کور / تازه خبرونه / قاري يوسف: په ښځينه لباس کي دطالب قومندان نيول درواغ دي

قاري يوسف: په ښځينه لباس کي دطالب قومندان نيول درواغ دي

دوې ورځي مخکي د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وويل چي په شاوليکوټ کي يې دعبدالسلام په نامه طالب قومندان په داسې حال کې نيولې چې ښځينه جامې يې په تن وې ، په دغه مطبوعاتي خبرپاڼه کي د يوه کس عکس خپور سوی و چي ښځينه کالي يې په تن ، لاسونه ولچک او يوه افغان پوليس روان کړئ و .

دوې ورځي وروسته نن په جنوب لويديځه حوزه کي د طالبانو وياند قاري يوسف رسنيو ته وويل چي ددوی پلټنو ښودلې چي طالبان په دغه سيمه کي په دې نوم قومندان شتون لري او نه دطالبانو اړوند کوم بل کس ددولت لخوا نيول سوی دی.

د قاري يوسف په وينا دولت له هره پلوه د ناکامۍ سره مخامخ دی نو د وروستۍ هڅې په توګه کوښښ کوي چې دطالبانو دبد نامۍ داسې ناکامې هڅې وکړي.