کور / تازه خبرونه / كندهار: دکوکنارو په محوه کي د کابل کوښښونه پڅ دي

كندهار: دکوکنارو په محوه کي د کابل کوښښونه پڅ دي

د کندها روالي وايي چي د پلازميني کابل يو شمېر لوړ پوړي چارواکي په کندهار ولايت کي د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په برخه کي څنګه چي ښايي هغسي همکاري نه کوي.
نوموړي چي نن سه شنبه يې د خپل کار په دفتر کي د ولايتي بيارغوني ټيم PRT له نظامي او ملکي مشرانو سره کتل وويل چي ولايتي ادارې د کوکنارو د کښت په محوه کولو کي د پام وړ کارونه کړي خو مرکزي ادارې خپله ونډه سمه نه ده ادا کړې.
هغه زيات کړه چي، د پلان سره سم بايد وزارت په کندهار کي خپل مربوطه رياست ته ټکټرونه ورکړي واى او ددې بوټي له کرلو څخه بزګران منع سوي واى خو په خبره يې چي، په دغه کار کي هم د هغوى همکاري ډېره پيکه وه.
کندهار والي وويل چي د فوډ زون پروګرام په برخه کي نه يوازي د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزارت کارونه پڅ دي بلکه د امريکا نړيوالي پرمختيايي ادارې USAID هم هيڅ برېښ نه دى کړى.
هغه همداراز ولسواليو د سفرونو پرمهال ددې موضوع په ارتباط خلکو ته د پوهاوي ورکول اړين وبلل او زياته يې کړه چي په دې برخه کي بايد بيا بيا خلکو ته وويل سي او هغوى يې له کښت کولو څخه راوګرځول سي.
د PRT له مسؤلينو سره په ننۍ جلسه کي همداراز د راتلونکو انتخاباتو په اړهم بحث وسو او د سته خوشبينيو او راتلونکو ستونزو او چالشونو په اړه د دواړو لوريو نظريات تبادله سول.