کور / تازه خبرونه / په كندهار كي د ځوانانو شورا جوړه سوه .

په كندهار كي د ځوانانو شورا جوړه سوه .

ياده شورا چي دېرش تنه غړي لري د جوړېدو موخه يي په دې ولايت کي د ولايتي ادارې ،د مدني ټولنو ،موسساتو ،نړيوالو ادارو او مطبوعاتو سره ګډ کار کول دي او تر څنګ يي دهغو کسانو ږغ تر دولت او نړيوالو ټولنو پوري رسول دي چي دا مهال په ستونزو او کړاونو کې ژوند کوي.
همدارنګه شورا به د هغو ځوانانو سره هم مرسته کوي او دولت به هم هڅوي چي دا مهال د بيکارى څخه سر ټکوي .
د شورا غړي چي ټول ځوانان دي ،د مختلفو ټولنو څخه انتخاب سوي ، لکه د مطبوعاتو کارکوونکي ،د پوهنتون محصلين او مدني ټولني استازي دي ،تر ډېره بريده به يي هڅه په هيواد کي د نورو ناخوالو تر څنګ د بې سوادۍ او بې کارۍ سره مبارزه هم وي .
په کندهار کي ددې شورا څخه ملاتړ د (NDI ) يا ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ کوي .
دې انسټيټيوټ لا له وړاندي په نورو لويو ولايتونو کي دې ته ورته شورا ګانى جوړي کړي .
د يادو شوراګانو څخه د ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ د ملاتړ او تخنيکي مرستي موخه ځوانان په سياست او ټولنيز ژوند کي ورګډول دي ،تر څو په راتلونکي کي دا ځوانان دا وړتيا پيداکړي چي د خپل هيواد ،ټولني رهبري پر خپله غاړه واخلي .
ددې شورا د جوړېدو په لومړي ورځ په کندهار کي د ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ په سيمز دفتر کي پراخ مراسم جوړ سوي وه ،چي د ياد دفتر د کارکونکو تر څنګ دبشري حقونو ،د ټاکنو د کميسون ،د ولايتي شورا ،د ځوانانو د امريت ،د ولايتي بيارغوني د ټيم ،د امريکا د سفارت او د ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ د کابل د دفتر څخه راغلو استازو برخه اخستې وه .
غونډي ته لومړى د کندهار د سيميز دفتر مسول ښاغلي عبدالحليم حلميار پيليزه وينا وکړه او ترڅنګ يي د پروګرام مسول ښاغلي نور نواز شيواني د پروګرام کړنلاره ، موخي ، د شورا دمسوليتونو او تر څنګ يي د شورا دټاکنو په اړه معلومات ورکړه.
د چهارشنبې د ورځي په لومړي غونډه کي د راغلو استازو په مخ کي ټاکني هم تر سره سوې ،چي تر نورو د ډيرو رايو په تر لاسه کولو سره ښاغلى محمدناصر مبارز دريس ،محمد صادق ريشتنى مرستيال او عبدالاحمد دينار د سکرټر په توګه وټاکل سول.