کور / تازه خبرونه / په كوټه كې چاودنې تر ۵۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په كوټه كې چاودنې تر ۵۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د كوټي په باچاخان چوك كې د بمي چاودنې له امله ډېرئ كسانو ته مرګه ژوبله اوښتې ده، چې شمېره يې تر پنځوسو پوري رسېږي.

د پوليسو يوه لوړپوړي چاواكي د پېښې په ځآى كې خبريالانو ته وويل: د ملېشه سرتېرو په شمول ۱۴ تنه يې وژلي او تر ۴۰ تنو پوري ټيپان دي، پوليسو دا نه دي ويلي چې دا ځانمرګى بريد او كه بمي چاودنه وه.

خو له دې څخه پرته د ځآني زيات ترڅنګ ډېرى مالي زيان هم اوښتى دى، چې څو موټران، موټرسايكلان او دوكانونه په بشپړه توكه له منځه تللي دي.