کور / تازه خبرونه / کندهار کي تېره اوونۍ لس تنه تخلف کاران نيول سوي دي

کندهار کي تېره اوونۍ لس تنه تخلف کاران نيول سوي دي

کندهار افغانستان- د کندهارد امنيت امر وايي چي تېره هفته يې لس تنه هغه کسان نيولي چي په بېلا بيلو برخو او ډول دول معاملو کي يې جعل کاري کول او خلک يې خطا ايستل.
سمونوال رحمت الله اطرافي نن سهار د ولايت مقام د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو مرکز (KMIC) کي جوړي سوي غونډي ته وويل چي دغه کسان يې د ښار په مختلفو ساحو کي د جعلي کارونو پرمهال نيولي دي.
نوموړي زياته کړه چي پوليسو يې تېره اوونۍ په ښار او ولسواليو کي ٦٢٠ کمينونه او ٧٧٥ ګزمې کړي چي په نتيجه کي يې د يادو سوو جعل کارانو ترڅنګ ١٦ تنه نور چي په مختلفو ترورستي اعمالو کي ښکېل ول هم نيولي دي.
د هغه په خبره چي څلور تنه نور وسلوال مخالفين يې د وسلوالي جګړې پرمهال وژلي او همداراز يې ٤٧ کړۍ ماينونه چي په لويو لارو او ګڼ نفوسو ساحو کي ځاى پر ځاى سوي ول کشف او له منځه وړي دي.
د امنيت امر په ننۍ غونډه کي د اتو تنو غلو نيولو خبر هم ورکړ او زياته يې کړه چي ددې کسانو د نيوني سره د ښار او ولسواليو په امنيتي حالت کي خورا زيات مثبت تغير راغلى دى.
د نوموړي د خبرو سره سم، په کندهار کي تېره اوونۍ ١٥ تنه د نشه يي توکو قاچاقبران او ساقيان نيولي سوي چي ورسره يو ځاى يوه اندازه هيروئين او تارياک هم تر لاسه سوي دي.