کور / تازه خبرونه / هلمند: دزده کوونکو ترمنځ درسامی سيالي ترسره سوه

هلمند: دزده کوونکو ترمنځ درسامی سيالي ترسره سوه

دهلمند ولايت دلشکرګاه ښاروالی چارواکی خبرورکوی چی نن  يي  ددی ولايت په مرکز لشکرګاه  کی دانجونو او او هلکانو په علی ليسو کی بيلابيلی درسامی سيالي ترسره کړی.
دلشکرګاه ښاروالی مطبوعاتی مسول احمد مسعود سيلاب رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چی یادی درسامی سیالي یی درمپپ پروګرام په مرسته ترسره کړی چی ددی پروینا پکی ۴۰۰ انجونو او هلکانو برخه اخیستی وي.



ښاغلی سیلاب وایی چی دیاد پروګرام څخه یی موخه زده کوونکی ودرس ویلوته تشویقول ‎‎‎‎‎‎‎ او په زده کوونکو کی دچاپیریال پاک ساتلو دود مروج کول دي.


نوموړی وایی چی دپروګرام په حال کی یی شاګردانو ته دپاک ښار درسامی کولو ویلی ول چی ددی پروینا زیات شمیر شاګردان دچاپیریال دپاک ساتلو درسامی دپاره هڅه وکړل. 
 


دښاغلی سیلاب په خبره درمپپ پروګرام په مرسته یی په زیات شمیر کتابچو ، او قلمونو باندی دښار پاک ساتلو پیغامونه لیکلی ول چی ټولو شاګردانو ته یی ورتقسیم کړل  چی دښار دپاک ساتلو او نوی نسل پررویه اغیزناک تمامیږی. 
 


مسعوداحمدسیلاب همداراز وایی چی دپروګرام په اخیر کی یی شل تنه تکړه او ښه رسامی کوونکو ته ځانګړی سوغاتونه ورکړل  ترڅو شاګردانو په سیمو نورخلګ دچاپیریال پاک ساتلو ته راوبولی.
 
بل لوری ته بیا دیادو لیسو مدیرانو دښاروالی په مټ جوړی شوی غونډی څخه خوښی وښودل او غوښتنه یی وکړ چی دښآګردانو دتشویق په موخه یاد پروګرامونه جاری وساتل شی.



 
دوی وایی شاکردانو ته باید داسی روحیه ورکړل شی چی دخپل ښار پاک ساتلو دپاره کار وکړی او خپلوان هم ویادی لاری ته راچمتوکړی. 
 



 
درسامی سیالی پداسی حال کی ترسره کیږی چی پدی وروستیو کی دلشکرګاه ښاروالی لخوا څخه دښاردپاکوالی په موخه دښار په بیلابیلو سیمو کی لویی او غټی کثافت داني ایښودل شوی دي او موخه یی دښار پاک ساتل دی.