کور / تازه خبرونه / كندهار: سيمه ايز پوليس خپل قوماندان وواژه

كندهار: سيمه ايز پوليس خپل قوماندان وواژه

د كندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي كي يو تن محلي پوليس خپل قوماندان په ډزو ويشتلي او وژلي دي .
ددي ولسوالي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي وايي چي تيره شپه ناوخته د پنجوايي ولسوالي د سپيروان د سيمي يو سميز قوماندان له يوي ميلمستيا څخه خپلي امنتي پوستي ته راغلي او وروسته يوه سميز پوليس د هغه نورو ساتونكو ته په چاي كي نشه يي مواد وركړي او هغه يي مسمم كړي او قوماندان چي باچا نوميدي په ډزو ويشتلي او وژلي يي دى .
د اسحاقزي په خبره چي بريد كوونكي په تيښته بريالى سوى او له ځان سره يي دوه ميله كلاشنكوفه او يو ميل سكيل له ځانه سره وړي دي .
اسحاقزى وايى چي د مسموم سوو پوليسو روغتيايي حالت د ډاډوړ دى .
د بريد مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستي او ويلي چي ددوي يو بانفوسه كس يو سميز قوماندان له پنځو ساتوونكو سره وژلي دي .