کور / تازه خبرونه / ایا د ولسي جرګې له خوا د ۱۱ وزیرانو استیضاح یوه تېروتنه ده؟

ایا د ولسي جرګې له خوا د ۱۱ وزیرانو استیضاح یوه تېروتنه ده؟

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو تر ډیره د ولسي جرګې له خوا د یوولسو وزیرانو د استیضاح د مسالې په اړه مطالب او تبصرې خپرې کړي دي.

محور ورځپاڼې د وزیرانو استیضاح په اړه په یوه مطلب کې لیکلي؛ ځینې وکیلان دا د ولسي جرګې احساساتي عمل او یو شمېر خو یې تیروتنه بولي.

په مطلب کې راغلي حکومت د استیضاح د موضوع په مخنیوي کې بې غوري وکړه او ویې نشوای کړای، چې د تیر لمریز کال د بودجې د لګښت په اړه پر وخت دقیق معلومات ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

ولسي جرګې د دې وزیرانو د استیضاح اساسي علت دا ښودلی؛ چې یادو وزیرانو تیر لمریز کال خپله بودجه له پنځوس فیصدو کمه لګولې ده.

خو محور د یوه وکیل له قوله چې نوم یې نه دی ذکر شوی لیکلي دي؛ اساسي علت بودجه نه وه، بلکې د وزیرانو د استیضاح پر سر په ولسي جرګې کې دوه ډلې سره په ضد شوې، چې بالاخره یوه یې د استیضاح په پریکړې بریالۍ شوه.

ملي باور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د ولسي جرګې له خوا په تیر کې د ځینو وزیرانو د استیضاح او سلب اعتماد پیښې څیړلې دي.

ورځپاڼې لیکلي پخوا تر دې د ولسي جرګې له سلب اعتماد کیدو سره سره اکثره وزیران د سرپرستانو په توګه پاتې شوي دي.

د سرمقالې په یوې برخه کې راغلي دا مهال هم د ځینو ادارو مشران پرته له دې چې له ولسي جرګې نه باور رایه ولري، خپلو دندو ته دوام ورکوي.

ملي باور لیکلي، په تیر کې ځینو هغو وزیرانو د تاوان پر ځای ګټه کړې چې ولسي جرګې سلب صلاحیت کړي، ځکه خپلې دندې ته یې دوام ورکړی او د ملي شورا له څارنې هم خلاص شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، ولسي جرګه باید د وزیران د سلب اعتماد کولو پر وخت دا هم وارزوي، چې پر ځای ژر تر ژره د بل کس ور پيژندلو ته حکومت اړ ویستلی شي او که نه.

دي افغانستان اکسپرس ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ د یولسو وزیرانو استیضاح څومره مسوولانه حرکت دی.

په سرمقالې کې راغلي ځینې وکیلان دا عمل احساساتي بولي ځکه څلور وزیران تیر کال د هغو وزارتونو په سر کې نه ول، چې بودجه یې له پنځوس فیصدو کمه لګولې ده.

دي افغانستان اکسپرس ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې امریکا ته د جمهور رئس حامد کرزي په سفر کې افغانستان ته د یوه نوي ځواک د جوړې په اړه د یوې موافقې خبر ورکړ دی.

ورځپاڼې لیکلي افغان او امریکايي چارواکي په واشنګټن کې سلا شوي، چې افغانستان ته د ځانګړو عملیاتو یو ځواک جوړ شي.

خدمتګار ورځپاڼې هم په همدې موضوع یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي: دا به داسې یو ځواک وي چې کورنیو او بهرنیو ګواښونو ته به ځواب ویلای شي.

خدمتګار په خپل مطلب کې په دې اړه د یوه افغان کارپوه نظر هم راخیستی چې ویلي یې دي، نوی ځواک ته که درنې وسلې او تجهیزات ورنه کړل شي، نو د ګټې پر ځای به یې تاوان زیات وي.