کور / تازه خبرونه / حکیم الله: پرپاکستاني پوځیانو بریدونه مه کوئ

حکیم الله: پرپاکستاني پوځیانو بریدونه مه کوئ

د پاکستاني طالبانو ډلې تحریک اسلام مشر حکیم الله مسود په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی ډله به په شمالي وزیرستان کې په پاکستاني پوځیانو بریدونه نه کوي.په اعلامیه کې د طالبانو د دغې ډلې له غړو غوښتل شوي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره د اوربند له تړونه سر غړونه ونه کړيپه دغه اعلامیه کې ملا محمد عمر د پاکستان او افغانستان دواړو طالبانو مشر بلل شوی دی.علامیه زیاتوي چې د دواړو خواو طالبان په دې جکړه کې سره یو دي او له یو بل سره همکاري کوي.د رپوټونو له مخې په وزیرستان کې د طالبانو یو شمېر لويې ډلې فعاليت کوي. د حقاني شبکه، د ګل بهادر ډله، د ملا نذیز ډله او د حکیم الله مسود ډله.