کور / تازه خبرونه / په کوټه کې د(3) چاودنو مرګ ژوبله تر(300)تنه واوښته

په کوټه کې د(3) چاودنو مرګ ژوبله تر(300)تنه واوښته

د سهيلي پښتونخوا سرښار کوټه نن دتاریخ دبدترینو چاودنو شاهده وه ، درې پرله پسې چاودنو دکوټي فضا بدله کړه . لومړۍ چاودنه پر پاچاخان څلور لاري وشوه چې شا وخوا پنځوس کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله . تر هغه وروسته دوهمه چاودنه دکوټي دهوايي ډګر پر لوی سړک چې دکندهار لپاره هم کارول کېږي دوهمه چاودنه وشوه .دغې چاودنې ۳ کسان ټپیان کړل . ها خوا دچاودنو دغندلو په موخه دکوټي ښار په ختیځ کې دپوځي چاوڼۍ په خوا کې د هزاره مېشته سیمي علمدار روډ باندي خلک راغونډ شوي‌وو چې دپولیسو په وینا ځانمرګی برید ورباندي وشو.


دکوټي دپولیسو مشر یا (ډي آی جي) حامد شکیل وايي چې په ټولو چاودنو کې تر دا مهاله (۹۳) کسان وژل شوي او تر (۲۵۰) زيات تپیان شوي دي . په کوټه کي د لراوبر ويبپاڼي همکار وايي چي له بده مرغه د مرګ ژوبلي شمېره اوس هم مخ په زياتېدو ده .
دپښتانه وطن دا ګڼ مېشته ښار چې غوڅ اکثریت اوسېدونکي‌او کاروباریان یې پشتانه دي د پنجشنبې په ورځ سخت نا ارامه وو. هلته په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او دوینو دراټولولو لپاره هڅي رواني دي‌.


دپښتونخوا ملي‌عمامي ګوند مشرتابه خپلو کارکوونکو ته ویلي دي چې دپښتونخوا میپ له ویني بانک سره دوینو ډېره مرسته وکړي چې تر ټپي کسانو ورسېږي .
په کوټه ښار کې دغم ټغر غوړېدلی او پراخه مرګ ژوبله ولسي وګړو ته وراوښتې ده . البته په وژل شویو او ټپي کسانو کې درسینو کارکوونکي او دپولیسو یو لوړرتبه افسر هم شامل دی .


ځايی امنیتي چارواکو لا تر اوسه پوري هم دچاودنو عاملین نه دي موندلي ،البته هڅ وهي چې دا به دترهه ګري پېښي وي ،خو تر اوسه چاددغو چاودنو پړه په غاړه نه ده اخیستې .
ځايي خبریالان وايي چې په کوټه کې دیوه لوي آبرېشن یعني عملیاتو دکولو لپاره لار هوارېږي او له بله لوري داسي هم ویل کېږي چې دبلوچستان نا امني دټول پاکستان دنا امنیو بر ابره ده او خیني‌کړۍ غواړي چې پّ دغه ډول دبلوچستان دآزادۍ تحریک ته لاره پیدا کړي .