کور / تازه خبرونه / د بلوچستان ايالت حکومت ړنګ سو

د بلوچستان ايالت حکومت ړنګ سو

د پاکستان صدراعظم راجه پروېز اشرف تر يو شمېر سلا او مشورو وروسته پرېکړه وکړه، چي په بلوچستان ايالت کي دي ټولي چاري د دې ايالت د والي له خوا اجرا کېږي او وزيراعلي اسلم رئيساني يې له ايالتي کابينې سره يو ځاى له دندي ګوښه کړ .
ذوالفقارعلي مګسي چي د بلوچستان ايالت والي وو، تر يوه نامعلوم وخت پوري به د دې ايالت ټولي ملکي او نظامي چاري ترسره کوي.
د پاکستان صدراعظم نوموړي ته امر کړى چي د اړتيا پر وخت له پوځ څخه هم د امنيت او ثبات دپاره مرسته غوښتلاى سي.

راجه پروېز اشرف وروسته له هغه دغه ګام واخيست، چي درې ورځي دمخه د کوټي ښار پر عالم دار سړک باندي دوو غبرګو چاودنو شاوخوا ١٠٠ کسه مړه او تر ٢٠٠ ډېر ټپيان کړل.
د پېښي قربانيان چي اکثره د کوټي شيعه هزاره ګان دي، له تيرو درو ورځو راهيسي يې ماتم اعلان کړى او له مرکزي حکومت څخه يې د بلوچستان د حکومت د بېواکه کېدو غوښتنه کوله.

په بلوچستان کي د پاکستان د واکمن پيپلز ګوند په مشرۍ يوه ايتلاف حکومت کاوه، چي برايي د شپې پر دوې بجې د پاکستان د صدراعظم د يوه فرمان له مخي ړنګ سو.
د بلوچستان ايالت وزيراعلي چي د پيپلز ګوند غړى دئ، د نا امنيو او غلاوو په ډېرو پېښو کي په لاس لرلو تورن وو.

له تيرو څو مياشتو راهيسي په بلوچستان کي هدفي مرګونه، بمي چاودني او د غلاوو پېښي ډېري سوي دي، چي د ډيرو چاودنو او مرګونو مسئوليت د بلوڅ بېلتون غوښتونکى غورځنګ پر غاړه اخلي.