کور / تازه خبرونه / دپاکستان ستری محکمي دراجاپرویز اشرف دنیولو حکم ورکړ

دپاکستان ستری محکمي دراجاپرویز اشرف دنیولو حکم ورکړ

دپاکستان څخه رارسیدلې خبر ونه وایی چي، دپاکستان عالي (ستری)محکمي دپاکستان دلمړي وزیر «راجا پرویز اشرف» دنیولوحکم ورکړی دي
په پرویز اشرف باندی تورلګیدلې چې، نوموړي داوبو بریښنا دوزارت پرمهال دانرژی دخصوصي او شخصي شرکتونوڅخه خپله ونډه اخیستي ده. دمحکمي په حکم کي دپرویز اشرف پرته دحکومت د ۱۵ نورولوړ پوړیزوچارواکونومونه هم یادشویدي چي په ورته درغلیوکي ښکیل ګڼل کیږي.محکمي پولیسو ته امر کړی چه په ۲۴ ساعتونوکي دغه کسان ونیسې اوجیل ته یي وسپاري.
ددي فرمان دحکم دنیولو پریکړه په داسي حال کي ترسره شوه ،چي په زرګونوقهرجنوکسانودیوه لاریون له مخي د پاکستان پارلمان مخي ته سره را غونډشول ،داداری فساداودرغلیودمخنیوي ناري او چیغي یي وهلي. دخبری څانګي په حواله دپاکستان پولیسوددي لاریون مخه ونیوله .ددي لاریون مشری دیوه روحانې او مذهبي مشر تر مشري لاندی روانه وه.پولیسو په لاریون کونکوداوښکو اچونکي ګاز په واسطه سره ددوی لاریون ټیټ او پرک کړي.
دلاریون کونکوغوښتني داوي چي دغه دولت دي ژر ترژره ړنګ شې اودپاکستان پوځي ځواک دي دحکومت ټولي چاري ترهغه وخته پوري په غاړه واخلي ترڅوچي دیوی شفافي عادلانه انتخاباتولړۍ رامنځ ته شوی نه وي.
راجا پرویزاشرف په ۲۰۱۲ کال کي څومیاشتي مخکي هغه وخت دپاکستان دجمهور رئیس آصف علی زرداری لخواه د لمړی وزیر په توګه وګمارل شو،چي دپاکستان پخوانې لمړي وزیر یوسف رضا ګیلانی هم د ستری محکمي دپریکړو پر بنسټ له دندي څخه ګوښه شو.
دپاکستان ستری محکمي پریوسف رضا ګیلانې تورولګاوي چي دقضایی پریکړو ته درناوي نه کوي اودفساد په در غلیوکی ونډه لری.
دپاکستان پرجمهور رئیس آصف علی زرداری باندي هم تورونه شته چي دبډواو فسادو په دایره کي را ښکیل دي، ولي دپاکستان ستری محکمي تر اوسه پوري په رسمي توګه پرهغه باندې دمحکمي حکم نه دی صادر کړی.