کور / هراړخیز / دغازی امان الله خان له قصره اشپز خانه جوړه شویده

دغازی امان الله خان له قصره اشپز خانه جوړه شویده

 


مقر دغزني ولایت یوه له لمړۍ درجو ولسوالیو څخه ده چي له غزني څخه 140کیلومتره دلویدیځ خواته پرعمومي لویه لار اودکابل کندهار په منڅ کي پرته ده ولسوالي ده .
تیرمهال چي به له کابله قافله روانه شوه پررباطونوبه یې شپې کولي یوه شپه به یې پرمقر باندي وه ،د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی پاچا امان الله خان کله چي غازی امان الله خان واکمني ته ورسیدو له انګریزانویې خپلواکي واخستله دکابل ، کندهار پرلاربه په مقر کي تم کیدو مناسب ځای یې نه درلود دغزني ولایت دمقر په ولسوالي کي یو ښکلي قصر جوړکړ ،دشاوخوایې باغ د کينو ( مالټو) وني غټي شوې ،ښکلایې په زړ ه پوري شوه ، غازی امان الله خان چي له کابل څخه کندهار یا بیرته راګرځيدو دمقر په قصر کي به څوورځي تم کیدو او دمه به یې نیوله .
دمقر دخلګوپه غوښتنه یې یو ښونځي هم جوړکړ . دخلګو ستونزي به یې اوریدلې اوله خلګوسره به یې په دې قصر کي لیدل .


وروسته داقصر دولتي هوټل شو چي لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکو میلمه پالنه په کي کیدله دهیواد دوښمنانو تل هڅه کړیده چي زموږ تاریخي ځایونه او یادګارونه له منځه یو سي ترڅو ددې ولس تاریخ محو ه او نابود کړی له بده مرغه دمجاهدینودواکمني پرمهال ترینه ساقي خانه او بانډارخانه شو .
دطالبانو دواکمني پرمهال دطالبانو هستوګنځی جوړشو . دجګړو خپل سریو او دیوه منظم دولت او اداری دنه شتون له امله له پامه ورغورځيد .
دنوي نظام له راتلو سره هم کومه پاملرنه ورته ونه شوه له دریو کلونوراپه دې چي دمقرپه ولسوالي کي ملي اردو میشته شو قصر ته بیاهم نه داچي پاملرنه ونه شوه بلکي اشپزخانه یې ورڅخه جوړه کړه چي اوس هم داشپزخانې کار ترینه اخستل کیږي.تر اوسه داسي یوبا احساسه پیدانه شو چي ورته پاملرنه وکړي او درناوي یې وکړي .
دقصر ډيرځایونه نړیدلي او په منځ کي ځیني له لرګیو جوړي شویدي ماتي او حتي سوځيدلي دي .چت يې له منڅه تللی بیخونه یې وران شویدي . که ژر ترزره پاملرنه ورته ونه شي دوردانید وامکان یې ډير دی .
داقصر چي خلګ په عامیانه ژبه ورته دغازی امان الله خان کوټۍ وایې دمقر دولسوالي یو تاریخي او له ویاړه ډک ځای دی .
دغازی امان الله خان یاد ګاردی . په ټولو اصولو او قوانینو په تاریخي ځایونوکي راځي ، ملي ارزښتونه ملي تاریخي اثار دیوې ټولني دکلتور ،هنر ، علم تمدون څرګندویه کوي .
داچي غزني داسلامي تمدون دپلازمیني په توګه اعلان شویدی له دولت او اطلاعاتو اوفرهنګ له ښاغلي وزیرصاحب څخه په ټوله مینه او درناوي هیله کیږي چي دغزني ولایت دمقر ولسوالي کي دغازي امان الله خان یادګار او تاریخي قصر ترمیمولو او جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو له ورانیدو وژغورل شي او داتاریخي ویاړ دزماني له بدنیتونو ځخه وساتل شي.

خوښ يې کړئ او ويې لېږئ