کور / تازه خبرونه / کندهار والي وايي، ولايت يې په سوله کي بارزه ونډه لري

کندهار والي وايي، ولايت يې په سوله کي بارزه ونډه لري

کندهار افغانستان- کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا وايي چي ولايت يې د سولي او ملي پخلايني په برخه کي خورا مهم رول لوبوي او مهمه ده چي مرکزي اداره هم خپله توجه زياته کړي.
نوموړي وويل چي د غه ولايت په خپل ټول عمر کي، په ټولو تاريخي تحولاتو کي د پام وړ برخه درلوده او اکثره غورځنګونه له همدې ځايه پيل او پاى ته رسيدلي چي بايد د نورو ولايتونو سره په عين ترازو ونه تلل سي او تر نورو زيات پام ورته وسي.
کندهار والي چي نن ماپښين يې په سهيل کي د ايساف د قومندانۍ د حمايوي څانګي له مرستيال او ولايتي بيارغوني د ټيم له مسؤلينو سره ليدنه درلوده وويل چي په کندهار کي سوله، په افغانستان کي د سولي په معنى ده او مهمه ده چي دغه اصل ټول پر ځانونو ومنو او دلته زيات کار وکړو.
په ننۍ جلسه کي د سولي او ملي پخلايني ترڅنګ د انتقال پر مرحله باندي هم بحث وسو او په خاصه توګه د هغو سيمو او تاسيساتو چي لا هم پکښي د نړيوالو ځواکونو پوځي اډې موجودي دي افغان لوري ته د سپارلو موضوع وڅېړله سوه.
کندهار والي وويل چي د ملکيتونو د تشخيص لپاره بايد د يوه منظم پلان له مخي کار وسي او معلومه سي چي کومي مځکي په دولت او کومي په شخصي خلکو پوري ربط پيدا کوي ترڅو ټوله پروسه يې شفافه سرته ورسيږي.
هغه همداراز وويل چي د پوځي اډو او هلته د سته تاسيساتو او سامانونو انتقال په محلي سطحه وسي او د هغو ملکيتونو چي په مختلفو دولتي اداراتو او شخصي خلکو پسې مربوطيږي مشخص سي او وروسته يې د تاوان پرې کولو لړۍ پيل سي.
په سهېل کي د ايساف قومندانۍ د حمايوي څانګي مرستيال بريد جنرال وايټ وويل چي دوى پلان لري زياته برخه وسايل او وسايط له خپلو اډو ونه باسي او د افغاني ادارې د استفادې لپاره يې پرېږدي خو په خبره يې چي له دې لوري بايد تضمين تر لاسه کړي چي ورته تسلېمېدونکي تاسيسات به په ښه توګه ساتل کيږي او د استفادې طريقه به يې سالمه وې.
نوموړي وويل دوى مطمئن دي چي په ډېرو برخو کي به افغان ملي امنيتي ځواکونه وکولاى سي دغه پوځي اډې له دوى تسليم کړي ځکه په خبره يې چي دغو ځواکونو د توقعاتو خلاف زيات پرمختګ کړى دى او وړتياوي يې زياتي سوي خو يوازينى شى چي لا هم دوى پرې بايد کار وکړي پر ځان بسيا کېدنه ده.
جنرال وايټ وويل چي له اوسني پلان سره سم به ټولي سيمي افغاني ادارې ته وسپارل سي او دوى پر يو بل داسي لست باندي کار کړى چي پر اساس به يې هغه ساحي او سيمي چي ددوى د پوځي اډو د شتون په پايله کي تخريب سوي دي له سره ورغوي او عادي حالت ته يې راوګرځوي.
د يادوني وړ ده چي کلونه وړاندي يو لوړ رتبه بهرني ويلي وه چي کندهار د افغانستان له پاره کيلي ده تر څو چي د دې سيمي امنيت نه وي خوندي نوري سيمي به هم همداسي بې امنيته وي .