کور / تازه خبرونه / هلمند: مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند: مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند كي د بيلابيلو عملياتو په ترڅ كي مخالفينو ته مرگ ژوبله اړولى ده .
ددي ولايت له مطبوعاتي دفتره په رارسيدلى خبرپاڼه كي راغلي چي هغه لنډ مهالي عمليات چې د جمعي په ورځ د مارجي ولسوالى په اړوندو سيموكي د ملي پوليسو لخوا ترسره سول پر مهال يي دوه تنه مخالفين ژوندي نيول سوي، دوه تنه يي وژلي اوپنځه نوريي ټپيان سوي دي .
په دي عملياتوكي پوليسو درى عرادي موټرسيكلونه او دوه ميله كلاشينكوف هم ترلاسه كړي او پوليسوته كوم زيان نه دى اوښتى.
د خبرپاڼي له قوله چي په همدي ورځ په نادعلي ولسوالى كي د طالبانو په ډزو كي يوه نهه كلنه نجلى وژل سوي اودوه تنه ولسي وگړي ټپيان سوي دي .
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دي اړه څه ندي ويلي .