کور / تازه خبرونه / د بلوچستان واک ګورنر ته سپارل شوی

د بلوچستان واک ګورنر ته سپارل شوی

اسلام اباد : د پاکستان حکومت د بلوچستان ايالتي حکومت ړنګ کړ او ددغه ايالت واک يې والي ته وسپارلو.د پاکستان حکومت دغه اقدام وروسته له هغه وکړ، چې څو ورځې مخکې د بلوچستان په کويټې ښار کې د چاودنو او ځانمرګو بريدونو له امله تر ١٠٠ زيات کسان ووژل شول.تر دې پېښو وروسته د بلوچستان ايالت هزاره اوسېدونکي د خپلو مړو له وژلو ډډه وکړه او له تېرو دريو ورځو راهيسې يې دوژل شويو کسانو جسدونه يې په سړک د احتجاج په توګه ايښي او له ښخولو يې ډډه کوله.د پاکستان لومړي وزير راجا نادر پروېز پرون په ناڅاپي توګه بلوچستان ته ولاړ او د هزاره قبيلې له مشرانو سره د کتنو پر مهال يې د ايالتي حکومت د ړنګولو اعلان وکړ .هغه زياته کړه، چې تر دې وروسته به ددې يالت واک تر دوو مياشتو پورې د والي په واک کې وي.د يادونې وړده چې دپاکستان د قانون له مخې ايالتي حکومتونه هم د ټولټاکنو له مخې ټاکل کېږي او د ټاکنو ګټونکى د ايالت د مشر وزير په توګه ټاکل کېږي او د ايالت کارونه پرمخ وړي.د پاکستان لومړي وزير راجه پروېز اشرف د بلوچستان حکومت له دندې لرې کړی، او واک يې د صوبې والي يا ګورنر ته سپارلی دی. ښاغلي اشرف دغه ګام په کوټه کې له شيعه وير کوونکيو احتجاجيانو سره له خبرو اترو وروسته پورته کړی دی. خو د شيعه ګانو ډلو ويلي د والي يا ګورنر واکمنۍ تر عملي کېدو پورې به يې احتجاج روان وي، او د