کور / تازه خبرونه / كندهار: لس بستريز زيږنتون پرانيستل سو

كندهار: لس بستريز زيږنتون پرانيستل سو

په کندهار کي د عينو په نوم لس بستريز زېږنتون پرانستل سو
په کندهار کي د ميرويس حوزوي او ګڼو نورو روغتونو ترڅنګ د روغتيا رياست لخوا د عينو په نوم يو بل لس بستريز روغتون چي تر ولادت مخکي او وروسته مراقبتونه به سرته رسوي پرانستل سو.
په دغه زېږنتون کي لس بستره سته چي پکښي ٢٤ ساعته نورمال ولادتونه کيږي او همداراز به د لسو تنو ښځينه روغتيا پالانو لخوا څخه ميندو ته روغتيايي لارښوونکي کيږي او د کورنۍ د تنظيم پروګرامونه به ورته ښودل کيږي.
د لنګون پر دغه څانګه باندي ٢٣٧٧٠٤٣٥ افغانۍ لګښت راغلى چي د کورډ اېډ په نامه د مرستندويه روغتيايي ادارې لخوا ورکول سوي او د پروګرام د تطبيق چاري به يې د افغان روغتيايي پرمختيايي مؤسسې لخوا پر مخ وړل کيږي.
يوازي يو کال وړاندي د کندهار په ميرويس حوزوي روغتون کي هره مياشت له درې تر ٤ سوه پوري ولادتونه کېدل، ولي دغه شمېره اوس تر ١٤ سوه اوښتې او د همدې اړتيا په پام کي نيولو سره د زېږون دغه څانګه پرانستل سوه.
ياد سوى روغتيايي مرکز د کندهار والي او د ولايت د عامي روغتيا د رئيس لخوا پرانستل سو.
په دغه مرکز کي به ټول نورمال ولادتونه کيږي او که فرضاً کوم ناروغ جراحي عملياتو ته اړتيا پيداکوي او يا هم نوري ستونزي ورته پيدا کيږي د همدې زېږنتون د امبولانس په مرسته به ميرويس روغتون ته لېږل کيږي او هلته به يې تداوي کيږي.