اوس نوی د ډیموکراسی په درشل کښي دی، د دې هیواد ډیرئ وګړي د ډیموکراسی سره ندي اشنا، دلته ډېرئ خلګ ډیموکراسي د بې بندوباره ازادئ په نوم پیژني یا يي د فحشا نوم ورکړی دی، چي دا هر څه په ټولنه کي د تعليمي کچي د ټيټوالي او معلوماتو د کموالي څرګندونه کوي.

که د دې هیواد خلګ او حکومت خپل روا حقوق وپیژني او تر لاسه يې کړي، په رشتیا چي په ګران هیواد کښي به ستونزي ورځ تر بلي کمي او ټول افغانان به د سولي په فضا کي د خپل هيواد په پرمختګ کي برخه واخستلای سي .