کور / تازه خبرونه / لښکرګاه د بودیجې د مصرف په اړه مشورتي غونډه وشوه

لښکرګاه د بودیجې د مصرف په اړه مشورتي غونډه وشوه

 


 


 


دهلمند ولایت په لښکرګاه  ښار کی دښاروالۍ  د راتلونکي کال د بودیجې د مصرف په اړه یوه مشورتي غونډه را بلل شوی وه


چي په یاده غونډه کي د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل صافی، د هلمند د ولایتي شورا وکیل علاوالدین سطاني، د علماوو شورا یو شمېر غړو، دښاروالۍ د تولنیزي شورا ریس او غړو ګن شمېر مخورو، وکیلانو او یو شمېر ښځینه وو ګډون درلود .


غونډه چي سهار شاوخوا ۱۰ بجې پیل سوه په پیل کي د لښکرګاه ښاروال خپله وینا کي وویل که څه هم داملاکي کارونو د دریدو سره یې عوایدو کي د پام وړ کموالی راغلی خو په وینا یې خوښ په دې دی چي د صفایي د ټکس د برخي عواید یې په پراخه کچه پورته تللي. ښاروال یادونه وکړه چي دوی یو لړ پروژې په پلان کي نیولي چي راتلونکي کال به یې د ښاروالۍ او یا هم د بهرني ډونرانو په مرسته پلي کړي. همداشان ښاروال له ګډون والو و غوښتل چي خپل نظریات په غور سره ورسره شریک کړي د ښاروال په خبره دوی به د ګډونوالو له نظریاتو سره سم پروژې پلي کوي.


په یاده غونډه کي د علماوو شورا غړي مولوي مهردل فراهي له ښارواله غوښتنه وکړه چي تر ټولو مهمه پروژه د خودسره کورنو سیمه نقشه کول دي د هغه په خبره دا کار تر سړک هم مهم دی او تر څراغونو هم .
د هلمند د ولایتي شورا غړی علاو الدین سطاني په خپلو خبرو کي د ښاروالۍ له کارونو ننګه وکړه د هغه په قول ولایتي شورا په تمامه معني د ښاروالۍ تر شا ولاړه ده. د سلطاني د ښاروال ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چي هره ورځ د ښاروالۍ له یوه نه یوه فعالت نه خبریږي.


د غونډو په وروستیو کي ګډونوالو ته هغه فورمې وویشل سوې چي پکي د راتلونکي کال د پلان سوو پروژو په اړه پکي د خلکو نظریات غوښتل کیدل .


یاده دي وي چي ښاروالۍ به ددې نظریاتو پر اساس د راتلونکي کال مهمي او عاجلي پروژې ټاکي .


د ښاروالۍ لخوا د پروژو په تطبیق کي د خلګو د مشورو اخستلو دا غونډه په هلمند کي په خپل زات کي لومړۍ وه