کور / هراړخیز / د کندهار د اطلاعات او کلتور رئيس بايد څوک و ټاکل سي؟

د کندهار د اطلاعات او کلتور رئيس بايد څوک و ټاکل سي؟

وروسته له هغه چي د ملګرو ايميلونه او تليفونه زيات سول نو مجبوره سوم چي دا څو کرښي و ليکم .

له هغه ورځي راهيسي چي له پوهنتونه فارغه سوى يم د بېلابيلو مرجعو له خوا راته په پرله پسې توګه د دندو وړانديز سوى دى،خو تر ټولو جدي خبره هغه وخت مطرح سوه کله چي د کندهار د اطلاعت او کلتور درندو سرپرست او زما د وختونو ملګري او دست ښاغلي عبدالقديم پتيال خپله استعفا اعلان کړه د چهار شنبې په ماښام سيد احمد قانع راته زنګ ووهى چي مرهونه ته هم د اطلاعات او کلتور رياست ته کانديد يې ما ور ته و خندل چي ياره ټوکي به نه راسره کوې دا کانديدي ماندي زما کار نه دى خو وروسته هغه په ډېر جدي انداز راته وويل چي نه پر فيسبوک باندي د مفتى احمد فرزان،نور الله نوري او ستاسو د اټکلي نومانديدو خبره سوې او خلګه رايه پر ورکوي چي تر دې وخته تا(محمود مرهون) ٢٨ رايې نورالله نوري (٢) او فرزان صاب يوه رايه وړې ده.

کله چي مي د فيسبوک پاڼه راخلاصه کړه په ريشتيا هم هلته همداسي يوه خبره وه مګر زه هغه وخت ډېر حيران سوم چي و مي ليدل زما وياړلي کندهار زه د دوني لوى کار لپاره وړ بللى يم مګر د خفګان او حيرات ځاى يې راته دا وو چي زموږ اولس دونه ساده دى دوى فکر کوي هرڅه د دوى په رايو باندي کيږي،ځکه زه له ځينو موضوعات خبر يم چي د کندهار د اطلاعات او کلتور رئيس هفتې وړاندي ټاکل سوى دى.

خو بياهم زه د خپل وياړلي کندهار د ټول اولس څخه زياته مننه کوم چي زه يې د دې دندي لپاره وړ بللى وم مګر په تاسف سره بايد و وايم چي زه تر اوسه ځان د دې دندي وړ نه بولم او ما ته تر دې نور غټ کارونه او مسوليتونه را د غاړي دي او بله مهمه خبره لا دا ده چي زه خپلي زده کړي لا تر اوسه پوري کافي نه بولم ځکه زه بايد ماسټر او دکتورا هم بشپړه کړم مګر د خدمت په مسئله کي زه د خپل هيواد افغانستان او محکومي پښتونخوا د هر بچي د يوه ډېر کوچني خدمتګار په حيث خدمت کوم،کړى مى دى او کوم به يې ، خو د اوس لپاره کارونه زيات او وخت کم دى.

زه په اخير کي ټول کندهاري اولس او د کندهار ولايت اداري څخه په خورا درنښت هيله کوم چي تکړه مهتمم،ليکوال او څېړونکى ښاغلي مطع الله روهيال چي څه له پاسه لس کاله يې په درياست کي خدمت کړى او افغان اولس ته يې په يوازي سره د يوې بسته اکاډمۍ کار کړى دى د غه دندي لپاره راضي او پر دې دنده و ګوماري.

په درنښت

ستاسو ټول خدمتګار
محمود مرهون
کابل-افغانستان