کور / تازه خبرونه / په کابل کي درنه چاودنه وشوه

په کابل کي درنه چاودنه وشوه

بیړني خبر:نن دکابل دطوره بازخان څلور لاري(صدارت) دملي امنیت عمومي ریاست دمحبس دروازي ته نږدي یوه درنه چاودنه ترسره شوه.
عینی شاهدان وایی ،چي چاودنه د غرمي ددولسو بجو په شاوخواکي را منځ ته شوه اومرګ ژوبله لري.
دکابل دامنیه قوماندان سالنګي دآریانا تلویزیون ته وویل ،چي بریدکونکي پنځه کسان و.یونفر ځانمرګي خپل ځان وچاوداوي اونور څلور بریدکونکي دامنیتي ځواکونولخوا له بریدنه مخکي له منځه ولاړه.
په دغه چاودنه کي پنځه بریدکونکي وژل شوي اودلسوکسانو پوری شا وخوا ټپیان شویدي. په ټپیانوکي د ملی امنیت کارکونکې او بیګناه لارویان غیر نظامي کسان شامل دي.د دې چاودنې ږغ تر دې اندازې زورور و، چې د ملي امنيت رياست ته مخامخ د هټيو اواستوګنځې ودانیوځایونه دښېښو ترڅنګ د پېښې نه سلګونه متره وړاندې دنوي ښار دڅلور لاري دهټيواو ودانيو ښيښې هم ماتې کړې دي .
لراوبر ویب پاڼی ته دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه را لیږلې لیک کي ددي چاودني پړه په غاړه اخیستي ، اوویلي دي ،چي چاودنه دطالبانولخوارا منځته شوي اودملي امنیت دعمومی ریاست ګڼ شمیر لوړ پوړی چارواکي ،پوځیان او بهرني مشاورین په یاده چاودنه کي وژل شویدي.