کور / تازه خبرونه / سوات: جومات کې چاودنې ۲۱ تنه ووژل تر ۵۰ زیات ژوبل

سوات: جومات کې چاودنې ۲۱ تنه ووژل تر ۵۰ زیات ژوبل

د سوات مينګورې ښار سره نزدې پر تخته بند روډ په یوه تبليغي مرکز کې له چاودنې ۲۱ کسان مړه او تر ۵۰ ډېر ژوبل دي.دخيبر پښتونخوا په سوات سيمه کې تبليغي جماعت کې هاغه وخت چاودنه وشوه، چې کله تر دووزرو پورې زیات یو مسجد کې دننه د ماښام لمانځه ته په انتظارناست وو.د جماعت امام حضرت يوسف له مخې دغه چاودنه د مسجد په مينځ کې دننه شوې. له چاودنې وروسته ژوبل تنان او مړي سيدوشريف روغتون ته رسول شوي دي.د سيدوشريف روغتون مشر ډاکټرخورشيد وايي، دا وخت په روغتون کې ۲۱ تنه مړي او تر ۵۰ زیات ژوبل کسان راوړل شوي دي. چې پکې د ځینو حالت مرګونی ښودل کېږي.د ملاکنډ ډي آی جي اخترحيات وايي، چې دغه تره ګرۍ واقعه کيدای شي، نورې پلټنې روانې دي.